ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1193

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: په تېره ۲۰ کلنه مبارزه کې د ځوانانو هڅې د ستایلو دي

‎د ریاست الوزرا‌ سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د ۲۲ ناحیو او ۱۴ ولسوالیو د ځوانانو شورا له غړو سره لیدنه کړې.

‎د دې شورا غړو ویلي؛ په تېره اداره کې له غربه راغلو ځوانانو حکومتي واګې په اختیار کې درلودې، چې نه له افغاني او نه اسلامي ارزښتونو او احکامو خبر و او نه یې هم ملي ګټو ته وفاداري درلوده.

‎د هغوی په وینا، په تېرو ۲۰ کالو کې د خلکو په ذهنونو هم یرغل شوی؛ خو د اسلامي امارت په ټینګښت سره په هېواد کې ژمنو او مسلمانو ځوانانو ته پاملرنه ډېره شوې ده.

یادو ځوانانو خوښي ښودلې، چې د اسلامي امارت د مؤولینو دروازې د ځوانانو پر مخ پرانستي دي.

‎نوموړو دغه راز د ځوانانو پر وړاندې له شته ستونزو یادونه کړې او ویلي يي دي؛ چې امارت دې د بېکارۍ او بې روزګارۍ له امله بهر ته د تلونکیو ځوانانو مخه ونیسي او په کور دننه دې ورته د کار زمینه برابره کړي.

‎دغو ځوانانو اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام یاد کړی او ورسره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

‎ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په تېره ۲۰ کلنه مبازره کې یوازې د مدرسو فارغو ځوانانو نه بلکې د افغانستان ټولو ځوانانو ډېره قرباني ورکړې او فعاله مبارزه یې کړې ده او اوس هم په اسلامي امارت کې تر ډېره ځوانان فعاله ونډه لري. 

سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د ځوانانو دی او ځوانان د اسلامي امارت دي او د ستونزو حل ته به یې ځانګړې پاملرنه وشي.

‎ مولوي عبدالکبیر ویلي، اوس په هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی، فساد ختم شوی او په هېواد کې یو ازاد او خپلواک نظام حاکم دی، چې قومي، ژبني او سمتي توپيرونه پکې ځای نه لري او د اهلیت او علمیت پر بنسټ پکې ټاکنې کېږي.

‎د نوموړي په وینا، اسلامي امارت له نړیوالو سره خپلې اړیکي د متعادل سیاست له مخې تنظیموي او دا مهال په بهرني سیاست کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دوحې ناستې په اړه ویلي، د اسلامي امارت معقولې او پر ملي منافعو ولاړې غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه پرېکړه وه.

‎نوموړي زیاته کړې؛ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې تقریبا نهه سوه تنه شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي او په نېږدې راتلونکې کې به نور مطرح او مهم شخصیتونه هم هېواد ته را وګرځي.

‎ مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د اسلامي امارت غېږه د ټولو افغانانو پر وړاندې خلاصه ده او ټينګار یې وکړ، چې ټول افغانان دې په هېواد کې د عزت او ارامۍ ژوند ته را وګرځي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.

دا ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ ژبې د هېواد د ښکلا او یووالي استازولي کوي او اسلامي امارت به د هغو ژبو پیاوړتیا ته پام وکړي، چې له پامه لوېدلې دي.

نوموړي له لیکوالو او ښکېلو بنسټونو غوښتي، چې د ژبې بډاینې په برخه کې لاس ورسره یو کړي.

ورته مهال د اطلاعاتو او کتلور وزارت کلتوري مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د ژبو پیاوړتیا په برخه کې د کار او هڅو ژمنه کړې او له نړیوالو بنسټونو يې غوښتي، چې کلتوري برخه دې له سیاست څخه لېرې وساتي.

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي بیا د ملي ژبو پر زده کړې د ټینګار ترڅنګ وړانديز کړی، چې له پامه لوېدلو ژبو ته دې نصاب جوړ او ووېشل شي.

په یاده غونډه کې د نورستاني، ازبکي، منجاني او نورو ژبو لیکوالو او استازو هم ګډون کړی و او له اسلامي امارت څخه یې د یادو ژبو د پياوتیا برخه کې د کار غوښتنه وکړه.

له دې وړاندې د ریاست الوزرا په لارښوونه د کورنيو ژبو ګډ کمیسیون جوړ شوی، چې موخه یې د ژبو پیاوړتیا او مهذب کول دي.

