ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د جلال آباد – تورخم لويې لارې څخه لیدنه کړې

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني ننګرهار ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو او د ننګرهار د ټولګټو رییس يې ملتیا کوله د جلال آباد – تورخم لويې لارې له دويم لین څخه له نږدې لیدنه وکړه.

 د جلال اباد – تورخم لویه لاره چې ۷۵ کیلو متره اوږد والی لري، رغنیزې چارې يې د ګاونډي هېواد پاکستان لخوا پرمخ وړل کېدلې خو چارې يې بشپړې شوي نه وې.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دي اړه ویلي؛ که چېرته د ياد سړک کار د پاکستان هېواد لخوا بیا پيل نشي، ټولګټو وزارت به یې په راتلونکې کال کې د ترميم او غونې کار بشپړ کړي.

 سرپرست وزیر د جلال آباد – تورخم لویې لارې پر مسیر د دوو پایې پلونو د لعل پورې او فرضي کرښې ته نږدې له یو بل پل څخه د لیدنې ترڅنګ په دغه ولایت کې د جلال آباد ښار اړوند د نهمې حوزې او د تورخم بندر ته څيرمه دوه پايو تلو څخه هم لیدنه وکړې او اړوند مسولينو ته يې لارښوونې کړي، چې د يادو پُلونو د تخریب شويو پايو د بیارغونې چارې دې په چټکۍ سره تر سره کړي تر څو د دغو پلونو د لا تخریب مخه ونیول شي.

دغه راز د ننګرهار ولایت مقام ودانۍ په جوړه شوې ناسته کې د اسلامي امارت د ریاست الوزا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني، قومي مخورو، یو شمېر سیمه ییزو مسولینو او ملي پانګوالو پکې ګډون کړی و.

ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دويم لین سړک د رغولو په اړه ویلي؛ ما د کابل – جلال آباد د دويم لین څخه له نږدې لیدنه کړې ده او تخنيکي ټيمونه مو هم د ياد مسیر څخه د لیدنې په موخه ساحې ته لېږدولي.

ټولګټو وزارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند سره په ګډه همکارۍ بشپړ چمتووالی لري، چې د افغانستان اسلامي امارت له زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله سره موضوع شریکه او د مالي لګښت په تمویلیدو سره به يې د رغونې کار پيل کړي.