د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور لوګر ته د سفر پرمهال د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د نږدې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت اووه چک ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت د دغو پروژو د پلې کولو موخه د اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا بللې.
دغه پروژې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه د اوبو د مدیریت، د موسمي سېلابونو د کنترول او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه د لوګر ولایت په برکي برک، خوشي، خروار او څرخ ولسوالیو کې پلې شوې.
د یادو پروژو په پلې کېدو سره ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او همداراز دغه چکډیمونه په ټولیزه توګه د ۳۶ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

