ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog

د اطلاعاتو او کلتور وزير او د قطر سفير لیدنه؛ د کلتوري همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

په کابل کې د قطر شاهي دولت سفير ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او کلتور له وزير شيخ شيراحمد حقاني سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د قطر سفير د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې تمدن او کلتور د ملتونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو مهم بنسټ جوړوي.

بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شيراحمد حقاني ویلي، چې افغانستان او قطر اوږدمهاله دوستانه اړیکې لري او د کلتوري همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه تر کار لاندې لري او په دې برخه کې د دوستو هېوادونو همکاري ارزښتناکه ده.

ملا عبدالحق همکار د ترکمنستان د انرژۍ وزیر سره د برېښنايي همکاریو په اړه خبرې کړي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار ترکمنستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر آننه ګیلدي سپروف سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنايي همکاریو او ګډو پروژو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ملا عبدالحق همکار د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې د چارو د روان بهیر په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د دغې سترې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تمه کېږي د شاوخوا یوه کال په موده کې بشپړې شي.

نوموړي همداراز د برېښنايي پروژو په برخه کې د ترکمنستان د حکومت او اړوندو ادارو له همکاریو او همغږۍ مننه کړې ده.

بلخوا د ترکمنستان د انرژۍ وزیر ټینګار کړی، چې افغانستان د ترکمنستان لپاره ځانګړی ارزښت او لومړیتوب لري.

نوموړي ویلي، د ترکمنستان ولسمشر هم افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري، ځکه افغانستان د دغه هېواد مهم او نږدې ګاونډی دی.

دغه‌راز ترکمن لوري ډاډ ورکړی، چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به د برېښنا عرضه په عادي ډول دوام ولري.

همداراز ترکمن چارواکو ژمنه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي او د برېښنا د نویو پروژو طرحې به له ځان سره راوړي، څو له هوکړې وروسته یې عملي چارې پیل شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د ترافیکي چارو د تنظیم او پېښو د کموالي ځانګړې غونډه وشوه

د ترافیکي چارو د ښه تنظیم او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اړوندو ادارو د مسولینو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، مالیې، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ادارې استازو ګډون کړی و.

غونډه کې د ترافیکي چارو د تنظیم، د ترافیکي اصولو د رعایت او د ترافیکي پېښو د کموالي په اړه هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه.

د غونډې په پای کې د ترافیکي چارو د ښه والي، د ښاري ګڼه‌ګوڼې د کمولو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو سره لیدنه وکړ

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ١٤٤٧/١١/٣٠ هـ ق نیټه، د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسولینو او اعضاوو سره چې د بهرنیو چارو وزیر، او یو شمېر نور علماء کرام او مسولین هم شتون درلو، لیدنه وکړه.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته د قرانکریم او سنتو په رڼاکې تفصیلي وینا وکړه، د پروان او کاپیسا د علماوو شوراګانو فعالیتونه یې وستایل او زیاته یې کړه چې اوس د علماوو لپاره ښه موقع ده چې د خلکو په ښه ذهنیت جوړلو او د دیني پوهاوي په برخه کې ډیر کوښښ وکړي

