د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۵۳ موافقو رایو سره غزه کې د بېړني بشري اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ.
دا پرېکړهلیک غزه کې د بېړني بشري اوربند غوښتنه کوي.
د عمومي اسمبلۍ له درې پر څلورمه برخه غړو (له ۱۹۳ څخه ۱۵۳ غړو) د سملاسي اوربند په پلوي رایه ورکړې ده.
د دغه پرېکړه لیک لپاره ۲۳ هېوادونو سپینې رایې او د امریکا او اسراییلو په ګډون ۱۰ هېوادونو منفي رایې ورکړې دي.
د ملګرو ملتونو غړو په یاد پرېکړه لیک کې د غزې تړانګه کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه ښودلې او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده.
دا پرېکړه لیک داسېمهال تصویب شوی، چې غزه له سخت بشري ناورین او بوږنونکي وضعیت سره مخ ده او سخته جګړه پکې روانه ده.
غزه تړانګه کې د صهیونیستی رژیم د بریدونو له پیل څخه تر اوسه له ۱۸ زره زیات کسان شهیدان شوي او له ۵۰ زرو زیات ټپيان دي.

