د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ملا عبدالقاهر ادریس، د ګمرکونو لوی رییس مفتي عبدالمتین سعید او د ګمرکونو لوی ریاست د ملاتړ او پراختیا رییس محمد موسی عمر په ملتیا ننګرهار ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند او د ننګرهار ګمرک رییس محمد خالد منظور احمد په شتون کې د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کې د ۵۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانیزو پروژو د پیلېدو پرانېسته وکړه.
په یادو ودانیزو پروژو کې د کابل کمپ ګمرک شپږ زره او ۷۰۰ متره چاپېر دېوال او اووه بابه ټاورونه شامل دي، چې چارې به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پوري بشپړي شي.
د ګمرکونو او عوایدو مرستیال د یادو پروژو د پیلېدو په پرانيستغونډه کې ویلي؛ په پام کې ده د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم ورته پراختیایي پروژې پلي شي، چې په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په برخه کې به ښې پایلې ولري.
د ګمرکونو لوی رییس له قراردادي شرکت غوښتي، چې د پروژې په پلي کېدو کې دې په جدي ډول د قرارداد مواد او شرایط په نظر کې ونیسي او چارې دې په معیاري توګه په ټاکلې موده کې بشپړې کړي.
د یادو ودانیزو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

