ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي احمدالله وثیق: تېر کال په ټول هېواد کې نږدې ۴ زره لوبې ترسره شوې

د بدني روزنې او سپورت لوی رییس مولوي احمدالله وثیق له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ۱۴۰۲ کال د تېرو کلونو په پرتله د افغان لوبغاړو لپاره له لاسته راوړنو ډک و.

نوموړي زیاته کړې؛ تېر کال په ټول هېواد کې نږدې ۴ زره لوبې تر سره شوې، چې بهرنیو لوبغاړو هم پکې ګډون کړی و.

دغه‌راز د افغانستان ورزشي لوبډلو او لوبغاړو په بهرنیو سیالیو کې پخپل ګډون سره ښې لاسته راوړنې ثبت کړې دي.

د ښاغلي وثیق په وینا؛ اوس په ټول هیواد کې ۵۲ ورزشي فدراسیونونه فعالیت لري، چې د ورزش د ودې او لوبغاړو ته د اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي.

د بدني روزنې او سپورت لوی رییس د اسیا ملتونو جام ته د افغانستان فوټسال لوبډلې لاره موندل، د سویلي کوریا او چین هېوادونو سیالیو کې د بېلا بېلو مډالونو ګټل او په بېلا بېلو برخو کې د نږدې څلور زره سیالیو ترسره کېدل د تېر یوه کال په درشل کې د دې ادارې له سترو فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ګڼلې دي.