د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سره لیدنه کړې.
په یاده تعرفي لیدنه کې شیخ نداء محمد ندیم د ترکیې شارژدافیر جنک اونال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو په پاللو ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر مذهبي مشترکاتو خبرې کړې دي.
دغه راز ښاغلي ندیم د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو هم ټینګار کړی او د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې يې ځینې وړاندیزونه ورسره شریک کړي دي.
ورپسې افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر او شارژدافیر د افغانستان او ترکیې د اکاډمیکو اړیکو پر مخینه خبرې کړې او د افغانستان له تحصیلي نظام سره یې د بنسټیزو کارونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادولو وړ ده، چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو او د علمي تجربو په شریکولو هم خبرې کړې دي.

