د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د هوتک قوم له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د هوتکو قومي مشرانو اسلامي نظام د افغانستان او افغانانو اړتیا یاده کړې او ویلي يي دي، له لسیزو وروسته افغانان خپلې موخې ته رسېدلي دي.
هغوی له اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړ اعلانولو ترڅنګ زیاته کړې، په ۲۸ ولایتونو کې هوتک قوم مېشت دی او ټول په یو غږ له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي.
د هوتک قوم علماوو او قومي مخورو په ښوونیزو او روغتیايي برخو کې د خپلو ولسونو یو لړ غوښتنې د ریاست الوزرا له مرستیال سره شریکې کړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې په هېواد کې ټول قومونه یو ډول حقونه لري او هوتکو په جهاد کې فعاله ونډه درلوده.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د علماوو او مخورو له لارې حکومت ته د خلکو د ستونزو په رسولو د اسلامي امارت مشران خوښ او په حل یې ځان مسول ګڼي.
نوموړي څرګنده کړې؛ څرنګه چې اسلامي امارت په کمو امکاناتو لویې پروژې پیل کړې، همدارنګه به د ولسونو ستونزې هم حل او ورته به اسانتیاوې برابرې کړي.