د کرنې سرپرست وزیر او د ایران د دولتي او سوداګریزو مسولینو لیدنه؛ افغانستان کې د ایراني پانګوالو د پانګونې لېوالتیا په اړه خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي، د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال ابوالفضل چمندي او د ایران د کرنې جهاد وزارت کې د خپلواکۍ جهاد ادارې مدیر همتي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې ایراني پلاوي په افغانستان کې د کار او پانګونې په برخه کې د ایران د حکومت او پانګوالو د لېوالتیا په اړه خبرې کړي.

د ایران د کرنې وزارت اجراییوي مدیر د مالدارۍ، کرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ، ښوونې او روزنې، د څارویو د نسل اصلاح او لبنیاتو د پروسس په برخو کې د پانګونې لپاره د ایران د چمتووالي په اړه خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې په دغو برخو کې د عملي کار پیل ته چمتو دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې د کار لپاره د مناسب فرصت د شتون او په دې برخو کې د کار پر اړتیا خبرې کړي او ویلي يي دي؛ موږ تل خپلو ایراني ملګرو ته په خپلو ناستو کې ویلي، راځئ په ګډه کار وکړو، ځکه افغانستان په نړۍ کې بې سارې امتیازونه لري.

مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ دا چې تاسو له ۱۰۰ کلونو څخه زیات وخت کېږي، چې خپله خپلواکي مو اخیستې او کار مو کړی، په همدې موخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زموږ په پرتله ډېر پرمختګ لرئ، موږ په دې وروستیو کې خپلواکي ترلاسه کړې، اړتیاده چې په ګډه کار وکړو او ستاسو له تجربو څخه کار واخلو ترڅو موږ هم په دې برخو کې پرمختګ وکړو.

نوموړي زیاته کړې، موږ همکارۍ ته چمتو یو، که تاسو کار کولو ته چمتو یاست، ستاسو د کار ګټه به دواړو هېوادونو ته ورسېږي.

اقتصادي معاونیت د خواف-هرات څلورمې قطعې د دویمې برخې پروژې طرحه منظور کړه

اقتصادي معاونیت د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې ۴۷ کیلو متره پروژې د مالي تمویل او تدارکاتي چارو د پیل وړانديز طرحه منظور کړه.

د اقتصادي معاونیت تخنيکي کميټې د خواف-هرت د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې پروژې ودانیزو چارو د مالي تمويل او تدارکاتي پړاوونو د پیل په اړه د اوسپنې پټلۍ ادارې له لورې په چمتو شوې طرحه خبرې کړي.

افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري د اقتصادي معاونیت د تخنيکي کميټې ياده پرېکړه ستایلې او ډاډ یې ورکړی، چې د دې لویې بنسټیزې پروژې په بشپړیدو او يادې کمېټې تر هر اړخيزې څېړنې او ارزونې وروسته پرېکړه کړې، چې د راتلونکي ۱۴۰۳هـ.ش. کال په پيل کې دې د يادې پروژې تدارکاتي چارې پیل شي.

د دې پروژې په ګټه اخیستنې سره به د اوسپنې پټلۍ ادارې د خدمتونو او عوايدو کچه لوړه او د سوداګریزې برخې د پراختيا او ګڼو کاري فرصتونو په رامنځته ته کولو کې به خورا مهم رول ولوبوي.

د يادونې وړ ده، چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې ټوټې دويمه برخه ټولټال ۴۷ کيلومتره اوږدوالی لري، چې له رباط-پريان څخه پيل او ترهرات هوايي ډګر پورې غځيږي.

دا چې یاده پروژه هرات هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټی سره وصلوي، د سیمه ایز اتصال او ملي عوایدو په لوړولو کې له خورا مهم ټولنیز او اقتصادي ارزښت څخه برخمنه ده، چې اوس مهال یې تخنیکي او د ډیزاین چارې بشپړې شوي دي.

د سیاسي کمېسیون غونډه؛ د افغانستان او سیمې پر وضعیت، د دوحې پر ناسته او په ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوي

سیاسي کمېسیون د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ غونډه کړې.

په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت، دوحې ناستې او په اجنډا کې پر شاملو یو شمېر نورو موضوعاتو بحث شوي.

دغه راز د پسرلي په راتلو سره په هېواد کې د نیالګیو کېنولو په اړه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې پر طرحې هم خبرې شوي.

د کابينې د پرېکړې له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دغه طرحه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د چارو ادارې عمومي رياست له لوري له بیا ارزونې وروسته، د بحث لپاره سیاسي کمېسیون ته وړاندې شوه.

په دې طرحه کې، په هېواد کې د زرغونې سیمې پراختیا، د نیالګیو کېنول او د اوبو مهارول شامل دي.

