د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس تاریه مګنوسن واتردال د چاپيریال ساتني ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد او مسلکي رییسانو سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د ناروې کمېټې عمومي رییس ویلي؛ د ناروې کمېټه په افغانستان کي د غذایې آمنیت، طبیعي زیرمو او کرني په برخو کي کارکوي.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ د چاپېریال ساتني ملي ادارې سره ګډ کارکولوته ژمن یو، ترڅو وکولای شو په افغانستان کي د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو پروړاندي په ګډه مبارزه وکړو.
مګنوسن واتردال ویلي؛ دامهال د ناروې کمېټه د افغانستان په څو ولایتونو کي د نیالګیو ایښودولو فارمونه جوړ کړي او هڅه کوو، چي نورهم د چاپېریال ساتني په برخه کي پروژې پلي کړو.
واتردال د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس قاف ۲۸ ته په اشارې ویلي؛ افغانستان ته باید بلنه ورکول شوی وی، موږ به د چاپېریال ساتني ملي ادارې او د افغانستان له حکومت سره په ګډه د دې هېواد د خلکو ږغ پورته کړو، ترڅو په راتلونکي نړیوال کنفرانس کې چې په اذربایجان کې دایریږي افغانستان ته بلنه ورکړل شي.
په افغانستان کې د ناروې کمېټې عمومي رییس ویلي؛ ناروې هېواد به په اپریل میاشت کي د افغانستان او پاکستان په اړه د اقلیمي بدلون د کنفرانس کوربه وي اوله دې سره جوخت به په کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه د چاپیریال ساتني ملي ادارې ، نړیوالو موسسو او نورو ادارو سره به ګډه د اقلیمي بدلون یوه ګډه غونډه جوړه کړي.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد ویلي؛ دا مهال په افغانستان کي بشپړ امنیت ټینګ شوی دی موسسې او نړیوال بنسټونه کولای شي د افغانستان له حکومت سره په همږغۍ پروژې پلي او عملي کړي.
ښاغلي عابد د ناروې کمېټې عمومي رییس ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده؛ افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کي سخت زیانمن شوی، د کرني د سکتور ترڅنګ د اوبو او روغتیا برخو هم ډېر زیانمن شوي دي.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې مرستیال ویلي؛ د چاپيریال ساتني ملي اداره د هېواد په هر ولایت کي ۲۰ جریبه ځمکه لري، د ناروې کمېټه کولای شي، چي هلته د نیالیګو د قوریو په جوړولو او همدارنګه په تحقیقاتي او علمي برخوکي کار وکړي.
نوموړي د نمونموي ځنګلونو د جوړولو طرحه هم واتردال ته وړاندي کړې، چې موږ کولای شو لومړی نمونوي ځنګلونه جوړ او وروسته یې په ټول هېواد کې عملي کړو.

