غزه کې ستر بشري ناورین؛ یونیسف د ماشومانو د دوه برابره مړینې خبرداری ورکړی
غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو او وحشت په دوام ملګرو ملتونو پرون غزه تړانګه کې د سختې لوږې او خلکو تر منځ د خوارځواکۍ خپرېدلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د خوراکي توکو کمښت به یو ستر بشري ناورین رامنځته کړي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو نږدې پینځو میاشتو له پوره کېدو سره سم ډېری نړیوالو سازمانونو اعلان کړی، چې د دې سیمې اوسېدونکي د خوړو له کمښت سره مخ دي او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او تقریباً ټول ماشومان له ضد عفوني ناروغیو څخه کړېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، چې غزه کې بشري ناورین به د ماشومانو مړینه دوه برابره کړي.
د یونیسف او خوړو او روغتیا نړیوالو سازمانونو د شمېرنو پر اساس غزه کې ۹۰ سلنه له پینځو کلونو کمعمره ماشومان په یوه یا څو ضد عفوني ناروغیو مبتلا دي.
له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنۍ برخې مسول وايي، چې لوږه او ناروغۍ د غزې د خلکو ژوند ګواښي. دغهراز وږي او کمزوري ماشومان چې له رواني ستونزو سره هم مخ دي، له ټولو زیات زیان منونکي دي.
د روان زېږدیز کال تېره جنوري میاشت کې د ملګرو ملتونو د ارزونې پر اساس د غزې ۱۵ سلنه له دوو کلونو کمعمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ او په بشپړ ډول له بشري مرستو محروم وو، چې دا وضعیت اوس څو چنده بدتره شوی دی.
د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس؛ د غزې شمال کې اوسېدونکي هېڅ خوراکي توکي نه لري او ځینې یې د حیواناتو د واښو لپاره کارېدونکې غلې دانې میده کوي او د ژوندي پاتې کېدو په موخه ځان ته اوړه ترې جوړوي، خو اوس دا زېرمې هم په خلاصېدو دي.
ځینو بیا د څښاک او مینځلو د اوبو پیدا کولو لپاره کیندنې پیل کړې. یو شمېر اوسېدونکي یې د اسرائیلو له لوري د بمبار شویو ودانیو په کڼدوالو کې د اوبو د نلکیو موندلو هڅه کوي، تر څو د څښاک اوبه ومومي.
غزه کې مسولین وايي، چې پر ملکیانو د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د لوږې خطر په ډېرېدو او مخنیوی یې ستونزمن دی.
دوی زیاتوي، چې فلسطیني کورنۍ په دوو ورځو کې یو وخت په نیمه ګېډه ډوډۍ خوري او حتا د خوراک لپاره په بازار کې واښه هم نشي پیدا کولای.
صهیونیستي اشغالګرو غزه تړانګه او په ځانګړي ډول شمالي برخه په ټینګه محاصره کړې او د غزې بېکوره خلکو ته د هېڅ ډول بشري مرستو د لېږلو اجازه نه ورکوي.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل څخه تر اوسه له ۲۹ زرو زیات کسان شهیدان او له ۶۹ زرو زیات بیا ټپيان شوي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: موږ چمتو یوو، چې د خبرو له لارې د ټولو هېوادونو اندېښنو ته ځواب ورکړو
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ویلي، جاپان او افغانستان اوږدې تاریخي اړیکې لري او هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو د پراختیا لپاره لېوالتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو په جوړښت او نېږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.
د جاپان سفیر دغه راز له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو له دوام ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیايي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړنې په برخو کې پروژې پلی کړي.
د جاپان سفیر ویلي؛ په دوحه کې د ملګرو ملتونو ناسته د افغانستان او نورو هېودونو د تعامل لپاره یو ښه فرصت و او زیاته کړې یې ده، د افغانستان لپاره مهمه ده چې په دې ډول راتلونکیو ناستو کې ګډون وکړي.
د نوموړي په وینا، افغانستان او ملګري ملتونه دواړه باید مثبت ګامونه واخلي څو رسمیت پېژندنې ته لار پیدا شي.
کورومیا ویلي؛ نه یوازې جاپان بلکې ټول هېوادونه پوهېږي، چې افغانستان په تېرو دو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، په افغانستان کې واحد نظام حاکمیت لري او اړتیا ده او سرتاسري امنیت تامین دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له افغانستان سره د جاپان له بشري مرستو څخه مننه او په دوام یې ټینګار کړی.