د سیاسي کمېسیون په دې غونډه کې، د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم لازم تصميمونه نیول شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۹/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې شپږ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۴۶۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۳۹۶ تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۱۶ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، یو تن د لیسانس سند لرونکی، یو تن ماسټر، یو تن حافظ، ۲۸ تنه غریبکار او ۱۸ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۷۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې نهه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۷۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۷۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه حافظان، ۴تنه دیني عالمان، ۲۲ تنه غریبکار او ۱۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۱۳۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې څلور کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه څلور کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.    

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۶۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۳۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۵۵تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۲۶۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۵۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۴۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په هرات کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۸۷تنه کډوال تداوي شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱ تنه و، لغمان، پروان، تخار، کندوز، خوست ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۲۱ زره افغانۍ شوې ده. 

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۶۳ کورنۍ ۶۳۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۳۴ کورنۍ ۱۸۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۵۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۹۷کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۹۹۵ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۱۷۳ عدده

امریکا یو ځل بیا غزه کې د اوربند طرحه ویټو کړه

د الجزایر له لوري په غزه کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو او اوربند په موخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوې طرحه د امریکا له لوري وېټو شوه.

یادې طرحې ته د چین، روسیې او فرانسې په ګډون ۱۳ هېوادونو د تایید رایه ورکړه.

برېتانیا په دې غونډه کې له رایې کارونې ډډه کړې او امریکا یوازینی هېواد و، چې یو ځل بیا یې غزه کې د اوربند طرحه ویټو کړه.

دا درېیم ځل دی، چې امریکا غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنې اړوند د امنیت شورا پرېکړه لیک ويټو کوي.

الجزاير د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د اوربند لپاره د پرېکړه ليک مسوده جوړه او امنيت شورا ته يې وړاندې کړه.

د راپورونو پر اساس په دې پرېکړه لیک کې د فلسطیني وګړو جبري بې‌ځایه کېدل غندل شوي او د نړیوال قانون څخه د سرغړونې پای ته رسول او د ټولو یرغمل شویو د خوشي کولو غوښتنه پکې شوې ده.

امریکا بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د یوه داسې پرېکړه لیک لپاره مسوده وړاندې کړې، چې په غزه کې د موقت اوربند غوښتنه پکې شوې.

غزه کې روان وضعیت د ناورین تر کچې رسېدلی او اسرائیلو ته د رفح په ښار د عملیاتو نه کولو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

رفح ښار کې اوسمهال نږدې یو میلیون بې‌ځایه شوي فلسطینیانو پناه اخیستي، چې د غزې د نفوس نږدې نیمايي برخه تشکیلوي.

په دې ښار کې پناه اخیستلو ته اړ شوي کسان له خورا بد بشري وضعیت سره مخ دي، په کېږدیو یا موقت پناه ځایونو کې ژوند کوي او پاکو خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه‌راز ډېری نړیوالو سازمانونو اعلان کړی، چې د دې سیمې اوسېدونکي د خوړو له کمښت سره مخ دي او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او تقریباً ټول ماشومان له ضد عفوني ناروغیو څخه کړېږي.

د مولوي احمد الله وثیق او د تاتارستان د سپورټ مرستیال وزیر لیدنه؛ په ورزشي همکاریو خبرې شوي

د ورزش ادارې لوی رییس مولوي احمد الله وثیق د تاتارستان هېواد په پلازمېنه کازان کې د یاد هېواد د سپورټ وزارت له مرستیال وزیر خلیل او د تاتارستان هېواد د المپیک کمېټې له مشر منصور مراد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه د دواړو اړخونو له لوري د ورزش په پرمختګ او ورزشي همکاریو خبرې شوي.

د یاد هېواد د سپورت وزارت مسولينو ژمنه کړې، چې د افغانستان د ورزشکارانو د ښې ودې او د مربیانو د روزنې په برخه کې به لازمه همکاري وکړي.

دوی ویلي؛ موږ تیار يوو، د افغانستان د ورزش په برخه کې روزونکو ته معياري روزنه ورکړو او د سپورټ د برخې افغان محصلینو ته د کازان په ورزشي پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره کړو.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر ملا عبدالواسع: نړیوال اوس د افغانستان له واقعیتونو خبر شوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریيس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ملا عبدالواسع د خیمپروم سرویس نړیوال شرکت رییس میخایل الکساندرویچ مالچنوف او د ګیدرو ماش نړیوال شرکت رییس سید امین سید محمد ویچ سره لیدنه کړې.

