ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1192

د کرنې او مالداري په برخه کې د پانګوالو ستونزو د حل په پار هڅې

د کرنې او مالداري سکټور د پانګوالو او متشبثینو ستونزو د حل په موخه د هڅو په دوام د کرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د کرنې او مالداري خونې له یو شمېر غړو او پانګوالو سره لیدنه وکړه او د دوی ستونزې یې واورېدې.

دا لیدنه د کرنې او مالداري وزارت او د افغانستان د کرنې او مالداري خونې ترمنځ د کرنې او مالداري په برخه کې د پانګوالو د ستونزو د حل او د کرنې وزارت او افغانستان د کرنې او مالداري خونې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د چارو تعقیب او تطبیق په موخه جوړه شوې وه.

په دې لیدنه کې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو پانګوالو په مختلفو برخو کې خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې د کرنې له وزیر سره شریکې او د حل غوښتنه یې کړې ده.

مولوي عطاء الله عمري د هېواد د کرنې او مالداري سکټور په وده او پراختیا کې د پانګوالو رول مهم بللی او یادو سوداګرو ته یې د کرنې وزارت د امکاناتو په حدودو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یوناما له مشرې سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې شوې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوناما له مشرې روزوا اتنبایوا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوحې پر وروستۍ ناسته، د همغږي کوونکي پر ارزونې او وړاندیزونو او د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ په راتلونکي تعامل خبرې اترې شوې دي.

په پيل کې مېرمن اتنبایوا د دوحې د ناستې په باب معلومات وړاندې کړي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له اړخه یې ویلي، چې له افغان حکومت سره باید سلا مشوري وشي.

اغلې اتنبایوا زیاته کړې؛ د سرمنشي له نظره باید د استازی په ټاکلو کي داسي اقدام ونه شي چې د افغان حکومت سره کار پیچلی کړي.

د یوناما مشرې ویلي؛ که ګډونوال هېوادونه سلا شي دوحه کې به لا زیاتې ناستې ترسره شي، ترڅو زموږ او تاسې ترمنځ ښه تفاهم رامنځ ته کړي او د راتلونکو ناستو په تړاو به تاسې سره پراخې سلا مشورې کېږي.

د نوموړې په وینا؛ د دوحې ناستې ګډونوالو د افغان حکومت سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی.

مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د دوحې ناسته له نږدې څارله او ولیدل شول، چې کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده.

ښاغلي متقي زیاته کړې؛ موږ هیله مند یو چي له افغانستان سره د تعامل په اړه ناستي ښې پایلي ولري.

د بهرنیو چارو وزیر د ناستو د مؤثریت لپاره دا مهمه بللې، چې کابل سره پر وخت د ټولو مسایلو په اړه هر اړخیزې سلا مشورې ترسره شي.

د وینزویلا په یوه کان کې ۲۳ کسان وژل شوي

د وینزویلا بولیوار ایالت د سروزو په یوه کان کې د ځمکې ښویېدو له امله ۲۳ کسانو ژوند بایللی.

یورګي ارسیناګا په نوم یو سیمه‌ییز چارواکي رسنیو ته ویلي، چې د بولیوار ایالت ځنګلونو کې له یاد کان څخه تر ۲۳ پورې جسدونه را ایستل شوي دي.

د راپورونو پر اساس نږدې تر سلو زیات کسان لا تر خاورو لاندې او بې درکه دي.

ویل کېږي چې دا پېښه د سرو زرو په یوه ناقانونه کان کې رامنځته شوې ده.

سیمه‌ييزو مسولینو ویلي، چې د پېښې د څېړلو په موخه یو خپلواک کمیسیون سیمې ته استول شوی او په اړه یې هر اړخیزې څېړنې پیل شوې دي.

بولیوار ایالت له برازیل سره په پوله کې د سرو زرو، الماسونو، اوسپنې، بوکسایټ او کولتان بډایه زیرمو په درلودلو سره پیژندل کیږي.

مولوي احمد الله وثيق د کازان په کوربتوب د Games of Future سياليو پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریيس مولوي احمد الله وثيق تاتارستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په جريان کې پرون چهارشنبه د تاتارستان- کازان په کوربتوب د Games of  Future  (د راتلونکي نسل  ورزشونو) سياليو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د يادو مراسمو په څنډو کې يې د روسيې او تاتارستان هېوادونو د سپورټ له وزيرانو سره هم لیدنه کړې.

د یادو سياليو په پرانيسته کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

يادې سيالۍ د فبروري پر ۲۱ پيل او د مارچ تر درېيمې پورې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې د ‍۱۰۷ هېوادونو نږدې دوه زره ورزشکارانو ګډون کړی، چې په ۲۱ سبکونو کې به سيالۍ ترسره کړي.

