د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت د مس عینک کان قراردادي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې او د یاد کان د اېستلو پروسې لپاره د اوبو او برېښنا د برابرولو په برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه اندونو تبادله کړي.
د ياد شرکت مسولينو د خپلو فعاليتونو او پلانونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د اوبو او انرژي وزارت څخه غوښتي، چې د مس عینک کان د اېستلو پروسې لپاره د اړتیا وړ اوبو او انرژي چمتو کولو لپاره د پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادې پروژې ارزښت او ګټې ته په اشارې سره د دغې پروژې د اوبو او انرژي چمتو کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاري په هکله ډاډ ورکړی.
ملا عبداللطیف منصور همداراز ټینکار کړی، چې د پروژې د چارو د چټکتیا په موخه اړتیا ده، چې د اوبو او انرژي، کانونو او پټرولیم او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د قراردادي شرکت د استازو یوه ګډه کمیټه جوړه شي او د پروژې د چارو د اسانتیا او چټکتیا لپاره دې په ګډه کار وکړي.
څه موده وړاندې هم د اوبو مرستیال د ياد شرکت له مسولينو سره په ناسته کې د یاد کان د اېستلو پروسې لپاره د اوبو سرچينو د پېژندنې او د اړتيا وړ اوبو چمتو کولو په برخه کې د همغږۍ او ګډې همکارۍ په اړه خبرې اترې کړې وې.

