د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې یوازې پرون چهارشنبه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۷۲ کسان شهیدان او ۲۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ د سپټمبر میاشتې په ۲۳مه پر لبنان د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۶۲۰ کسان شهیدان او له دوه زره ډېر نور ټپیان شوي دي.
په شهیدانو کې لسګونه ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې له ۹۰ زره ډېر کسان د لبنان له سویل څخه شمال ته د خونديتوب او پناه اخیستلو په موخه کوچېدلي دي.
له بل لوري د فرانسې، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون ګڼو هېوادونو لبنان کې د ۲۱ ورځني موقت اوربند غوښتنه کړې ده.