ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1196

مولوي عبدالسلام حنفي: د برېښنا او لویو لارو جوړول د مسولینو لومړیتوبونه دي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د پنجشېر ولايت امنیه قوماندان قاري احمدالله بدر او ورسره مجاهدينو سره لیدنه کړې.

په پيل کې د پنجشېر ولايت امنیه قوماندان قاري احمدالله د ياد ولايت د ټولنيز او امنيتي وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، په دې ولايت کې بشپړ امنيت تامین دی او د امارتي ادارو ترمنځ بشپړه همغږي شتون لري.

قاري احمدالله بدر د اسلامي امارت مسوولينو څخه د مواصلاتي لارو او برېښنا برخو ته د پاملرنې غوښتنه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د خلکو د امنيت تامين د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دی او د خوښۍ ځای دی، چې مسولين توانېدلي د خلکو امنيت وساتي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړې، د معياري لويو لارو نښلول او برېښنا د خلکو لومړنۍ اړتياوې دي او مسولين د توان تر کچې د هغو د برابرولو لپاره هڅه کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو لپاره جدي هڅې وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلا حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د اسیا پسیفیک هېوادونو لپاره د یاد سازمان دفتر (UNDP) مسولې کاني وګناراجا او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.

کاني وګناراجا د افغانانو له لوري د هرکلي او مېلمستیا د مننې ترڅنګ یې افغانستان ته د خپل سفر او پروګرامونوو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

مېرمن وګناراجا ویلي؛ په افغانستان کې شته امنیت او د اسلامي امارت د مسولینو همکاري د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالو سازمانونون او نړیوالو خصوصي موسسو ته دا زمینه برابره کړې، ترڅو له افغانانو سره په غوره ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اسیا پسیفیک هېوادونو لپاره یاد سازمان د فتر (UNDP) مسولې زیاته کړې، دغه سازمان تیار دی، چې د چاپیریال ساتنې، بشري چارو، کارموندنې، بنسټیزو چارو او د بېوزلۍ کمولو په برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه او پروګرامونو په ځانګړي ډول د بېوزلۍ کمولو، څښاک اوبو برابرولو، زېربنایي او پراختیایي چارې ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړې؛ اسلامي امارت توانېدلی د اداري فساد او د نشه یي توکو د کر، استعمال، قاچاق او تجارت په لمنځه وړو، د پایداره سولې او امنیت په ټینګښت، بېوزلو سره په مرستې، د روږدو کسانو په راټولولو او درملنې او د یو میلیون بېرته راستنو شویو کډوالو د مدیریت لپاره بریالی عمل وکړي.

نوموړي زیاته کړې، له ملګرو ملتونو سازمان څخه د اسلامي امارت انتظار دا دی، چې پورته اقداماتو ته په پام، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د چاپیریال ساتنې موضوع ته په اشارې ویلي؛ سره له دې چې افغانستان د ګلخانه یي ګازونو په تولید او اقلیمي تغییراتو کې ډېر کم اغېز لري، خو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمي تغییراتو له امله شدید زیانمن شوی دی.

ښاغلي حنفي له ملګرو ملتونو څخه غوښتي، چې د اقلیمي تغییراتو له پایلو سره د مبارزې لپاره چې وروستۍ وچکالۍ یې یوه پایله ده، له افغانستان سره جدي همکاري وکړي.

د برازیل ولسمشر: څه چې غزه کې روان دي، جګړه نه بلکې نسل‌وژنه ده

د برازیل ولسمشر لویس ایناسیو لولا ډاسیلوا په غزه کې روانه جګړه نسل وژنه بللې او ویلي یې دي؛ څه چې غزه کې روان دي، جنګ نه بلکې نسل وژنه او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې جګړه ده.

نوموړي ټینګار کړی؛ غزه کې سوله یوازې د فلسطین د خپلواک دولت په رامنځته کېدو سره کېدلای شي.

د برازیل ولسمشر په غزه کې د بشري مرستو د رسولو ادارې “انروا” سره د ځینو هېوادونو له لوري د مرستو په درولو سخته نېوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې برازیل به له “انروا” سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مولوي عبدالکبیر: ټول غصب شوي ملکیتونه به خپلو اصلي څښتنانو ته وګرځول شي

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د یو شمېر مخورو، علمای کرامو، د ګذر وکیلانو، د اهل تشیع او اهل هنودو له استازو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته ګډونوالو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ د اسلامي نظام په راتګ سره په کابل کې زورواکي، غلا، جنايي پېښې او د ځمکو غصب پای ته رسېدلی او کابل ښاریان په بشپړ امنیت کې ژوند کوي.