همداراز یې زیاته کړه علماء کرام مکلف دي چې د مربوطه ولایت د خلکو د شرعي ستونزو په حلولو کې هڅه وکړي.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته په خطاب کې وویل، کوښښ وکړئ خپلمنځي اتحاد او اتفاق نور هم محکم کړئ، د علماوو اتفاق د امت د اتحاد او اتفاق سبب ګرځي.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دوی ته د فقهي مجالسو اهمیت بیان کړ او زیاته یې کړه چې کوښښ وکړئ فقهي مجالس جوړ شي، په فقهي مجلسونو کې د حق اظهار کیږي، د فقهي مسائلو په ښه توګه تحقیق کیږي او د علماوو تر منځ اتفاق او محبت په کښي پیدا کیږي.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، الله جل جلاله د علماءکرامو سره ډیر عظیم احسان کړی دی، چې الله پاک دیني علم ورپه برخه کړی دی، دیني علم یو مقدس صفت دی او علماء کرام په ځمکه کې د الله پاک امینان دي او د رسولانو او انبیاء کرامو علیهم الصلوة و السلام وراثت علماءکرامو ته سپارل شوی دی، ترڅو د خلکو دیني رهنمایي او لارښوونه وکړي، د تاریخ په اوږدو کې علماء کرامو د الله جل جلاله د دین او شریعت د حفاظت په لاره کې په استدلال او توره دواړو باندي قربانۍ ورکړې، د دین د نشر او د اشاعت په لاره کې یې کتابونه، رسالې، شرحي او تفسیرونه تحریر او تصنیف کړي دي او د علم نشر یې کړی دی، د الله جل جلاله د شریعت عملي کول او په عملي ډول یې په احسنه طریقه خلکو ته بیانول د علماوو مسؤلیت دی او خلکو ته د شریعت په رڼا کې لار ښوونې کول، همدا رنګه د علماء کرامو وظیفه ده چې د اسلامي امارت صادر شوي فرمانونه، خلکو ته بیان کړي، فرمانونه او قوانین دي خلکو ته ورسوي او په فرامینو دي خلک پوه کړي، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړي.

 جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل تاسو کوښښ وکړئ د اطلاعات او کلتور وزارت اړوند د جهادي اثارو د ساتنې ریاست سره پوره همکاري وکړئ او د مجاهدینو د جهادي اثارو ساتنه وکړئ او معلومات یې ورسره شریک کړئ، د شهیدانو پر مقبرو او مشهدونو لوحې جوړي کړئ ترڅو یې یاد او تاریخ تازه وي، کتابونه او رسالې پرې ترتیب کړئ ترڅو د جهادي دور د تاریخ سره کومک شوی وي او هم د شهیدانو د قربانیو سره وفا شوې وي، د شهیدانو تاریخ او د شهادت ځایونو په ثبت کې خاصه توجه وکړئ ترڅو راتلونکي نسلونه د مجاهدینو د قربانیو تاریخ وپېژني، او کوښښ وکړئ د جهاد فضیلت او د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو د قربانیو حیثیت خلکو ته بیان کړئ، تر څو خلک خپل تاریخ هیر نه کړي.

 په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او وي به.

وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.

ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د پراختیایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراختیایي او بنسټیزو پروژو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د چین سفیر د واخان سړک د خامه چارو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې چین په افغانستان کې ګڼې پراختیایي او بنسټیزې پروژې په ښه کیفیت پلې کړې دي او په راتلونکي کې به هم د اسلامي امارت په همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

بلخوا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د چین له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د واخان سړک په بشپړېدو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د ځمکې له لارې له چین سره ونښلول شو، چې دا د دواړو هېوادونو لپاره مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

نوموړي همداراز له چین غوښتي، چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په وروسته پاتې سیمو کې د پراختیایي او بنسټیزو پروژو پلي کولو برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي، څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

ټرمپ: نه غواړم تایوان د امریکا په ملاتړ د بشپړې خپلواکۍ اعلان وکړي

د تایوان چارواکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ تر لیدنې وروسته ویلي، چې تایوان یوه خپلواکه او حاکمه سیمه ده، خو د چین او تایوان ترمنځ به اوسنی وضعیت وساتل شي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې، چې ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، نه غواړي تایوان د امریکا په ملاتړ د بشپړې خپلواکۍ اعلان وکړي.

بلخوا د چین ولسمشر شي جین پینګ ټرمپ ته خبرداری ورکړی، چې د تایوان مسئله د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ تر ټولو حساسه موضوع ده او که په سمه توګه مدیریت نه شي، ښايي د دواړو هېوادونو اړیکې له جدي خطر سره مخ کړي.

همدارنګه ټرمپ هم ویلي، چې د تایوان په اړه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او لا هم څرګنده نه ده، چې امریکا به تایوان ته د وسلو نوې بسته منظور کړي که نه.

