ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصاد وزارت ویاند: د روان کال له پیله د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۰۰ پروژې پیل شوې

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ د روان کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د څه باندې ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۰۰ پراختیايي او بنسټیزې پروژې پیل شوې، چې ۸۹۵ به یې د کال تر پایه بشپړې شي.

د یادو پروژو په پیل سره زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې هېواد کې د ۱۸۱ بهرنیو بنسټونو په ګډون ۷۹۶ غیرې دولتي موسسې هم فعالیت کوي.

ښاغلي حبیب د کورنیو تولیداتو وده او له خصوصي سکټور څخه ملاتړ د یاد وزارت له لومړیتوبونو څخه ګڼلي دي.

د اقتصاد وزارت د ویاند په وینا؛ د بې‌وزلي مخنیوی او هېوادوالو لپاره د کاري زمینې برابرولو په موخه یې په سکټوري او زیربنايي پروژو کې پانګونه کړې ده.