ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1198

کرېکټ؛ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي؛ چې د کورني کرېکټ څانګې د کلني پلان له مخې د کب میاشتې په لومړۍ نېټه، د راتلونکې سه شنبې په ورځ ۱۵م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي، چې د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې به په کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.

د کورني کرېکټ په دغو سترو ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې شاملې دي، چې په دوه بېلابېلو ګرپونو وېشل شوې او د ۱۶ ورځو په ترڅ کې به یې ترمنځ ۳۳ سیالۍ ترسره شي.

د یادو سیالیو په لومړي ګروپ کې د کابل، لغمان، فاریاب، خوست ب، ننګرهاب ب او اې سي بي ایلېون لوبډلې ځای پر ځای شوې دي، په داسې حال کې چې په دویم ګروپ کې ننګرهار، پکتیا، لوګر، بلخ، کابل ب او چېیرمېن ایلېون لوبډلې شاملې دي. باید وویل شي چې د لومړي ګروپ سیالۍ د کندهار ولایت په دوه لوبغالو او د دویم ګروپ سیالۍ بیا په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې پلان شوې دي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو لوبډلو سره یوځل مخ شي او په ټوله کې به پینځه سیالۍ ترسره کړي، چې له منځه به یې د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره ومومي.

د ۲۰۲۳م کال وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته د کابل، لوګر، لغمان او ننګرهار لوبډلو له وړاندې لاره موندلې وه.

د دوی ترڅنګ د خوست ب، کابل ب، پکتیا، بلخ، فاریاب او ننګرهار ب لوبډلو له تېرو دویمه درجه سیالیو څخه یادو سیالیو ته لاره وموندله.

دغه راز دغو سیالیو ته د چېیرمېن ایلیون او اې سي بي ایلېون په نوم دوه نورې لوبډلې د هغو لوبغاړو لپاره اضافه کېږي، چې په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې یې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، خو اړونده لوبډلو یې بل پړاو (لومړۍ درجه ولایتي سیالیو) ته لاره نه ده موندلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزي ویلي؛ دویمه درجه ولایټي سیالۍ په خورا کامیابه بڼه ترسره شوې او موږ ته یې ډېر غوره لوبغاړي په لاس راکړل، چې د کورني کرېکټ د پرمختګ لپاره ښه زیری دی.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ په هېواد کې د کرېکټ پرمختګ ته ژمن یو او هڅه کوو، چې د کورني کرېکټ پیاوړی جوړښت ولرو تر څو ملي لوبډلې ته پیاوړي او په تول پوره لوبغاړي ورکړو او په راتلونکي کې ځوانې او پیاوړې ملي لوبډلې ولرو.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت ب لوبډلې د تېر کال د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي ګټلې وه او د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

دا به د روان کال دویم کورنی ټورنمنټ وي، چې له مخې به یې د زونونو په کچه راتلونکو درې ورځنیو او لیسټ اې سیالیو ته غوره لوبغاړي وټاکل شي.

ملګرو ملتونو د الکسي ناولني مړیني په اړه د روسیې حکومت څخه د څېړنو غوښتنه کړې

وروسته تر هغې چې د روسیې د حکومت مخالفه څېره الکسي ناولني پرون جمعه د دغه هېواد په یو زندان کې ناڅاپي مړ شو، د ملګرو  ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د نوموړي د مرګ په اړه د هر اړخیزو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده.

امریکا او ځینو نورو هېوادونو د ناولني په ناڅاپي مرګ کې د پوتین حکومت پړ بللی، خو د روسیې د یامالو – نینیټ خودمختارې ولسوالۍ د توقیف خونې مسولینو ویلي، چې ناولني په دغې توقیف خونه کې ساتل کېده او د ودانۍ په انګړ کې تر څو قدمه پلي تګ وروسته حالات یې خراب او تر نیم ساعت وروسته ومړ.

۴۷ کلن ناولني د پوتین یو له سختو مخالفینو څخه وه او د وروستي ځل لپاره تر مرګ یوه ورځ وړاندې په انلاین ډول د محکمې د پرېکړې د اورېدو پر وخت لیدل شوی وه.

نوموړی د روسیې د اپوزیسیون مشر وه او د پوتین د حکومت له لوري د بېلابېلو جرمونو په تور پر ۱۹ کاله بند محکوم شوی وه.

کرېملېن د ناولني د مړینې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د G5 هېوادونو په ۲۸مه غونډه کې د عامې روغتيا وزارت استازو ګډون؛ د میندو روغتیا او په ځینو نورو روغتیايي مسایلو یې خبرې کړي

یاده غونډه چې د ایران په مرکز تهران ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان، ایران، عراق، پاکستان، تاجکستان او د روغتیا نړیوال سازمان استازو په کې ګډون درلود.

د افغانستان له لوري استازو په اوسني وخت کې د میندو روغتیا، ځوان نفوس ته وده ورکول، د کورني رواني او روحي روغتیا په اړه د غونډې ګډونوالو ته وینا کړې.

