ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت د بنسټګر امیر المؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ژوند لیک!

مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د مولوي غلام نبي زوی په ۱۳۳۹ هجري لمریز کال د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ چاه همت کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې زېږېدلی.

د ملا محمد عمر مجاهد له زوکړې دوه کاله وروسته د هغه پلار د کندهار له خاکریز ولسوالۍ څخه د همدې ولایت د ډنډ ولسوالۍ ته ولاړ او هلته د ژوند تر پایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت و.

ملا محمد عمر مجاهد د خپل پلار له وفات وروسته د پینځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه د روزګان ولایت د هراو د ولسوالۍ ته ولیږدید او هلته یې د خپلو ترونو تر سرپرستۍ لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل شوه .

زده‌کړې او تعلیم:

مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په اته کلنۍ کې د روزګان دهراود ولسوالۍ د شهرکهنه سیمې په ابتدایه دینې مدرسه کې شامل شو. نوموړي د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطه دوره په همدې مدرسه کې په بريالۍ توګه پای ته ورسوله او اتلس ۱۸ کلنۍ کې یې په هېواد کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل مرحله یې په ۱۳۵۷ هـ ش کال په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له امله نیمګړې پاته شوه.

جهاد او مبارزه:

امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه و رسېدلی، چې افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ.

دا هغه وخت و چې نور د ملا محمد عمر مجاهد په څير د هېواد ټولو زده‌کوونکو ته د خپلو دیني زده کړو دوام ناشونی ښکاریده، ځکه د ملحدو کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هېواد په کچه له علماوو، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینوسره وه.
هماغه وچې ملا محمد عمر مجاهد د خپلو لوړو دیني زده‌کړو پرېښودل اړین و ګڼل او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره یې له مدرسې څخه د جهادي جبهې په لوري مخه کړه. ‎

نوموړي خپل جهادي بهیر د روزګان ولایت دهراود په ولسوالۍ کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه وخت تیرولو وروسته د روزګان ولایت په کچه د یوه پیژندل شوي زړور جهادي شخصیت په توګه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په ګڼو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ.
مرحوم ملا محمد عمر مجاهد تر درېیو کلونو زیات وخت د خپلې سیمې د مجاهدینو سره د یرغلګرو روسانو او کمونستانو خلاف په ډیرو مخامخ جګړو کې ګډون وکړ. وروسته له خپلوجهادي ملګرو سره د جهادي فعالیتونو د روسي یرغلګرو او د هغوی د کمونستي تالي څټو په خلاف وسله وال جهاد ته دوام ورکړ.

په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي موفقانه رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا او شهرت له امله د سیمه‌ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پام وړ وګرځید او د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ور وسپارل شو.

مرحوم ملا محمد عمر مجاهد له روسانو سره د جهادي عملیاتو په مخامخ نښتو کې څلور ځله ټپي شوی او په وروستي ځل ټپي کیدو کې یې خپله ښۍ سترګه هم بایلوله .

د فساد په وړاندې پاڅون او د اسلامي امارت تأسیس:

د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې پر ځای چې اسلامي نظام تاسیس شي او په دې توګه د مجاهد ملت د کلونو کلونو ارمان پوره شي، خپل منځي جګړې پیل شوې. واقعي مجاهدین د یوې منظمي دسیسي له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له صحني وایستل شول، ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه شوي وای په څنګ کې ورسره ونیول او ځینو نورو په منظمه توګه د ولس په لوټلو، ځورولو او د وطن په چور تالان پیل وکړ.

د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانګو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنګلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل شو، چې پخوا یې بیلګه نه وه لیدل شوې. مؤمن ولس چې څوارلس کاله یې جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یې د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ وه، بلکې ورځنی ژوند یې هم په خطر کې و.

همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د ساتنې په خاطر خپل وس وکړي. مجاهدینو خپل منځي مشورې او غونډې پیل کړې.

ملامحمد عمر مجاهد او ملګرو یې له ډېرو غونډو او مشورو وروسته د اسلامي تحریک اساس او د فساد او ګډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود.

د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د ولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخ شوه. لومړی یې کندهار ولایت او ورپسې یې د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباریو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیرې سیمې د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یې تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یې د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تایید کړ او نوموړي ته یې د امیرالمؤمنین لقب ورکړ.

 د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله، چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ سلنه خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینګ شو .

د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د شریعت په اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځته کړ، له اوږده ځنډ وروسته یې یوځل بیا نړۍ ته د اسلامي نظام ژوندۍ بیلګه وړاندې کړه، هیواد یې له تجزیې وژغوره او یو بي مثاله امن یې راووست.

وروستۍ ناروغي او وفات:

له ټول عمر جهاد، دعوت، اصلاح، فداکاریو او سر ښندنو وروسته له الهي قضا او تقدير سره سم بالاخره دې فداكار مجاهد د اسلامي امارت  نوښتګر مؤسس امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد له الهي قضا او پریکړې سره سم  د ۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور میاشتې په څلورمه نیټه د ورپېښې ناروغۍ له امله خپله روح حقیقي مالک ته وسپارله او له فاني نړۍ څخه يې د تل لپاره سترګې پټې کړې.

انا لله وانا الیه راجعون