ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1197

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال: اسلامي هېوادونو له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې له پخوا زیاتې کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوی قدرت الله جمال د ترکیې هېواد د ملي سوداګرو سره لیدنه کړې.

 یاده لیدنه کې ترکیي سوداګرو په افغانستان کې  دهوايي ډګرونو، برېښنا په توليد، صنعتي پارکونو او تجارتي ښارګوټو کې پانګونې لپاره خپل چمتوالي څرګند کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د دواړو هېوادونو په تجارتي اړيکو او د‌ هېواد‌ په خصوصي  او دولتي سکتورونو (هوایي ډګرونه، د برېښنا په توليد، صنعتي پارکونه او د تجارتي ښارګوټو) په بيا رغونه کې د ترکيې هېواد ملي سوداګرو ونډه اړينه بللې او ویلي يي دي، داسې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې لا پياوړې کولای شي.

مولوی قدرت الله جمال زیاته کړې؛ تجارت او صنعت بايد د سياست ښکار نه شي، زموږ اقتصادي پاليسي له هر هېواد سره په اقتصادي موخو ولاړه ده.

ښاغلي جمال ویلي؛ افغانستان له اسلامي هېوادنو سره تجارتي اړیکو ته ليواله دی، ډيرو اسلامي هېوادنو له افغانستان سره تجارتي اړیکې له پخوا څخه زياتې ټينګې کړې دي او په افغانستان کې يې پانګونه هم کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۶/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۸/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۴تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۵۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۹۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۵۹۰تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۲ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه دیني عالمان، ۲۶ تنه غریبکار او پینځه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۶۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۲ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، غزني ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اته زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۶۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۲۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه دیني عالمان، ۲۳ تنه غریبکار او ۶ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۳ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او  ۴۹۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۷۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۱۰تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۱۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې پینځه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۷۸ کورنۍ ۳۲۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۵ کورنۍ ۶۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۵۲ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۹۹کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۷۶۱ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۱۶۶ عدده

مولوي عبدالسلام حنفي: سیمه ییز مسولین دې د سهولتونو په رامنځته کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د منګجک له ولسوال خدای‌نظر پهلوان سره لیدنه کړې.

خدای‌نظر د یادې ولسوالۍ د اجتماعي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور د ریاست الورزا اداري مرستیال ته وړاندې کړی.

نوموړي ویلي؛ سیمه ییز مسولین د خلکو د خدمت، د امنیت د تامین او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې تل هڅې کوي.

د منګجک ولسوال د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې د دې ولسوالۍ د مواصلاتي لارو د ترمیم او د روغتیایي کلینیکونو د جوړولو برخې ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د سرتاسري امنیت ټینګښت او د اجتماعي رفاه رامنځته کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي، چې سیمه ییز مسولین په دې برخه کې زیات مکلفیتونه لري.

د ریاست الوزرا ادراي مرستیال د وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره ورته رسېدنه وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت په لویه کچه له خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو څخه ملاتړ کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو له مسولینو او استادانو سره لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې، پر کابل سربېره د ځينو ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو مسولینو او استادانو هم ګډون درلود.

د شخصي پوهنتونونو مسولینو ویلي؛ په تېرو نږدې دوه لسیزو کې د دولتي پوهنتونونو سربېره د خصوصي پوهنتونونو د علمي کادرونو او په کار پوه مسلکي کسانو روزنه کې مهمه ونډه لري.

مسولینو زیاته کړې؛ په راتلونکې کې د ملاتړ په صورت کې کولای شي، په کم لګښت سره د ټولنې له اړتیاوو سره سم لا ډېرو ځوانانو ته د لوړو زدکړو زمینه برابره کړي.

دوی همدارنګه وړاندېز کړی، چې د لوړو زدکړو او په علمي غونډو کې دې ورته په سیمه ییزه او ملي کچه د ګډون زمینه برابره شي، څو د علمي آثارو د تالیف او کره کتنې په برخه کې خپل ظرفیتونه له اړوندو ادارو او مسولینو سره د چارو د لاښه ترسره کېدو په موخه شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پوهنتونونو فعالیت د ټولنې اړتیا بللې او ویلي يي دي؛ حکومت په لویه کچه د خصوصي لوړو زدکړو له ټولو بنسټونو څخه ملاتړ او په چارو کې ورته د اسانتیاوو رامنځ ته کولو ډاډ ورکوي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ پرلپسې ناخوالو او د بهرنیانو مداخلې د افغان ټولنې ډېرې برخې زیانمنې کړي.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې د ټولو سکتورونو د ستونزو حل ته به پوره پاملرنه کوي او د وخت په تېرېدو سره به د لوړو زدکړو برخه هم پر نویو معیارونو سمبال شي.

په دې لیدنه کې له خصوصي پوهنتونو د ملاتړ زمینې برابرولو، د هغوی د ستونزو حل او وړاندېزونو ته د رسېدو په موخه په راتلونکې کې د ګډو ناستو او د چارو د څار یادونه شوې، چې په ترڅ کې يې د پوهنتونونو مسولینو ته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له لوري د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د امنیت ټینګښت او اجتماعي هوساینه د مسولینو مسولیت دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ له امنیه قومندان مولوي حفیظ الله سره لیدنه کړې.