نوموړي ویلي؛ جاپان تل په افغانستان کې له سولې، ثبات او پراختیا ملاتړ کړی او اړتیا ده، چې د افغانستان د بنسټونو په رغولو او پراختیايي پروژو پلي کولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د ټولو افغانانو لپاره خدمات وړاندې کوي، دا مهمه ده چې ټول افغانان له مرستو او دولتي خدمتونو برخمن شي او ټول افغانان په حکومت کې شامل دي.
د نوموړي په وینا؛ د اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې افغانستان به هیچا ته هم د ګواښ په توګه مطرح نشي او نه به چاته اجازه ورکړي چې افغانستان د چا پر ضد وکاروي.
هغه ویلي؛ اسلامي امارت په خپلو شرایطو چمتو و، چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي، خو د ناستې تنطیموونکو دغه فرصت له لاسه ورکړ، خو دا له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنی نه ده.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د راتلونکي ناستې لپاره د خبرو اترو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د اعلان ته په ښه نظر ګوري او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او معنا لرونکی ګډون ولري.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په ډیالوګ باور لري، او غواړي هره ستونزه د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي ویلي، موږ د ټولو هېوادونو اندېښنو ته احترام لرو او چمتو یوو چې د خبرو له لارې یې اندېښنې ځواب کړو.
ډاکټر قلندر عباد: د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د هېواد ټولو سیمو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د ځدرانو قوم له مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو، د ولسوالۍ په کچه د روغتونونو او د تېر په پرتله د ولسونو روغتیايي ستونزو ته د ښې او معیاري رسېدنې اړوند بحث او خبرې شوي.
د ځدرانو قوم مخورو د خپلې سیمې روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.
دوی ویلي، د تېر په پرتله یې اوسمهال غږ اورېدل کېږي او روغتیايي ستونزو ته یې رسېدنه کېږي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر ډاډ ورکړی، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد ټولو نږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
سرپرست وزیر ویلي، راتلونکي کال کې به ګڼ شمېر د ولسوالۍ په کچې روغتونونو جوړ شي.
د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي – اقتصادي مطالعاتو د پیل پریکړهلیک لاسلیک شو
ازبیکستان ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د سفر په جریان کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو (Feasibility Study) د پیل اړوند مهم پریکړه لیک د افغانستان، ازبیکستان او متحده عربي اماراتو د مسولینو له لوري لاسلیک شو.
دغه پریکړه لیک، چې د افغانستان له لوري ښاغلي شرافت، د ازبیکستان له لوري د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزیر میرزا موئین اوغلي او د متحده عربي اماراتو له لوري د (ADL Ulanish) شرکت رییس الانیش لاسلیک کړ، په اساس به یې یاد شرکت د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي، اجتماعي او اقتصادي مطالعات(Feasibility Study) په خپل مالي لگښت ترسره کوي او د دغه مطالعاتو نتایج به د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان هېوادونو له لوري په دغه مهمه پروژه کې د پانگونې د جذب په موخه له نړیوالو مالي بنسټونو، هېوادونو او سوداگرو سره شریکوي.
همدارنگه دغه مراسمو کې وپتیل شوه، چې سبا ورځ به د افغانستان، ازبیکستان او عربي متحده اماراتو استازي په تاشکند ښار کې په آنلاین ډول د دې پروژې په اړه له پاکستاني او قطري چارواکو سره خبرې وکړي.
یاده دې وي چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ مهمه پروژه، چې د افغانستان له خاورې په تېرېدو د اوسپنې پټلۍ له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي، له مزارشریف څخه پیل او د ۶۴۷ کیلومتره په اوږدوالي له سمنگان-بغلان – بامیان – میدان وردگ- لوگر او پکتیا ولایتونو څخه په تیریدلو سره د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پاکستان هېواد سره نښلي.
دغه پروژه له کلونو راهیسې تر بحث لاندې وه، چې تر فتحې وروسته یې ابتدایي سروې د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونو له لوري په بریالیتوب سره ترسره، د اسلامي امارت کابینې له لوري یې لوری تایید، د چارو د پرمختگ لپاره یې یو کلن عملیاتي پلان لاسلیک او ابتدایي مطالعات (Pre- Feasibility Study) ترسره شوه، چې په واضح ډول د دې مهمې پروژې د عملي کېدو اړوند د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او په ټوله کې د اسلامي امارت ژمنتیا او جدیت ښیي.
