ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل-کندهار پر لویه لار د دوو پلونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

 د کابل-کندهار پر لویه لاره د کلات او شهري صفا ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لاره باندې د زابل د ټولګټو چارو وزارت له لوري، د سنګر مانده او غشي رباط دوه لوی پلونه د ٣١ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ټولګټو چارو سرپرست وزیر مولوي محمد عيسي ثانى د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي؛ دوی کوښښ کوي، ترڅو د کابل کندهار لويي لارې د معیاري جوړیدلو او همدارنګه د دې لارې د پاسه د پلونو اوپلچکونو جوړولو برخه کې زیاته هڅه او کوښښ وکړي ترڅو خلک هوسا شي.

د زابل ټولګټو چارو رییس مولوي احمد احمدي ویلي؛ روان کال د ټولګټو وزارت له لوري ۱۲ بېلابیلې پروژې ورکړل شوې وې، په دې کې يوازي ١٠ غټ پلونه دي، چې اووه یې بشپړ شوي او پر نورو یې کار روان دی.

د نوموړي په وینا؛ يو پل په نوبهار ولسوالۍ کې دى، چې په راتلوونکې اونۍ کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، د دې ترڅنګ په شينکي ولسوالۍ کې د لوړې پل چې په سرحدي لار دی زیات مهم دی، رغنيزي چارې يې خورا ښې روانې دي.

ښاغلي احمدي زیاته کړې؛ د دوى د رياست د اداري تعمير رغنيزي چارې ٣٠ سلنه مخته تللې دي او نورې چارې يې په چټګۍ سره مخته روانې دي، تر څنګ يې په راتلونکى کال کې پلان لري، چې د کابل ــ کندهار عمومي لويې لارې کارونه خلاص کړي، چې زابل اړوند به په بشپړ ډول سړک ورغول شي او سره وصل به شي.

په ورته وخت کې د کابل کندهار لويي موټر چلوونکي هم د دې پلونو په جوړیدلو خوښي څرګندوي او وايي وړاندې، چې دا پلونه ویجاړشوي و، سفر یې له خطر څخه ډک او ستونزو سره مخ ول، ولې اوس د کال هر موسم کې کولای شي د کابل کندهار لويه لاره باندې بغیر له ستونزو سفرونه وکړي.