پر غزه د صهیونیستي رژیم د یرغل او بریدونو ۲۲۰ ورځې پوره شوې. اسرائیلي یرغلګرو په دې موده کې بېشمېره وحشتونه او بشر ضد جنایتونه ترسره کړي دي.
د غزې د دولتي اطلاعاتو دفتر وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۳۵ زره او ۹۱ فلسطینیان شهیدان، ۷۸ زره او ۸۲۷ ټپیان او لږ تر لږه ۱۰ تر خارو لاندې او ورک دي.
د یاد دفتر د معلوماتو پر اساس؛ په شهیدانو کې ۱۵ زره او ۱۰۳ ماشومان او ۹ زره او ۹۶۱ ښځې هم شاملې دي. د قربانیانو ۷۲ سلنه ښځې او ماشومان ښودل شوي دي.
دغهراز ۴۹۲ روغتیايي کارکوونکي شهیدان شوي او د ۱۴۳ خبریالانو مړینه تایید شوې ده.
تر اوسه د غزې په روغتونونو کې اووه ډلهییز قبرونه موندل شوي، چې ۵۲۰ جسدونه ترې را ایستل شوي دي.
له بل لوري اسرائیلي یرغلګرو پر رفح بریدونه زیات کړي او له تېرې اونۍ راهیسې یې له دې ښاره شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطینیان بېځایه کېدو ته اړ کړي دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف اعلان کړی، چې رفح ښار کې ۶۰۰ زره ماشومان ژوند کوي او د تګ او بېځایه کېدو لپاره هېڅ خوندي ځای نه لري.
ګڼو نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو څو ځلې اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې پر رفح ښار د برید پیل به ناوړه انساني پایلې ولري.
له دې خبرداریو سره سره صهیونیستي رژیم د غزې په شمال او جنوب کې بریدونو ته زور ورکړی او له رفح ښاره ۳۰۰ زره پناه اخیستونکي فلسطینیان په جبري ډول ایستل شوي دي.