په ورته وخت کې د تایوان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د امریکا تګلاره لا هم بدله شوې نه ده او واشنګټن له تایوان سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغان ـ ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات پیلېږي

د روسې د اوسپنې پټلۍ  شرکت ویلي، له ازبیک متخصصینو سره په ګډه د افغان ـ ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کوي.

ټولګټو وزارت وايي، د افغان ټرانس پروژه په سیمه کې مهمه پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې د افغانستان ستراتیژیک اهمیت او سوداګریزې اړیکې زیاتې او د لېږد لګښتونه کم شي.

د یاد وزارت په خبره د دې پروژې د تخنیکي مطالعاتو هوکړه لیک په کابل کې د افغانستان، اوزبیکستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی چې ژر به یې عملي چاري پیل شي.

ورته مهال اقتصادي شنونکي وایي، دغه پروژه د منځنۍ اسیا هیوادونه له جنوبي اسیا سره نښلوي او له ټرانزیټي اړخه د افغانستان لپاره مهمه ده.

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې موخه د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اوسپنې پټلۍ دهلېز رامنځته کول دي چې د اوزبیکستان ترمذ ښار د مزارشریف او کابل له لارې د پاکستان پېښور سره نښلوي.

د زونونو په کچه لېسټ‌اې سیالۍ پیل شوې

د کرېکټ‌بورډ له لوري نن (یکشنبه، د غويي ۲۷مه) د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان زونونو په کچه لېسټ‌اې یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې بندامیر، مس‌عینک، بست، سپین‌غر او امو زونونو ۵ لوبډلو ونډه اخیستې، چې د شاوخوا ۱۷ ورځو په موده کې به ټولټال ۱۶ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

د دې سیالیو ۱۳ لوبې په غازي امان الله خان او ۳ سیالۍ په نجیب الله ترکي کرېکټ لوبغالو کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سترې سیالۍ په ژوندۍ بڼه پر ملي‌سپورټ خپریږي.

بغلان کې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د وریجو د پروسس یوې کارخونې رغنیزې چارې پیل شوې

د بغلان ولایت د مرکزي ولسوالۍ د چم‌قلعه سیمې په نوي صنعتي پارک کې د شاوخوا دوه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د وریجو د پروسس د یوې کارخونې رغنیزې چارې د سیمه‌ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.

د بغلان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس قاري محمد نعیم همکار ویلي، چې دغه کارخونه د یوه کورني شرکت له لوري جوړیږي، چې بشپړېدو وروسته به سلګونو کسانو ته د مستقیم او غیرمستقیم کار زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغې کارخونې د جوړېدو موخه د کورنیو وریجو پروسس او پر تولیداتو د ارزښت زیاتول دي.

ښاغلي همکار وینا، د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د پرانیستې مراسمو پر مهال ټینګار کړی، چې سیمه‌ییزه اداره د پانګه‌والو ملاتړ کوي او د صنعت ودې او پانګونې پراختیا لپاره به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

افغان پلاوي د کازان اولسمې ناستې غړو هېوادونو له استازو سره په دوه اړخیزو اړيکو خبرې کړي

Kul-Sharif mosque in Kazan Kremlin, Russia

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ لوړپوړي پلاوي روسیې ته د سفر په ترڅ کې د «روسیه او اسلامي نړۍ» تر عنوان لاندې د کازان اولسمه ناسته کې ګډون کړی او د یاد فدراسیون د غړو هېوادونو له استازو سره یې د علمي، اقتصادي، سوداګريزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

افغان پلاوي د تاتارستان جمهوریت له ولسمشر، د یاد جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ، د فدراتیف روسیې د لومړي وزير مرستيال، د قرغېزیستان د لومړي وزیر مرستیال او نورو چارواکو سره د اسلامي امارت په عمومي پالیسۍ، اقتصادي وضعیت او هېوادونو سره د تعامل په اړه یې خبرې کړې دي.

یاد پلاوي کازان ښار کې له مېشتو افغان سوداګرو او زده‌کړیالانو سره د کتنې سربېره له  نندارتونونو څخه هم لیدنه وکړه.

دغه راز د افغان پلاوي په ګډون د اسلامي امارت او روسیې تر منځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته هم ترسره شوه.