د ملي دفاع وزارت اړوند د شمال زون ٢٠٩ الفتح قول اردو د ساحوي نظامي ښوونیز مرکز له درې میاشتنيو عقیدوي، نظامي او مسلکي زدکړو څخه ٨٠٠ تنه ځوان منسوبین د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې مسولینو یادو فارغان ته ویلي؛ تاسو د اسلامي نظام د ساتنې او حفاظت لپاره روزل شوي یاست، له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع وکړئ.
په دغو فارغانو کې ۶۵ تنو ته د ستار فضلیت هم ورپه سر کړل شو.
همدا راز فارغانو خپل پوځي نمایشات او مانورونه په عالي ډول د مسولینو په شتون کې تر سره کړي.
د ٢٠٩ الفتح قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٨٠٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

