د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د ترکمنستان هېواد د نړېوالو پروژو عمومي مسول تر منځ د هرات نورالجهاد پروژې چارو چټکتیا او د دواړو لورو تخنیکي ملاحظو په تړاو د پنځه ورځنۍ ناستې پای کې ګډ هوکړهلیک لاسلیک شو.
دې پینځه ورځنۍ ناسته کې د پروژې اړتیا وړ تجهیزاتو پر چمتو کولو، د کاري بهیر پر چټکتیا او د اړتیا وړ دواړو لورو غوښتنو او ملاحظو په اړه خبرې شوي.
د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ د ترکمنستان هېواد له استازو د مننې تر څنګ په دې ټېنګار کړی، چې د نورالجهاد سب سټېشن ته د ترکمنستان هېواد تقویتي پروژې چارې دې چټکې شي.
ترکمنستان سره د هرات نورالجهاد پروژې د چارو چټکتیا او تخنیکي کتنو په پار ګډ هوکړهلیک لاسلیک شو