مولوي حفیظ الله د یادې ولسوالۍ د اجتماعي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الورزا اداري مرستیال ته راپور ورکړي.

نوموړي ویلي؛ په یاده ولسوالۍ کې امنیت په بشپړه توګه تامین دی او سیمه ییز مسؤلین د خلکو د ستونزو حل او دوی ته د لازیاتې هوساینې لپاره تل نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي

د درزاب امنیه قومندان د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې د یادې ولسوالۍ د کانونو ویستنې په برخه کې د هېواد ځوانانو ته د لازیاتو کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د درزاب ولسوالۍ د امنیه قومندان او نورو مسولینو فعالیتونه او کړنې ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د امنیت تامین او اجتماعي هوساینه د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او سیمه ییز مسولین د ولسونو د ستونزو د پېژندلو او ننګونو د حل په برخه کې مکلف دي.

ښاغلي حنفي ذکر شویو وړاندیزونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه!

د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوه نیمو کلونو کې له یوې خوا په کوردننه د نظام د سیاسي، اداري، امنیتي، اقتصادي او اجتماعي بنیادونو د ټینګښت لپاره هڅې روانې ساتلې دي؛ له بلې خوا یې د سیمې هېوادونو سره اړیکو کې ښه پرمختګ کړی دی.

همداراز اسلامي امارت د ملګرو ملتونو، غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه متحده ایالتونو سره هم په منظم ډول د ګڼو چاینلونو له لارې د یو اړخیزو نامشروع بندیزونو، تور او جایزې لیستونو او د افغانستان بانک د زېرمو د ازادولو په اړه بحثونه لرلي دي.

 د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و، چي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و، چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وی.

 د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده، که اسلامي امارت د یواځيني مسول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې‌نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.

 د یادونې وړ ده، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي، چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.

د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله، چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر او د ټاپي پروژې اجراییوي رییس لیدنه؛ د ټاپي پروژې په روانو چارو خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجراییوي رییس سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپې پروژې له اجراییوي رییس مراد امانوف، د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دغه ليدنه کې د ټاپي پروژې د روانو چارو په اړه خبرې شوي او دواړو لورو د کارونو پر چټکتیا ټینګار کړی.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دا پروژه نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ویلي يي دي؛ ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ کوي، او اسلامي امارت په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان هېواد ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان لېږدوي او په پلي کېدو سره به یې افغانستان د نورو ګټو تر څنګ په کلني ډول ۴۰۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ له درکه ترلاسه کړي.

غزه کې د اسرائیلي ظلمونو نوې بڼه او د رامنځته شوي ناورین پراختیا

وروسته تر هغې چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په خان یونس سیمه کې د النصر روغتون محاصره او وروسته یې پرې برید وکړ، ویل کېږي، چې هلته یې لسګونه ملکي فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړي او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور یې نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

که څه هم اسرائیلي پوځ ویلي، چې نیول شوي کسان د حماس غورځنګ غړي او وسلوال دي، خو د روغتون مسولینو یې په اړه ویلي؛ وژل شوي، ټپیان شوي او نیول شوي ټول ملکي وګړي دي.

د مسولینو په وينا؛ نیول شویو کسانو کې د روغتون کارکوونکي، روغتیاپالان، ناروغان او هلته راټول شوي نور ملکي وګړي شامل دي.

غزه کې د فلسطین د روغتیا ادارې مسولینو ویلي؛ د اسرائیلو او حماس غورځنګ ترمنځ روانه جګړه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۸ زره ۷۷۵ او د ټپیانو شمېر بیا ۶۸ زره ۵۵۲ تنو ته رسېدلی.

د چارواکو په خبره سیمه کې ناورین ورځ تربلې مخ په پراخېدو دی.

دغه راز غزه کې د اوربند د ټینګېدو هڅې روانې دي، خو د ښکېلو لوریو د شرایطو د پېچلتیا له امله تر دا مهاله له ناکامۍ سره مخ دي.

همدارنګه دغې جګړې غزې ته میلیاردونه ډالر زیان هم اړولی او تر یو میلیون زیات کسان یې د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.

د ډاکټر قلندر عباد او د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر لیدنه؛ په ګډو روغتیايي همکاریو خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جِنک اونال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې په ګډه همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د ترکیې هېواد د ونډې او د دواړو هېوادونو تر منځ د لا دوامداره همکاریو په اړه خبرې شوي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د اتاترک د کوچنيانو د درملنې تخصصي روغتون او د هېواد په شمالي ولایتونو ( جوزجان، فاریاب او تخار) کې د ترکیې هېواد له لوري د جوړو شويو روغتيايي مراکزو سره د یاد هېواد له لوري د روغتیايي مرستو مننه او قدردانی کړی.

ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې برخه کې له بيلا بيلو لارو هڅې کوو تر څو د ظرفيت لوړونې لپاره زمينه برابره شي.

د ترکیې هيواد سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ موږ په نورو برخو کې د همکارۍ تر څنګ ژمن یو، چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان سره دومداره مرسته او همکاري وکړو.