ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو کوچیني بندونه جوړېږي

د اوبو او انرژي وزارت له لوري د پکتیکا په بېلا بېلو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو کوچیني بندونه جوړېږي، چې د دوو یې نن عملي چارې پیل شوې.

د اوبو او انرژي وزارت اړوند کابل عمومي سیندیزې حوزې ریاست رییس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالي کې د اوبو ذخیره کولو کوچیني بند جوړولو د پیل په مراسمو کې ویلي؛ د اسلامي امارت په راتلو سره هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نورو چارو تر څنګ د پرمختګونو زېري کېږي او وړې او لویې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان له ټولو اړخونو په ځان بسیا دی.

د ګومل پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې رییس قاري فتح محمد ذاکر ویلي؛ د پکتیکا په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې به د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو ۲۵ کوچیني بندونه جوړوي.

د سروبي ولسوالي د سورګل کلي اړوند سیمه کې او مټاخان ولسوالي د تودې چینې په سیمه کې یې د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کوچینو بندونو جوړولو چارې نن عملا پیل کړې.

ښاغلي ذاکر زیاته کړې؛ د پکتیکا څو مهم بندونه یې په پینځه کلن پلان کې شامل کړي، چې د پلان اړوند به په دغو بندونو د خلکو له غوښتنو سره سم وخت پر وخت کار کوي، څو د دې ولایت اقتصادي چارې نورې هم ورسره پیاوړې شي.

د یادونې ده چې د مرکز ښرنې پلتو او سروبي ولسوالي د زامې بندونو چارې به هم د پلان اړوند پیلوي، ځکه دا د ګڼ شمېر پکتیکاوالو لومړۍ مهمې غوښتنې دي او په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.