ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1195

اسلامي امارت نورستان کې د غره ښویېدنې پیښې قربانیانو سره خواشیني څرګنده کړې

اسلامي امارت د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د واورې او غره ښوېدنې له امله د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواشیني ښودلې او ټپيانو ته یې د بیړنۍ شفا غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ ”زه په دې پېښه غمجنو کورنیو ته خپله خواشیني او غمشریکي څرګندوم، د الله تعالی له دربار څخه ‎شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتیا هیله کوم. “

نوموړي له مسولو ادارو غوښتي، ترڅو په وخت سره زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه د پیښې ځای ته د زیانمن شوو خدمت او ژغورنې په موخه استول شوي دي.

ورته مهال د دفاع وزارت اقدام کړی او د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د عبدالله بن رواحه رض څلورمې پلې لوا مسولین او منسوبین یې د هېوادوالو د ژغورلو لپاره يادې سیمې ته استولي دي.

یادو منسوبینو د دې طبعي پیښې ټپیانو ته لومړنۍ مرستې رسولي او د هېوادوالو د ژغورنې لپاره یې بشپړه هڅه کړې.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې رهبرۍ او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس لیدنه؛ افغانستان کې د اقلیمي بدلون په منفي اغیزو خبرې شوي

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس تاریه مګنوسن واتردال د چاپيریال ساتني ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد او مسلکي رییسانو سره لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې د ناروې کمېټې عمومي رییس ویلي؛ د ناروې کمېټه په افغانستان کي د غذایې آمنیت، طبیعي زیرمو او کرني په برخو کي کارکوي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د چاپېریال ساتني ملي ادارې سره ګډ کارکولوته ژمن یو، ترڅو وکولای شو په افغانستان کي د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو پروړاندي په ګډه مبارزه وکړو.

مګنوسن واتردال ویلي؛ دامهال د ناروې کمېټه د افغانستان په څو ولایتونو کي د نیالګیو ایښودولو فارمونه جوړ کړي او هڅه کوو، چي نورهم د چاپېریال ساتني په برخه کي پروژې پلي کړو.

واتردال د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس قاف ۲۸ ته په اشارې ویلي؛ افغانستان ته باید بلنه ورکول شوی وی، موږ به د چاپېریال ساتني ملي ادارې او د افغانستان له حکومت سره په ګډه د دې هېواد د خلکو ږغ پورته کړو، ترڅو په راتلونکي نړیوال کنفرانس کې چې په اذربایجان کې دایریږي افغانستان ته بلنه ورکړل شي.

په افغانستان کې د ناروې کمېټې عمومي رییس ویلي؛ ناروې هېواد به په اپریل میاشت کي د افغانستان او پاکستان په اړه د اقلیمي بدلون د کنفرانس کوربه وي اوله دې سره جوخت به په کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه د چاپیریال ساتني ملي ادارې ، نړیوالو موسسو او نورو ادارو سره به ګډه د اقلیمي بدلون یوه ګډه غونډه جوړه کړي.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد ویلي؛ دا مهال په افغانستان کي بشپړ امنیت ټینګ شوی دی موسسې او نړیوال بنسټونه کولای شي د افغانستان له حکومت سره په همږغۍ پروژې پلي او عملي کړي.

ښاغلي عابد د ناروې کمېټې عمومي رییس ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده؛ افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کي سخت زیانمن شوی، د کرني د سکتور ترڅنګ د اوبو او روغتیا برخو هم ډېر زیانمن شوي دي.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې مرستیال ویلي؛ د چاپيریال ساتني ملي اداره د هېواد په هر ولایت کي ۲۰ جریبه ځمکه لري، د ناروې کمېټه کولای شي، چي هلته د نیالیګو د قوریو په جوړولو او همدارنګه په تحقیقاتي او علمي برخوکي کار وکړي.

نوموړي د نمونموي ځنګلونو د جوړولو طرحه هم واتردال ته وړاندي کړې، چې موږ کولای شو لومړی نمونوي ځنګلونه جوړ او وروسته یې په ټول هېواد کې عملي کړو.

د کابينې ۱۷مه غونډه؛ هېواد کې د اوبو د تصفيې او ضايع کېدو مخنيوي په اړه خبرې شوي

د کابینې ۱۷مه غونډه د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ نن دوشنبه (شعبان المعظم ۸مه/ سلواغې ۳۰ مه) ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په یاده غونډه کې له اجنډا سره سم په هېواد کې د اوبو د ضايع کېدو مخنيوي په اړه هر اړخيز بحث وشو او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه ناستې او څېړنې وکړي او وروستی راپور د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اوبو د تصفيې شرکتونه دې له ښارونو لرې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفيې لپاره کار وکړي.

د بېرته راستنېدونکو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمیټې غونډه؛ راستنېدونکو سوداګرو ته د مالیاتي معافیت، د سوداګرۍ ویزو او په ورته مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي په ملتیا د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د بېرته راستنېدونکو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو کمیټې غونډه کړې.

غونډې په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د یادې کمیټې رییس نور الدین عزیزي، بېرته راستنېدونکو سوداګرو ته د اسانتیاؤ د رامنځته کولو په موخه د دې کمېټې د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړي.

د بېرته راستنېدونکو سوداګرو د تثبیب فورم د څرنګوالي، په صنعتي پارکونو کې دوی ته د ځمکو د وېش، یادو سوداګرو ته د مالیاتي معافیت او د سوداګرۍ ویزې پر موضوعاتو هر اړخیز بحثونه ترسره او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو د کمیټې د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه شریک کړي.

