د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي نېک محمد معتصم ویلي؛ د ریاست اړوند تخنیکي تیم یې د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ دو راهي سیمه کې د صنعتي پارک توپوګرافي سروې ترسره کړې.
مولوي نېک محمد معتصم زیاته کړې؛ تخنیکي ټیم یې د هلمند ولایت رهبرۍ په لارښوونه او د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په غوښتنه دغه سروې ترسره کړې.
ټاکل شوې، چې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ دوراهي سیمه کې په دوه زره جریبه ځمکه کې مجهز او منظم صنعتي پارک جوړ شي.
د نوموړي په وینا؛ له توپو ګرافي سروې وروسته به د یاد پارک لپاره تفصیلي پلان جوړ شي، او د بیخ بنایي چارو سربېره به یې چاپېریالي دېوال په لنډ وخت کې پیل شي.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په سویل لوېدیځ کې یوه ستره او ارزښت لرونکې پروژه ده، چې د پانګوالو، صنعت کارانو او سوداګرو لپاره یو ښه فرصت دی.
دغه چاره به له دولتي ځمکې څخه د اغېزمنې او ګټورې استفادې زمینه هم برابره کړي، پانګوال، صنعت کاران او سوداګر به تشویق شي، خلکو ته به د کسب او کار کولو زمینه برابره شي او ورسره به ملي عواید لوړ شي.