د راتلونکي نسل ورزشونو سيالۍ د ورزشي سياليو یوه نوې لړۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره د کازان په کوربتوب په رسمي بڼه پيليږي، په ترکيب کې الکټرونکي + کلاسيک ورزشونه شامل دي.

پوتين د يادو سياليو نوښتګر او بنسټ اېښودونکی کازان ياد کړ او هم يې ویلي؛ ورزش د دې لپاره دی، چې د هېوادونو او ملتونو تر منځ يووالی رامنځته کړي او بايد سياسي نه شي.

مولوي احمد الله وثيق د روسيې د ورزش له وزير اولګ ماتيسين او د تاتارستان هېواد د ورزش له وزير ولاديمير ليونوف سره لیدنه کړې، په دې ليدنه کې په ورزشي همکاريو او پرمختګونو خبرې شوي.

د مزارشريف ښار څخه تر ازبیکستان پورې د اوسپنې پټلۍ د بيارغونې چارې پيل شوې

د بلخ ولایت د مزارشريف ښار څخه تر ازبیکستان پوري د اوسپني پټلۍ د بيارغوني چارې د د اوسپني پټلۍ د مالي او اداري مرستيال مولوي سيد نعيم محمدي، د بلخ ولايت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادريس، یو شمېر سيمه اييزو مسولينو او د ازبیکستان هېواد د راغلي هئیت په شتون کي پيل شوې.

مولوي نورالهادي ابوادريس ویلي؛ دا د ۲۰ کلن جهاد پایله ده، چي اوسمهال په افغانستان کي د بشپړ امنیت ترڅنګ دغه ډول لوي اساسي او بنیادي پروژې پلي کيږي.

نوموړي زیاته کړې؛ بلخ د ازبیکستان سره د نژدې ولایت او ښه ګاونډي په حیث خپله دنده په ښه ډول ترسره کړې، چي د تاريخ په اوږدو کي دا دواړه هېوادونه ښې اړيکي لري او د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره دغه اړيکي لاپياوړي شوي دي.

د اوسپني پټلۍ ملي رياست اداري او مالي مرستیال مولوي سیدمحمد نعيم محمدي ویلي؛ دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې په افغانستان کې داسې سترې پروژې عملي کيږي او افغانستان د سيمي له هېوادونو سره نښلوي، ترڅو په اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او ټولنیزو اړیکو کې پراخوالی راشي.

ښاغلي محمدي د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه کړې، چي دا ډول پروژو په عملي کولو کې یې د دغه ادارې سره پوره همکاري کړې ده او هر ډول ملاتړ يې کړی.

د نوموړي په وینا؛ د اوسپني پټلۍ اداره تل هڅه کوي، څو دغه ډول نوري پروژې هم د هېواد په کچه عملي کړي، ځکه د ملي سوداګرو سوداګري توکي د انتقال لپاره ښه اقدام دی.

د بلخ ولايت د اوسپني پټلۍ ادارې ریيس مولوي شيفق الله محمود ویلي، چي د دغه تړون له يوه ازبیکستاني شرکت سره د شپږ ميليونو او ۳۰۰ زرو ډالرو په ارزښت شوی، چې د دریو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخيستنې وسپارل شي.

نوموړي د دغه پروژې اوږدوالي ۷۵ کيلومتره ياد کړی، چې د مزارشريف ښار د هوایي میدان څخه تر ازبیکستان هېواده پوره بيارغول کیږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۰/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۴۶۰ خوراکه ډوډۍ او ۲۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۷۰۳ تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۵ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، یو تن حافظ، ۲تنه دیني عالمان، ۱۹ تنه غریبکار او ۱۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۴۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۱۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۸۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۳تنه حافظان، ۱تن دیني عالم، ۳۳ تنه غریبکار او ۱۶ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــا

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په پکتیا کې ۵۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۵۵۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۶۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۵۸ تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۲۰۴ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۲۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۶۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۵۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په هرات کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په هرات کې ۳۲۹ تنه کډوال تداوي شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۰۷ کورنۍ ۴۶۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۱ کورنۍ ۶۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۱۳۷ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۳۶کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۱۳۵۶ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۲۳۸ عدده

د ټولګټو سرپرست وزیر نیمروز او هلمند ولایتونو کې د یاد وزارت له کاري پروژو څخه لیدنه کړې

