د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي افغانستان کې د ایټالیا له سفیرې اغلې ناتالیا کوینتاویل سره په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د یاد هېواد ځانګړي استازي ګاینفرنکو هم شتون درلود، لیدنه کړې.
ناتالیا کوینتا افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت او د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې.
نوموړې ویلي؛ ایټالیا په افغانستان کې د پروژو د عملي کولو غوښتونکې ده او د روغتیا، اوبو او حفظ الصحې او دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکارۍ ته تیاری لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ د اروپایي او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د نېکو او ښو اړیکو غوښتونکی دی او په افغانستان کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت، د نشه یي توکو او اداري فساد لمنځه وړل د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه دي.
د نوموړي په وینا؛ هیڅ شخص یا هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر خلاف وکاروي.