اسرائیلي رژیم پرون شنبه د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران سپاه پاسداران اړوند پر یوې ودانۍ هوايي برید کړی.
په دې برید کې په نښه شوې ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې او د سپاه پاسداران پینځه کسان پکې وژل شوي.
د ایران سپاه پاسداران یاد برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې پینځه لوړ پوړي غړي یې وژل شوي دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دې برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسرائیلو هوايي برید به بېځوابه پرې نږدي.