 همداراز د افغانستان له لوري د G5  استازو،  په سیمه کې د روغتیایي شاخصونو د ښه کولو لپاره د G5 هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اهمیت ټینګار کړې او ویلي يي دي؛ د G5 ملګرتیا د سیمه ایزو تجربو د تبادلې، څارنې، ساري ناروغیو خپرېدو او له امله یې رامنځته شوو ناورینونو ته د ځواب ویلو لپاره غوره پلیټ فارم دی.

هلمند کې په ۲۰۰۰ جریبه ځمکه صنعتي پارک جوړیږي

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي نېک محمد معتصم ویلي؛ د ریاست اړوند تخنیکي تیم یې د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ دو راهي سیمه کې د صنعتي پارک توپوګرافي سروې ترسره کړې.

مولوي نېک محمد معتصم زیاته کړې؛ تخنیکي ټیم یې د هلمند ولایت رهبرۍ په لارښوونه او د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په غوښتنه دغه سروې ترسره کړې.

ټاکل شوې، چې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ دوراهي سیمه کې په  دوه زره جریبه ځمکه کې مجهز او منظم صنعتي پارک جوړ شي.

د نوموړي په وینا؛ له توپو ګرافي سروې وروسته به د یاد پارک لپاره تفصیلي پلان جوړ شي، او د بیخ بنایي چارو سربېره به یې چاپېریالي دېوال په لنډ وخت کې پیل شي.

د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په سویل لوېدیځ کې یوه ستره او ارزښت لرونکې پروژه ده، چې د پانګوالو، صنعت کارانو او سوداګرو لپاره یو ښه فرصت دی.

دغه چاره به له دولتي ځمکې څخه د اغېزمنې او ګټورې استفادې زمینه هم برابره کړي، پانګوال، صنعت کاران او سوداګر به تشویق شي، خلکو ته به د کسب او کار کولو زمینه برابره شي او ورسره به ملي عواید لوړ شي.

د هېواد په ځينو سيمو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل

د اوبو او انرژۍ وزارت د روان مالي کال د سلواغې له ۲۸ مې څخه تر ۳۰ مې پورې، د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت د خپلو سرچينو په حواله، وړاندوينه کړې چې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته، چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج آمو) سينديزو حوزو کې شوی دی.
زیاته شوې، په يادو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدو او د اوبو کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګو، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونر، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان او تخار) سیندونو پر لاره او د يادو ځایونو په ځینو سېلبرونو کې شته.
د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو هېوادوالو څخه، چې د يادو سیندونو په غاړو کې استوګن دي؛ غوښتنه کړې، چې پر یادې موضوع ځانونه خبر او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې دې د سیند غاړو اړوند هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي، خبر کړي؛ ترڅو د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۵/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۷/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۹۰ زره افغانۍ کیږي .

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۴۸۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۵۹۳ تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۱۷ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه دیني عالمان، ۱۱ تنه غریبکار او ۱۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۸۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ دوه فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷ تنه و، هرات ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۵۲۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۸ تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۷۹ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۶۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، درې تنه د لیسانس سند لرونکي، یو تن حافظ، ۲۲ تنه غریبکار او ۱۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۵۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز ۲۲۹۲مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۴۳ تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۴۳ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۸۰ زره افغانۍ کیږي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه تنه و، مزارشریف ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه اته زره افغانۍ شوې ده. 

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین:              ۱۱۰ کورنۍ ۴۱۷ وګړي

لېږدول شوي مهاجرین:          ۲۴ کورنۍ ۱۱۲ وګړي

مرسته شوي مهاجرین:           ۶۶ کورنۍ

تداوي شوي مهاجرین:                  ۹۸۴ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۲۸۴ عدده

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال: ولس تر بل هر وخت حکومت ته نیږدې شوی

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د دستار بندۍ ترسره شو، چې په کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سربیره د لوګر ځايي مسولینو، علماوو او ولسي وګړو ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نویو فارغ شویو علماوو ته د فراغت د مبارکۍ تر څنګ ویلي؛ د تاریخ په اوږدو کې لوګر د جهاد ترڅنګ د علم او پوهې ډګر هم پاتې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه راز د جهادي دورو بریا د علماوو، پوهانو او عامو خلکو برکت وو، چې په پایله کې یې افغان ولسونه د غرب پر وړاندې د جهاد موخو ته چې د اشغال پای ته رسیدل او سرتاسري اسلامي نظام وو، رسیدلي دي.

د سیاسي مرستیال په وینا؛ تر بل هر وخته افغان ولسونه او اسلامي امارت سره نږدې شوي او د حکومت او ملت تر منځ واټن نشته دی.

مولوي عبد الکبیر ویلي؛ اسلامي امارت له سیاسي اړخه په مناسب او سم حالت کې دی، دغه راز په اقتصادي برخه کې هم ګڼ شمېر پرمختګونه شوي او په راتلونکې کې د ښه اقتصادي حالت لپاره پراخ پلانونه تر لاس لاندې دي.

