تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د جدي له ۱۵مې څخه د جدي تر ۲۱مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۸ زره او ۶۵۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۵ زره او ۳۶۷ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې شپږ زره او ۲۶۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷ زره او ۳۲ ټنه انتقالات چې ټولټال ۹۸ زره او ۶۵۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزیټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۷۶۰ ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، وريجې او کینو دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

