ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې؛ د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم سړک جوړولو پروژه مو کاري لومړیتوب دی

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د جدې مياشتې په ۲۶مه نېټه د ټولګټو د سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د ننګرهار ولایت په مقام کې جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یادې جوړې شوې غونډې ته، چې علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او ولایتي مسوولینو ګډون پکې کړی و، د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان د پرمختګ او صنعتي کېدو په موخه د دوی ټوله هڅه دا ده، تر څو په کور دننه د خپلې اړتیا وړ برېښنا تولید کړي او په دې سره به د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.

محترم ملا صاحب زیاته کړې، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په موخه یې د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم سړک جوړولو پروژه هم په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د ټولګټو وزیر د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله سره شریکه او منظوري به یې واخلي.

همدارنګه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت په پام کې لري چې په نېږدې راتلونکي کې د ننګرهار د سوداګرو ملاتړ په موخه د شوکاڼو پر صادراتو ټاکل شوې ګمرکي تعرفه راکمه کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خپلو اړوندو ارګانونو او له ملي سوداګرو سره په ښې همغږۍ هېواد ته د راستانه شوو کډوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه کړې ده.

محترم ملا صاحب په بهر کې پر ټولو مېشت افغان کډوالو غږ کړی، چې خپل هېواد ته راستانه شي، اسلامي امارت دوی ته هرکلی وايي او تر خپل توان پورې یې ملاتړ کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د غونډې په پای کې د ننګرهار ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به په تدریج سره د امکاناتو برابرېدو په صورت کې د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي او له دوی غواړي، چې په هېواد کې د راغلي امنیت شکر پر ځای او د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.