ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هلمند کې د کبانو د روزنې ۲ فارمونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د مرکز لښکرګاه بولان سیمه کې د کرنیزو څېړنو فارم اړوند د کبانو د روزنې ۲ فارمونه چې له ډیرې مودې غیري فعال و، بیا فعالیت پيل کړ.

د دې فارمونو د پرانستې په مراسمو کې د دې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نظر محمد صدیقي، د ولایت استازي ملا محمد اسرائیل سیار، او یو شمېر نورو اداري مسولینو ګډون کړی و.

مولوي نظر محمد صدیقي ویلي؛ یاد ٢ فارمونه چي د تېرو څو کلونو راهیسې یې فعالیت بند شوی و، د بیا ځلي لپاره مو په فني او مسلکي ډول جوړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل.

نوموړي زیاته کړې، چي په یادو فارمونو کي شاوخوا ٧٠٠٠ د کبانو د ګراس نسل بچي د روزنې په موخه پکښي  اچول شوي دي.

ښاغلي صدیقي ویلي؛ چي د دې فارمونو د نسلي کبانو څخه به هغه بزګر او ځمکوال ګټه اخلي، چي په خپلو ځمکو کي د کبانو د روزنې فارمونه لري، او په وینا يې د کبانو د ښي روزنې او پالنې په موخه یادو فارم لرونکو ته به عامه پوهاوی او زده‌کړي ورکول شي.

دغه راز د ولایت استازي ملا محمد اسرائیل سیار د کرنې ریاست دغه اقدام ستایلی او ډاډ یې ورکړی، چي د هلمندي ولسونو د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې به ولایت مقام د یاد ریاست د هلو ځلو ملاتړ کوي.