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د ياد وزارت یو شمېر مرکزي او تخنیکي رییسانو په ملتيا جنوب غربي او غربي ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې نیمروز او هلمند ولایتونو ته هم سفر کړی او په دغه ولایتونو کې یې د یاد وزارت ترکارلاندې پروژو څخه له نږدې لیدنه کړې.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر لومړی نیمروز ولایت ته تللی او په دغه ولایت کې یې د وریښمو له بندر، سرشیله او چخانسور پُلونو، د زرنج – دلارام مسیر او یو شمیر نورې تر کار لاندې پروژو څخه د لیدنې ترڅنګ د نیمروز ولايت د ټولګټو رياست کار کوونکو سره هم لیدنه کړې او هغوي ته یې لار ښوونه کړې، چې د پروژو د کار چټکتیا او د خلکو ترانسپورتي ستونزو ته دي جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د پروژو کار ژر ترژره بشپړ او د خلکو ترانسپورتي ستونزې حل شي.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د خپل کاري سفر په بهیر کې هلمند ولایت ته هم سفر کړې او د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس او پرسونل سره یې د لیدو سربیره په دغه ولایت کې د کابل – کندهار لویې لارې له یوې برخې څخه هم لیدنه کړې او د یاد ولایت پرسونل ته یې د کار د چټکتا، غوره کیفیت او ښه والي په اړه لازمې لارښونې کړي.

د يادونې وړ ده؛ په ياد سفر کې د تولگټو وزارت تخنیکي پلاوي د يادو ولایتونو له مالي او تخنیکي څانگو څخه لیدنه او ارزونه کړې او د یادو برخو کار کوونکو ته يې د کار د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې کړي دي.

کرېکټ؛ افغانستان سریلانکا ته په درې منډو ماته ورکړه

د افغانستان او سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې افغانستان سریلانکا ته په درې منډو ماته ورکړه او یاد هېواد ته یې خپل سفر په بریا سره پای ته ورسوه. 

افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د دریم ځل لپاره د لوبې پچه وګتله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې پیلیزو توپوهونکو رحمن الله ګربز او حضرت الله ځاځي خورا ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۸۸ منډو ملګرتیا وکړه.

رحمن الله ګربز په ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو کې خپله اوومه نیمه سلیزه بشپړه کړه او د افغان لوبډلې په ګټه یې ۷۰ منډې جوړې کړې. 

دغه راز حضرت الله ځاځي په ۲۲ توپونو ۴۵ چټکې منډې جوړې کړې.

د نوموړي ترڅنګ عظمت الله عمرزي ۳۱ او ځوان ښي لاسي توپوهونکي محمد اسحاق، چې د افغانستان په ګټه یې خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کوله، ۱۶ چټکې او ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې پر مټ یې افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د خپلو پینځه لوبغاړو په زیان سره ۲۰۹ جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه. 

کوربه لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه، خو لوبغاړي یې په مکرر ډول د افغان توپ اچوونکو ښکار شول او دې ته پرېنښودل شو، چې یاد هدف ترلاسه کړي.

د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي خورا ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.

دغه راز نور احمد، فرید او قیس احمد هم د افغان لوبډلې په ګټه یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او د افغان لوبډلې په بریا کې یې رغنده رول ادا کړ. 

کوربه لوبډلې ته په وروستیو شپږو توپونو د ۱۹ منډو اړتیا وه، خو د افغان لوبډلې چټک توپ اچوونکي وفادار مومند له دغو منډو دفاع وکړه او افغان لوبډلې د ۳ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه.

رحمن الله ګربز چې په دغه لوبه کې یې د افغان لوبډلې په ګټه ۷۰ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

په دې بریا سره سریلانکا ته د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد ،چې کوربه لوبډلې پکې یوازېنۍ ټېسټ، درې نړیوالو یو ورځنۍ او د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دوه لوبې په خپل ګټه پای ته ورسولې. 

افغان لوبډله به سبا د متحده عربي اماراتو په لوري وخوځېږي، چېرې به چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د کب میاشتې په نهمه نېټه د ایرلنډ پر وړاندې د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر او د ترکمنستان سفیر لیدنه؛ د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو په ګډې همکارۍ خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان سفیر خواجه غوضوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا او سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ او د نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې شوي.

د عامې روغتیا ښاغلي سرپرست وزیر له افغانستان سره د ترکمنستان هېواد د همکاریو قدردانی کړی او د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د درملو او طبې تجهیزاتو د سوداګرۍ، ناروغانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو روغتیايي برخو کې د دې هېواد د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې کړې.

د ترکمنستان سفیر له افغانستان سره د دې هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یو نوي روغتیايي مرکز له جوړلو خبر یې ورکړی.