د تېرې ادارې د نفت او ګازو رییس هېواد ته را ستون شوی

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون له لارې د تېرې ادارې د نفت او ګازو ادارې رییس فرید الله شېرزي او څو تنو مسولینو ته، چې له بهره بېرته هېواد ته راستانه شوي، د مصؤنیت کارتونه ورکړل شوي.

راغلو کسانو د ارتباط کمېسیون له چلند او همکارۍ څخه په خوښۍ ویلي؛ هڅه کوي په بهر کې مېشتو افغانانو سره د هېواد د رښتیني انځور په شريکولو سره هغوی ته ډاډ ورکړي، چې بېرته افغانستان ته راستانه او باعزته ژوند وکړي.

دوی اسلامي امارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت له لوري د عمومي بښنې اعلان، د بنسټیزو چارو ترسره کولو او سرتاسري امنیت دوی هېواد ته ګرځولي دي.

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر راغلو کسانو ته ښه راغلاست ویلی او زیاته کړې یې ده، حکومت د هر افغان د سر او مال ساتلو پر وړاندې مسولیت لري.

د نوموړي په وینا، په ښه ډول د عمومي بښنې فرمان د پلي کېدو په موخه اسلامي امارت د ارتباط کمېسيون رامنځته کړی او همداراز د اسلامي امارت رهبري په بشپړ ډول د یاد کمېسیون د طرزالعمل پلي کېدو ته زمینه برابره کړې ده.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې څه باندې ۷ میلیارده ډالر صادرات او واردات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ چې د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې یې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، د دې ارقامو له مخې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونه او د وارداتو ارزښت ۶ میلیارده او ۲۲۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو دریو ربعو کې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۳۷۵ میلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت ۵ میلیارده او ۱۲۴ میلیونه او ۹۰۰ زرو ډالرو ته رسېده.

د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د هېواد ډېر صادراتي توکي پاکستان ته لېږل شوي، چې ټول ارزښت یې ۶۸۹ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

ورپسې هند د ۴۶۳ میلیونه او متحده عربي امارات د ۳۲ میلیونه او  ۳۰۰ زرو ډالرو په لرلو سره دویم او درېیم ځای لري.

د هېواد په صادراتي توکو کې وچه مېوه تر ټولو زیاته صادره شوې، چې د صادراتو ارزښت یې د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې ۳۴۲ میلیونه ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

د دې ترڅنګ طبي بوټي، معدني توکي او تازه مېوې په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.

د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د هېواد ډېر وارد شوي توکي له ایران څخه راغلي، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد، ۳۱۸ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې پاکستان د یو میلیارد او ۱۵۶میلیونو ۱۰۰ زره ډالرو او چین د یو میلیارد او ۱۴۷ میلیونه ډالرو په لرلو سره په دویم او درېیم ځای کې راځي.

د ۱۴۰۲ کال په لومړیو دریو ربعو کې هېواد ته په را واردو شویو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۱۰ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. په همدې ترتیب، ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د ۶۹۱ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو سره، په دویم او ټوکر، فلزونه او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې راځي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره، هر کال د هېواد د صادراتي او وارداتي توکو ارقام او معلومات له اړوندو بنسټونو څخه راټول، توحید او تحلیلوي او کره احصاییوي ارقام د ملي او نړیوالو بنسټونو او څېړونکو په واک کې ورکوي.

روسي پانګوال هېواد کې د برېښنا تولید ته لیوالتیا لري

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور له روسي پانګوال سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې روسي پانګوال د خپلې کمپنۍ د تجربې او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ زموږ کمپنۍ د ۱۲۰ کلونو را په دېخوا په ایران، عراق، سوریه او تاجکستان کې په کار بوخته ده، د پرمختللو وسایلو په درلودو سره چمتو یو، چې په افغانستان کې هم کار وکړو.

نوموړي همدا راز له کثافاتو څخه د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د جوړېدو خبره کړې او ویلي يي دي؛ زموږ کمپنۍ چمتو ده، چې د کثافاتو ستونزه حل کړو او له هغو څخه برېښنا جوړه کړو.

روسي پانګوال د نفتو او ګازو په برخه کې د خپلو امکاناتو او و سایلو یادونه کړې او همدا راز یې له ګازو څخه د برېښنا د جوړولو سربېره د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې، ‏د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

یاد پانګوال د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د ملاتړ او همکاریو غوښتنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ اوس په ټول هېواد کې سر تاسري امنیت تامین دی، ټولو بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه برابر دي، سوداګر کولی شي په ډاډه زړه او روڼتیا سره پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی، چې په یادو برخو کې همکاري وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۷/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۹/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۹تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۳۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۳۴۸ تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۸ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، ۳۶ تنه غریبکار او ۱۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۸۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۶۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۲۱ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۲تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه حافظان، ۷تنه دیني عالمان، ۴۰ تنه غریبکار او نهه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه درې کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمرو

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۶۶۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۲۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۱۱ تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۶۵ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۲۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰تنه و، مزارشریف ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۳۰۰۰ افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۱۰ کورنۍ ۳۹۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۶ کورنۍ ۹۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۹۲ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۲۹کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۵۱۳ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۲۱۴ عدده