ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ ندا محمد ندیم علماوو ته په خطاب کې؛ اوس درته د حق ویلو ښه زمینه برابره شوې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر بغلان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د جامعه دارالعلوم حقانيه مدرسې د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون کړی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم  په یادو مراسمو کې د طلبای کرامو او حافظانو په فراغت خوښي ښودلې او د ۲۰ کلن دور پر مهال يې د بغلان د غيور او مجاهد اولس د مبارزې او قربانۍ ستاينه کړې. 

نوموړي علماوو ته په خطاب کې ویلي؛ اوس مهال تاسو ته په افغانستان کې د حق ویلو تر ټولو ښه زمینه برابره ده.

 ښاغلي ندیم زیاته کړې؛ تاسو ته د اسلامي امارت امیر د حق په ویلو امر کوي، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونو کې علماوو ته د حق ویلو اجازه نه ورکول کېږي.

همداراز د دیني علومو پر ارزښت یې ویلي؛ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره پوهه او علم اړین دی، ترڅو د هغه په رڼا کې خپلې کړنې ترسره کړي.