ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چيلي کې د اورلګېدنې له امله ۵۰ کسان وژل شوي

د چيلي چارواکي وایي، چې والپارایسو ښار ته نږدې په یوه ځنګل کې د اورلګېدنې له امله ۵۰ کسان وژل شوي او ښايي تلفاتو کې نور زیاتوالی هم راشي.

چيلي دولت په والپارایسو ښار کې بیړنې حالت اعلان کړی او په سلګونه د اور وژنې ډلې او امنیتې ځواکونه یې د پېښې سېمې ته لیږلي دي.

یادې اورلګېدنه تر اوسه ۴۳ زره هکټاره ځمکه نیولې او له درېیو نه تر شپږ زره کورنه پکې سوځېدلي او یا زیانمن شوي دي.

معمولاً د چیلي ځنګلونه د اوړي په موسم کې اور اخلي او تېر کال هم د بې‌مخینې ګرمۍ له امله اور لګېدنه رامنځته شوه، چې له ۴۰۰ زره هکټاره زیاته ځمکه پکې وسوځېده او ۲۷ کسانو ژوند پکې بایلود.

اوس مهال د ځمکې سویلي نیمې کرې اوسېدونکي د اوړي په موسم کې ژوند کوي.