همدارنگه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره یو ځل بیا هېوادونو، نړیوالو مالي بنسټونو او سوداگرو ته بلنه ورکوي، څو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانگونه وکړي او خپله دنده بولي چې پانگوالو ته د پانگونې په موخه اړین تسهیلات رامنځ ته کړي.
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ په یو شمېر اقتصادي موضوعاتو خبرې شوي
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۳۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یو شمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې شوي.
په غونډه کې د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې الکوزي شرکتونو ګروپ ته په قرارداد د ځمکې ورکړې پر موضوع بحث شوی.
تر بحث وروسته د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ د ترانسپورټ، عدلیې، سوداګرۍ، اقتصاد، مالیې، کرنې وزارتونو او د چارو ادارې اړوند ملي تدارکاتو ریاست له استازو څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو یاد قرارداد له سره وارزوي او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
په دغه ناسته کې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې پروژې د دویمې برخې د جوړولو پر مالي تمویل او تدارکاتي پړاوونو خبرې شوي.
تر هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې د دې پروژې تدارکاتي چارې دې د ۱۴۰۳ لمریز کال په سر کې پیل شي.
همدارنګه په غونډه کې د کارګرانو د ملي اتحادیې د جایدادونو، اساسنامې، د جوازونو ورکړې او مدیره پلاوي د ټاکلو په اړه تصمیم نیول شوی، چې موضوع دې د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د وروستي تصمیم په پار، اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د دوشنبې ورځ، د ۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۳۰/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۳۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۶۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تورخم کې ۱۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۳۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۵۶۵ تنه کډوال تداوي شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، نهه بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې۱۲تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د لیسانس سند لرونکي، یو تن حافظ، څلور تنه دیني عالمان، ۱۴ تنه غریبکار او ۲۱ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۵۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۲۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۲ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د سپین بولدک څخه ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵تنه و، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۵۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۳۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۲۰۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۷۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۱۹۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، دوه تنه حافظان، دوه تنه دیني عالمان، ۵۲ تنه غریبکار او نهه تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۶۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
پکتیــــکا
آنګور اډې لار
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۲۰۸۸مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۸۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۶۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په نیمروز کې ۲۴۵تنه کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۲۹۸ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۴۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې ۴۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۲۹ کورنۍ ۴۹۰ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۹ کورنۍ ۵۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۶۳ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۵۱کورنۍ
تداوي شوي کډوال: ۹۸۰ تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۷۶ عدده
دوحه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو دوې ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په مشرۍ دوحه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو دوې ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده.
په دې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو ځانګړو استازو ګډون کړی و.
ښاغلي ګوتریش دغه غونډه ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې ګډونوالو یې د افغانستان د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
“نننۍ او پرونۍ غونډه د راتلونکو ناستو لپاره ښه پیل او ډیره ګټوره وه. ملګري ملتونه به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په تړاو درېیمه ناسته هم جوړه کړي.”
د چارو یو شمیر شنونکي بیا د دوحې غونډه د پوښتنې وړ او بې ګټې بولي او زیاتوي، چې داسې غونډو کې پردیپال د افغانانو استازولي نه شي کولای.
ورته مهال کابل کې د روسیې سفارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون پرځای بللی او ویلي یې دي، چې باید د افغانستان غوښتنې منل شوې وای.
“د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون د توجه وړ ګڼو، ځکه چې د یوه مسول حکومت په توګه د افغانستان غوښتنې پکې نه وې منل شوې. د افغان چارواکو د غوښتنې سره سم روسي لوري په هغه مراسمو کې له ګډون څخه ډډه کړې، چی تش په نوم افغان فعالانو پکې ګډون کړی وو. “
ټاکل شوې وه په دې غونډه کې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي خو روسیې، چین او ایران د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل کېدل رد کړي او دغه چاره یې د اسلامي امارت له هوکړې سره تړلې، هغه څه چې د افغانستان اسلامي امارت یې له وړاندې مخالفت کړی دی.
حکمتالله نعیمي
اروپايي ټولنې غزه کې د جګړې سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل ویلي، چې د دې ټولنې ۲۶ غړو هېوادونو د بشري مرستو لپاره په غزه کې د جګړې سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې.
د یادې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له ډلې یوازې هنګري له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.
جوزپ بورل ټینګار کړی، چې د جګړې سمدستي اوربند باید د تلپاتې اوربند د رامنځته کېدو سبب شي.
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کیږي، چې اسرائیلي صهیونیستي رژیم د غزې تړانګې په جنوب او رفح ښارګوټي د سترو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
