دوشنبه د ۱۴۴۵/۵/۲۷ هـ ق نېټه، چې ۱۴۰۲/۹/۲۰ هـ ش نېټې سره سمون خوري
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي دي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهـــــــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د تورخم له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له تورخم څخه ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۴ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۲۳۶ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې څلور زره او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۵زره لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
البسه: په عمري کمپ کې یادو راغلیو کډوالو ته لاندې البسه توزیع شوه:
۲۸۰ کمپلې، ۱۸۰ بستې د څښاک اوبه او ۱۴۰ بستې خام غذایي مواد ویشل شوي.
مخابرات: راغلیو کډوالو ته ۲۹۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې شپږ تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه حافظان، ۸۸ تنه غریبکار او ۶۰ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۵۸ تنه کیږي، ثبت کړل.
په تورخم کې ۱۳۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
کنـــــــــــــــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټول یو میلیون او ۱۹۰ افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له سپین بولدک څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹ تنه و، کندهار، هرات ، زابل او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۲۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۹۶۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستانه شویو کډوالو ته ۴۰۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې پینځه تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن حافظ، دوه تنه دیني عالمان، ۱۴۸ تنه غریبکار او ۹۰ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۲۴۶ تنه کیږي، ثبت کړل.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په سپین بولدک کې راستانه شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. همدارنګه له رسنیو سره د راپور جوړولو په موخه همکاري شوې ده.
زابــــل
شملزو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د شملزو په لار کې درې کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له شملزو لارې څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ ته په خوندي توګه لیږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته شپږ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره ټول ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د شملزو په لاره کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په شملزو کې ۲۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په شملزو کې اووه تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
پکتیکا
انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د انګور اډې له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۹ تنه و، هېواد ته راستانه او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن د انګور آډې له لارې څخه شپږ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۷ تنه و، خپلو اړونده سیمو او کلیو ته لېږدول شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن په انګور اډه کې له درې کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۳۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن په انګور اډه کې ۱۳۳ خوراکه ډوډۍ، خواړه او پاکې اوبه کډوالو ته وېشل شوي دي.
روغتیا: نن په انګور اډه کې ۶۴ تنه راستنه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستانه شویو کډوالو ته ۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په انګور اډه کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې او د ماشومانو د ښه راتلونکي په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــرات
اســــلام کلا، لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د اسلام کلا په لاره کې له ۳۸ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۳۸۰ زره افغانۍ کیږي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او ستقبال کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
همدا راز یو زر او ۵۲۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د اسلام کلا په لاره کې له ۱۱ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۲۹ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۸۹ تنه و، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي او یادو کورنیو ته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستانه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۷ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۳۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۱ تنه و، کندوز، بلخ او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه ۱۳۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.
د کډوالو چارو د مرستو د جلب او جذب کمېټه
نن د کډوالو چارو د مرستو د جلب او جذب کمېټې مشر ښاغلي قاري دین محمد حنیف د جاپان له سفیر او مل پلاوي سره لیدنه کړېده.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو د کډوالو په ستونزو هر اړخیز بحث کړی دی.
د جاپان سفیر پخپلو خبرو کې ویلي چې د خپلې ژمنې سره سم، خپل هېواد ته تللی وم او د افغان کډوالو ستونزې مې له خپلو مشرانو سره شریکې کړې، مشرانو په دې پریکړه وکړه چې جاپان به د افغان کډوالو سره د مؤسسو له لارې ۵۸،۴ ميليونه ډالر مرسته کوي.
د کډوالو د دایمي مېشتولو او ځمکو د ویش کمېټه
نن د کډوالو د دایمي مېشتولو او ځمکو د ویش کمېټې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د کمېټې د غړو په حضور کې ناسته ترسره کړېده.
یادې کمېټې، د هېواد په کچه د کډوالو په ښارګوټو کې د سپینو نمرو او د ځمکو تصفیه او لېږد چې لدې وړاندې یې د تصفیې او لېږد پروسه نه ده ترسره شوې، په اړه بحث کړی دی.
ښاغلي نعماني، د کمېټې غړو ته دنده سپارلې ده چې د اړوندو ادارو له لارې د کډوالو د ښارګوټو د ځمکو دې تصفیې او د لېږد پروسې په موخه، د افغانستان اسلامي امارت د باصلاحیته مقاماتو څخه حکم ترلاسه کړي.
سرپرست وزیر دا هم ویلي، دا چاره به وکولای شي چې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو او نمرو په وېش کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي کډوالو: ۲۶۰ کورنۍ او یو زر او ۱۰۹ غړي
ټول لېږدول شوي کډوالو: ۱۳۳ کورنۍ او ۵۷۹ غړي
ټول مرسته شوي کډوالو: ۱۷۴ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوالو: ۶۴ کورنۍ
ټول تداوي شوي کډوالو: ۱۲۶ تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: ۷۳۱ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