نوموړي په تاکید سره ویلي؛ اسلامي امارت د ځینو خود غرضه کړیو د منفي تبلیغاتو پر خلاف په سیاسي انزوا کې نه، بلکې د نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره دوامداره تعامل لري، چې د حکومت د متوازن بهرني سیاست څرګندونه کوي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د نړۍ او اسلامي امارت د لاډېر تعامل او دوه اړخيزو همکاريو لپاره لاره پرانیستل شي.

همدارنګه دې نړۍ د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان له خاورې اطمینان ترلاسه او هیڅ اندېښنه نه لري.

د لوګر د قومي مشرانو او علماوو د وړاندېزونو په هکله سیاسي مرستیال ویلي؛ د مرکزي او سیمه ییزو چارواکو ډېر تمرکز او ورځنۍ چارې د خلکو د غوښتنو پر اساس څرخي، چې د ټولو ولسونو د ستونزو حل ته به اړینه پاملرنه وشي.

همدارنګه نړیوال او آسیايي بانکونو اسلامي امارت ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د رغونې او د خلکو ستونزو د حل په موخه به خپلې چارې پيل او پخوانۍ نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د یرغلونو له ماتولو وروسته اوس د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا وخت دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دارالامان محمدیه دارالعلوم د حدیثو د لویې دورې په فراغت غونډه او دستاربندۍ کې ګډون کړې.

غونډې ته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ تر ایمان وروسته غوره فضیلت د دیني زده کړو ترلاسه کول دي او له نېکه مرغه چې تاسو علما له دغه نعمت څخه برخمن شوئ.

نوموړي له يادو علماوو غوښتنه کړې، چې د خپل مسوليت پر اساس دیني زده کړې نورو هېوادوالو ته هم ورسوي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ دا د خوشحالۍ خبره ده چې تاسې په داسې وخت کې فارغېږئ، چې په ملک کې اشغال ختم دی، اسلامي نظام حاکم دی او دلته یې تاسې د دین د خدمت مصدر وګرځولئ.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د جهاد دوره ختمه شوې اوس د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا وخت دی.

هغه نویو فارغو شویو علماوو ته ویلي؛ د اسلامي نظام د ساتنې لپاره که په ملکي، پوځي او یا هم تدریسي چارو کې د خدمت موقع برابره شوه، باید له خدمت دریغ ونکړئ.

نوموړي زیاته کړې، په افغان ملت کې د علماوو شتون او په ملت کې اسلامي غرور د دې لامل شول، چې ولسونه د اشغال تر څنګ ونه دریږي او د مجاهدینو ملاتړ وکړي.

سیاسي مرستیال ویلي؛ د سلواغې پر ۲۶مه، په دې ورځ له افغانستان څخه شوروي ځواکونه تښتېدلي او مات شوي دي، نن الحمدلله چې د ناټو او د امریکا د ماتې او د افغانانو د یوې بلې جهادي دورې د فتحې زېری پرې اضافه شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، دغه پېښې زموږ راتلونکو نسلونو ته د ازادۍ، خپلواکۍ او د اسلامي شریعت د پلي کېدو غوره درس ورکوي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ له پخوانيو وختونو سره د وروستي اشغال ماتولو فرق دا دی، چې د ناټو او امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام رامنځته او د ولسونو ملاتړ له ځانه سره لري.

کابل؛ د اتو لوبډولو په ګډون د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو پرانیسته وشوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د اتو لوبډلو په ګډون د والیبال غوره ليګ درېیم پړاو سیالیو پرانیسته ترسره شوه.

د یاد غوره لیګ پرانیست غونډه کې د المپيک ملي کمېټې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال، ورزشي مشاور، د والیبال ملي فدراسیون سکرتر، د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست رییس، د ملي تلویزون مسولینو، ورزشکارانو او د والیبال ګن شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

 په دغه غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ټولو مسولینو، میلمنو، ورزشکارانو او د پرانیست غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلی او ویلي يي دي؛ ډېر د خوشحالۍ او افتخار ځای دی، چې موږ وتوانیدو د بدني روزنې او ورزش ریاست مسولینو، د والیبال ملي فدراسیون مسولینو او د ورزشکارانو په هڅه د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ ترسره کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ د ورزش ټولو فدراسیونونو ته دا وعده ورکوم، هغه څه چې د بدني روزنې او سپورټ ریاست په واک او اختیار کې دي له تاسو به یې درېغ نه کړو او موږ تل کوشش کوو، چې د ورزش د ټولو برخو لوبغاړي د دې جوګه شي، چې په نړیوالو میدانونو کې ولوبیږي او د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.

په دغه غوره لیګ کې ( ام البلاد، سپین غر، نښتر، پامیر، بالاحصار، بُست، هندوکش او  نګیني هریوا ) لوبډلې په دوو ګروپونو کې، چې  په هر ګروپ کې څلور _ څلور لوبډلې برخه لري سیالۍ کوي.

 لومړۍ لوبه یې تېره ورځ د نګیني هریوا او د بست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې  بست لوبډلې خپلې سیالې نګیني هریوا لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي دغه سیالۍ د ملي تلویزون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي چې اته ورځې به دوام وکړي.