د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له ریيسانو لئونارد زولو او فيليپا کندلر سره لیدنه کړې.
په دې لېدنه کې د نغدي مرستو له مرکزونو څخه د څارنې، له پاکستانه د اجباري راستنېدونکو د ثبت او دياد سازمان د سېمه اېزو دفترونو د کړنو په اړه خبرې شوي.
په افغانستان کې دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ریيس لئونارد زولو ویلي؛ د ننۍ لېدنې موخه د کډوالو وضعيت څېړل، د دري اړخيزه او څلور اړخيزه ناستو په اړه د دغه وزارت د پيغام رسول او په منظمه او ابرومندانه توګه له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدنه تر څو په راتلونکې کې مثبتې پايلې ولري او دغه سازمان په هر ډول حالتو کې لا زياتو مرستو ته تيار دی.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ریيسې فيليپا کندلر ویلي؛ زمونږ موخه له راستنېدونکو سره له نژدې لېدنه ده، څو څو ځله مو له پاکستاني چارواکو سره د په زور ویستنې، د هغوی د شتمنيو د نیول، د هغوی د حقوقو د خونديتوب او درې اړخيزو ناستو په اړه له پاکستاني چارواکو سره لېدنې کړې، ترڅو پاکستان له دغه تاوتريخوالي لاس واخلي.
مسلکي مرستيال له پاکستان څخه جبري راستنېدونکو ته د خدمتونو له کبله له يادې ادارې مننه کړې او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت پالېسي داده، چې له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري.
پاکستان د مخکنيو تړونونو هم پابند نه وو.
اسلامي امارت د کډوالو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی، تل همکارۍ ته تيار دی او په هر حالت کې به له دوی ملاتړ وکړي.
مولوي عبدالرحمن راشد زیاته کړې، د افغانانو په زور وېستل د ټولو نړۍوالو قوانينو او ښه ګاونډيتوب خلاف دي.
نوموړي همداراز له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ مرستيالې ترحاس بره، په پاکستان کې د حقوقي خونديتوب د کمېشنرۍ مرستيالې ليلا نوګمانوا او په افغانستان کې د دغه کمېشنرۍ د پالېسۍ لوړپوړي چارواکي کريسټف پورټمن هم شتون درلود.

