ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالواسع: ارګ کې د عوامو او علماوو د ستونزو د حل په موخه د غونډو په جوړولو خوښ یوو

د ریاست الوزرا د دفتر رییس د کابل، کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو له یو شېمر دیني علمانو سره ليدنه کړې. 

په دې لیدنه کې د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني د علماوو رول او ارزښت ته په کتو ویلي، په افغانستان کې د بېلابېلو ستونزو او یرغلونو پرمهال علمای کرامو د ملت رهبري کړې او د دوی د ښې رهبرۍ او د ملت د قربانیو په نتیجه کې هېوا کې اسلامي نظام حاکم شوی.

علماوو هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت الهي نعمت بللی او زیاته کړې ده چې د نظام ملاتړ د ټولو ګډ مسوولیت دی.

یادو علماوو ویلي، چې اسلامي امارت په تېرو ۲ کلنو کې په هېواد کې د سراسري امنیت د تامینولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.  

همدا راز دوی د ریاست الوزرا د دفتر رییس سره د مدرسو د پیاوړتیا او هراړخیز ملاتړ، د درسي نصاب د پیاوړتیا، استادانو ته د سیمینارونو جوړولو، په مدرسو کې د بېلابېلو څانګو د ایجاد، د خصوصي مدرسو د ملاتړ او د هغوۍ د استادانو د معاشونو او اړتیاوو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړې.

د ریاست الوزرا د دفتر رییس یادو دیني علماوو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به له اړوندو مسولینو سره شریک کړي.

 نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت مدرسو ته پاملرنه کوي او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د لارښوونې په اساس زیات شمېر نوي بستونه ایجاد شوي دي.

ښاغلي ملا عبدالواسع ویلي، د خوښۍ ځای دی چې د ټولو افغانانو په ګډ کور ارګ کې د عوامو او علمای کرامو د ستونزو د حل په موخه دا ډول غونډې جوړېږي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې د هېواد د نورو اقشارو په څېر تاسو ته هم وایوو، موږ په دې خوشالېږو چې خپلې ستونزې او غوښتنې شریکوئ او ډاډ درکوو چې موږ به یې اړوندو مسوولینو ته د حل په موخه ورسوو.

نوموړي ویلي؛ چې علمای کرام د څراغ حیثیت لري، دوی د ټولنې ساتنه او اصلاح کوي او زیاته کړې یې ده، علمای کرام تل په سختو حالاتو کې د هېوادوالو ترڅنګ پاته شوي، چې د دوی او مجاهدینو د بې درېغه قربانیو له برکته اسلامي نظام حاکم شوی دی.