ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ پېښ نشي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېر ماښام د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر او د حقانیه دارالعلوم له نایب مهتمم مولانا حامد الحق، د دې ګوند د غړي سید محمد یوسف شاه او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې حامد الحق په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټینګښت خوښي ښودلې او د افغانستان او پاکستان ملتونه یې ورونه یاد کړي.

نوموړي ویلي؛ دواړه ملتونه ګڼ اسلامي، کلتوري او ټولنیز ارزښتونه او مشترکات لري.

هغه د دواړو هېوادونو اړیکي مهمې او ګټورې بللي او ویلي يي دي؛ د پاکستان علما او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي او هیله لري، چې د کابل او اسلام آباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره سیاسي اړیکې هم پراخې شي، څو دواړو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي.

مولانا حامد الحق د نړيوالې ټولنې له لورې د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کېدو نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، دغه ډول یو طرفه او ظالمانه اقدامات افغانان زیانمنوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، په افغانستان کې اسلامي نظام د افغانانو هیله وه چې د پوره کېدو لپاره یې ډېرې قربانۍ وزغملې.

مولوي عبد الکبیر څرګنده کړې، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه چا ته ګواښ پېښ شي.

سیاسي مرستیال د اړیکو په رغښت کې د علماوو ونډه مهمه یاده کړې او ویلي يي دي؛ دا مهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او هیچا ته د تخریبي اعمالو اجازه نه ورکول کېږي.