د کابل ښارو د ناحیو استازو دغه راز په کابل ښار کې د څښاک اوبو کموالی جدي ستونزه بللې او د کابل ښار پراختیا، د پاکو اوبو برابرولو او د کابل ښاریانو او مسولینو ترمنځ د همکاريو او ګډو فعالیتونو په زیاتولو ټینګار کړی.

په دې ناسته کې د اهل هنود او سک هېوادوالو استازو د حقوقي ستونزو د حل غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت له بریا وروسته حکومت د خلکو د ستونزو حل او غوښتنو ته د رسیدو مسولیت لري او څرګنده کړې یې ده؛ څرنګه چې په اسلام کې اکثریت او اقلیت ځای نه لري اسلامي امارت هم همدې اصل ته په کتو خپلې چارې مخ ته وړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ کابل ښار کې د څښاک اوبو کمښت جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده، چې د اسلامي امارت له لوري یې د حل لپاره هڅې پيل شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ کابل ته د پاکو اوبو د را لېږد لپاره به کار وشي، چې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره د مرستې په اوه بحثونه شوي دي.

سیاسي مرستیال ویلي؛ کابل ښار اساسي پراختیا او اصلاح ته اړتیا لري، ټول غصب شوی ملکیتونه به یې خپلو اصلي خاوندانو ته وګرځول شي او کابل ښاریانو ته به معیاري خدمتونه وړاندې شي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د اهل هنودو او اهل تشیع په شمول به د ټولو افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې وشي.

د ډاکټر ملا عبدالواسع او د اهل تشیع متنفذینو لیدنه؛ د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او یووالي خبرې شوي

د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د اهل تشیع علماوو، مشرانو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

د دې کتنې په پیل کې د ریاست الوزرا دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ په اسلامي نظام کې یووالی او اتفاق یو اصل دی او که چېرې یې موږ ساتنه وکړو، نو زموږ د بریالیتوب او پرمختګ لامل ګرځي.

د اهل تشیع د علماوو، مشرانو او متنفذینو د سرتاسري امنیت د ټینګښت قدردانۍ ترڅنګ په مختلو برخو په ځانګړي ډول په غوره ډول د مذهبي مراسمو ترسره کولو او د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو په اړه خپلې غوښتنې د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس سره شریکې کړې.

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس د اهل تشیع علماوو، مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اهل تشیع تل د نظام همکار پاتې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د افغانستان د ټولو خلکو د وضعیت ښه کولو لپاره هڅه کوي او ځان بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو لپاره باید خلک د حکومت ترڅنګ ودرېږي او لا زیاته همکاري یې وکړي.

ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي؛ په امنیت کې د اهل تشیع ټول مراسم په ښه ډول ترسره کېږي او ستونزې او غوښتنې به مو د حل په موخه، له اړوندو مسولینو او ادارو سره شریکې شي.

کاپيسا کې د څه باندې ۵۸۰ زره ډالرو په ارزښت ۱۲ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کاپيسا کې ۱۲ پروژې چې پکې یو زر او ۴۰۸ متره ګابیون کاري، ۶۳۱ متره د سیند غاړو تحکیمات او ۵۰ متره د سربند پخونه شاملې وي د ۵۸۰ زره ۷۴۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د کاپيسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان( اف اې او) دفتر عمومي مسول ریچارد او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 په دغو پروژو کې د ده بابي، نورالدین خیلو، قول پرچاو، بادام علي او د بول غین سیلبر تحکیمات او د تولات کانال، د میره خیل کلي، د پایکو کلي استنادي دیوال، د بهلول خیلو کلي، د شکر خیلو کلي استنادي دیوال، د تګاب ولسوالي د ادې زائیو کلي استنادي دیوال سنگ کاري او همدارنګه د آله سای ولسوالي د پرادور کلي ګابیوني دیوال جوړول شامل وو.

د دغو پروژو ګټې اخیستنې په غونډه کې د اف اې او دفتر عمومي مسول ویلي؛ هغه څلور پروژې، چې په ۲۰۲۳ کال کې ټاکل شوې وي، خو پلي نه شوې په ۲۰۲۴ کال کې په پلي شي.

 د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې د اف اې او سازمان په مالي ملاتړ د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې په اړوند د یو شرکت له لوري د لسو میاشتو په موده کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره؛ تېره اوونۍ څه باندې ۱۰۲ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د سلواغې مياشتي له ۲۰ مې څخه تر ۲۶ مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۲ زره او ۳۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷ زره او ۴۱۷ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې شپږ زره او ۱۱۹  ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره او ۷۳۷  ټنه انتقالات، چې ټولټال ۱۰۲ زره او ۳۲۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې درې زره او ۳۷۷ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې کينو، کچالو او د آنارو جوس دي.