د روسیې هېواد د یادو شرکتونو استازو د امارتي ادارو د مسولینو له چلند او ملیمه پالنې څخه خوښي څرګنده کړې.

د خیمپروم سرویس نړیوال شرکت ریيس لیوالتیا ښودلې، چې د کابل ښار کثافاتو ټولولو او پروسس، په کابل کې د ۱۳۰ میګا واټ برښنا د تولید په ظرفیت د ۱۴ توربینونو نصبولو او د برښنایي حکومتولۍ په موخه د سیستم جوړونې په برخو کې، پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د کابل ښار کثافات به د راټولولو او پروسس په پایله کې په ګاز، برق او سرې (کیمیاوي کود) تبدیل او له امله به یې 4200M3 ګاز او په لویه کچه کیمیاوی کود تولید شي.

د ګیدرو ماش نړیوال شرکت ریيس ویلي؛ له پینځه زره ډولونو د ډیرو پمپونو د تولید وړتیا لري او  په ۶۲ هېوادونو کې ټکنالوژیک خرڅلاو ترسره کوي.

نوموړي لیوالتیا ښودلې، چې د افغانستان په کچه ټولو ولایتونو، ښارونو او کلیو کې د څښاک اوبو رسونی، د نفتو رااېستلو او تصفیې په برخو کې پانګونه وکړي.

همدارنګه دواړو شرکتونو خپلو امکاناتو ته په پام په افغانستان او روسیه کې د افغان متخصصینو روزنې ته چمتووال ښودلی.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ نړیوال اوس د افغانستان له واقعیتونو خبر شوي، اسلامی امارت د خلکو د ژوند او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي.

موږ د ټولو هېوادونو سوادګرو او پانګوالو سره مثبت تعامل غواړو، لازم شرایط او اسانتیاوي ورته برابروو او ملاتړ یې کوو.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړې؛ ستاسو وړاندیزونه خورا ښه دي د برښنا، ګاز تولید ټکنالوژیکي اسانتیاوې او د څښاک اوبو رسونه د افغانستان لپاره ډېرې مهمې برخې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ټولو ولسونو غوښتنو ته ځانګړې پاملرنه لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن دوو بېلابېلو ناستو کې د اهل تشیع له یو شمېر قومي مخورو او علماوو او همدارنګه په لوګر کې مېشت د دادیخیلو قوم له مشرانو سره لیدنه کړې.

په لومړۍ ناسته کې د اهل تشیع علمای کرامو د اسلامي امارت لخوا د هزاره وګړو غوښتنو ته د رسېدو او له هغوی سره د همکارۍ له امله مننه کړې او ویلي يي دي؛ د تېرو ناستو په پایله کې د حکومت او قومونو ترمنځ د همکارۍ ښه باب پرانیستل شوی او پر وخت د ستونزو د حل له امله د دوی خلک راضي او خوښ دي.

د اهل تشیع قومي مشرانو یادونه کړې، یو شمېر کړۍ له بهره په منفي تبلیغاتو غواړي د افغانستان وضعیت ناسم وښيي؛ خو د اسلامي امارت له مشرانو سره ناستې، د ولس او حکومت د نږدې اړیکو څرګندويي کوي او پر حکومت د خلکو باور په ډاګه کوي.

په دغه ناسته کې د اهل تشیع علماوو په څو لیرې پرتو سیمو کې د ځینو ستونزو د حل په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغان علما او قومي مشران د حکومت او ملت تر منځ د اړیکو پیاوړي ادرسونه یاد کړي او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت د اهل تشیع علماوو له همکارۍ خوښ او مشورو ته یې په درنه سترګه ګوري.

نوموړي زیاته کړې؛ حکومتي ادارې د خلکو په چوپړ کې دي او ډاډ یې څرګند کړی، چې د اهل تشیع وګړو غوښتنو ته به د تېر په څېر رسېدنه وشي.

همداراز په یوه بله ناسته کې د لوګر دادیخيلو قومي مشرانو د هغوی په سیمو کې د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز حالت خبرې کړي او له سیمه ییزو ادارو سره یې د تل پاتې همکارۍ یادونه کړې.

د دادیخیلو قومي مشرانو همدارنګه په خپله سیمه کې د جامع جومات او دینې مدرسې د رغولو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزار سیاسي مرستیال ویلي؛ حکومت خپلو امکاناتو ته په پام د ټولو ولسونو غوښتنو ته پاملرنه کوي او اړونده ادارې به د دادیخیلو د اوسېدونکو ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.