د یادې ادارې په وینا؛ هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

مونیخ غونډې ته د اسلامي امارت غبرګون؛ یاده غوڼده کې څرګندې شوې انديښنې بې ځایه دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د مونیخ غونډې په غبرګون کې ویلي، چې یاده غوڼده کې د افغانستان د امنیت په اړه ښکاره شوې انديښنې بې ځایه دي.

 نوموړي زیاته کړې، افغانستان له کلونو وروسته امن دی، هیڅ بهرنۍ ډله دلته شتون نه لري اونه هم د فعالیت اجازه ورکول کیږي.

ښاغلي مجاهد په وینا، د اسلامي امارت په دوه نیم کلن حکومت کې له افغانستان څخه هیڅ کوم هېواد نه دی ګواښل شوی، د مخدره موادو په ضد کوټلي ګامونه اخیستل شوي، کښت يې صفر شوی او د قاچاق سره یې مبارزه روانه ده.

 همداراز د ښځو په ګډون د ټولو اتباعو حقوق خوندي دي، خلک ځاني، مالي، عرضي او روحی امنیت لري.

د محاکمو دروازې بې له تفکیک او توپیر څخه د افغانانو پر مخ خلاصي دي او حقوقوته یې رسېدنه کيږي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا په لور حرکت کړی، د کرنسۍ ارزښت ساتل شوی، لوی پروژې پیل شوي، په روغتیايي، تعلیمي او عمراني برخو کې ځانګړی کار شوی اولاهم ښه پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

 مولوي ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې؛ له دغو ټولو پرمختګونو سره سره بیا هم د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کول، تشویش خپرول او له افغانستان څخه د ګواښ او ویرې احساس پيدا کول، یا د هېوادونو د معلوماتو کمروزي په ډاګه کوي او یا خو ځينې مغرضې کړی په لوی لاس داسې غونډو ته ناسم معلوماتو لیږدوي او د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي.

که د سیسه جوړونکې خواوې هرڅومره ډير پروپاګند وکړي، افغانستان به پرمختګ ته دوام ورکوي او د چا اعلامیو او تشویشونو ته منتظر نه پاتې کیږي.

د مولوي غلام حیدر شهامت او د ایران سفارت کلتوري مسولینو لیدنه؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په څرنګوالي خبرې شوي

د ایران سفارت کلتوري مسولینو په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت سره لیدنه کړې.

یاده لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څرنګوالي په اړه خبرې شوي.

د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې د وضعیت او زده کړې د څانګو په هکله معلومات د ایران سفارت له کلتوري مسولینو سره شریک کړي دي.

د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د افغانستان له خلکو سره د ایران له نېک چلند قدرداني کړې او ویلي يي دي؛ اوس مهال افغانستان د پرمختګ لپاره د اسلامي هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې؛ د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداره د هېواد په اقتصادي پرمختګ او د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مهم رول لري.

مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې ستونزو د هواري په موخه د استادانو او د درسي نصاب کیفیت لوړولو او د یاد هېواد په سازمانونو کې د دې ادارې فاغینو د منلو غوښتنه کړې.

ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سره د ایران د همکارۍ څرنګوالي په اړه ویلي؛ د نصاب په برخه کې اړتیا ده چې د چارو یو متخصص ټیم افغانستان ته سفر وکړي، همدارنګه څانګې او روزنیزې بستې هم شریکې کړل شي.

همدارنګه نوموړي د دواړو هېوادونو د تخنیکي او مسلکی زده کړو بنسوټونو ترمنځ د تجربو شریکول، د سیمینارونو او ورکشاپونو په جوړولو ټینګار کړی.

امیر رضا ادیبي د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د ښو شرایطو او فرصتونو برابرولو لپاره ایران ته دعوت کړی.

نوموړي ویلي، دغه افغانستان اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو په موخه شپه او ورځ هلو ځلو ته اړتیا لري.

ښاغلي ادیبي د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د مشرتابه او کاري ټیم ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده؛ د علمي سازمانونو کامیابي د متخصص او مسلکی ټیم په شتون پورې تړلې ده.

امیر رضا ادیبي ژمنه کړې، په کابل کې د ایران سفارت د دیپلوماتیکو لارو د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې ټولې غوښتنې د ایران مسولینو ته رسوي.

په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو په زیاتېدو ټینګار کړی.