ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1199

مولوي عبدالسلام حنفي له افغانستان څخه د شوري اتحاد سرو لښکرو د شړلو نمانځغونډه کې؛ افغانانو د شوروي سرو لښکرو او د ناټو په ماتې سره خپل یووالی څرګند کړی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سلواغې ۲۶ یا له افغانستان څخه د شوروي اتحاد سرو لښکرو د شړلو او ماتې نمانځغونډه کې ګډون او وینا کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې پرتمینې غونډې جوړولو له امله د ملي راډیو ټلویزیون له رهبري پلاوي او منسوبینو څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ د افغانانو د دغه ډول ویاړمنو ورځو نمانځل او په دې برخه کې پراخې څېړنې راتلونکي نسل ته د دې خاورې د اوسېدونکو د اتلولیو د انعکاس لپاره مهم دي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ۱۳۵۷ کال د غویي پر اومه نېټه د کمونیستانو کودتا او په هېواد کې د بدبختیو، ستونزو او کړاوونو پیل ته په اشارې ویلي؛ تر دې کودتا یو کال وروسته د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد شاوخوا ۱۰۰ زره عسکرو پر افغانستان حمله کړې او د دې هېواد ځمکه او فضا یې اشغال کړه، چې دې اشغال شاوخوا لس کاله دوام وکړ او په دې موده کې زرګونه دیني عالمان ژوندي تر خاورو لاندې او شهیدان شول؛ د پوهنتونونو استادان، محصلین، ځوانان او د افغان ملت نور نخبه ګان په شهادت ورسېدل او یو شمېر یې لا تر اوسه لادرکه دي، زېربناوې ویجاړې شوي او په ټول هېواد کې جګړه پیل شوه.

نوموړي زیاته کړې؛ تر هغه وروسته د افغانستان غیور ملت د علماوو او مشرانو تر قیادت لاندې د دغو اشغالګرو پر وړاندې مبارزه پیل کړه، چې په پایله کې یې یو نیم میلیون شهیدان، میلیونونه کسان نږدې او لرې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال او میلیونونه ځوانان معلول او معیوب شول او بالاخره د شوروي اتحاد ځواکونه مجبور شول، ترڅو د ۱۳۶۸ کال د سلواغې پر ۲۶ د افغانستان له خاورې څخه ووځي.

د ریاست الوزرا مرستیال څرګنده کړې؛ انګرېزانو په وروستي ځل سربېره درې ځله نور هم پر افغانستان برید وکړ او وروسته په ټولو مرحلو کې له ماتې سره مخ شول او له هېواد څخه ووتل او په دې وروستۍ نیمه پېړۍ کې هم د افغان ملت د هڅو او قربانیو له وجې روسان او نور اشغالګران مات شول.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو وروسته توقع دا وه، چې د خلکو هیلې پوره شي، په هېواد کې یو اسلامي نظام حاکم شي او ټول مجاهدین په اتحاد او یووالي د ملت رهبري وکړي، خو متأسفانه د هغه وخت د مشرانو د توافق نشتوالي له امله په هغوی کې تفرقه رامنځته شوه، په ټولو سیمو کې کورنۍ جګړې او ملوک الطوایفي پیل شوه او د یوې ولسوالۍ او ولایت خلکو به نشوای کولای بلې ولسوالۍ او ولایت ته سفر وکړي، په کابل ښار کې له یوې ناحیې څخه بلې ناحیې ته د خلکو تګ راتګ ستونزمن و؛ د خلکو مال، ابرو او حیثیت خوندي نه و او په هېواد کې یوه بشپړه انارشي حاکمه وه.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ همدغه وخت و، چې امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره یو ځای له بې بندوباره کسانو څخه د خپلو سیمو د تصفیه کولو لپاره قیام وکړ، په پیل کې یې وکولای شول د علماوو او د افغانستان د متدین ملت په همکارۍ خپلې سیمې له شریرو کسانو څخه پاکې کړي او ورو، ورو امن او امنیت رامنځته شي او په پیل کې مجاهدینو پر کندهار ښار او وروسته د هېواد پر ۹۵ سلنه خاوره خپل حاکمیت ټینګ کړ؛ اسلامي امارت یو ځل بیا افغان ملت متحد کړ او هېواد یې له ورانۍ، ظلم او استبداد څخه وژغوره؛ اسلامي نظام په هېواد کې حاکم و، حدود او قصاص پلي کېده، نشه یي توکي منع شول او ټول افغان ملت متحد او متفق شو.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ له هغه وروسته غربي هېوادونو په مختلفو بهانو پر هېواد یرغل وکړ او دغه خاوره یې اشغال کړه، دې اشغال شل کاله دوام وکړ او په دې موده کې پر خلکو ډول ډول ظلمونه وشول؛ مدرسې، ښوونځي، وادونه، کلي او کروندې بمبار شوې، ښځې په مظلومانه ډول شهیدانې شوې، زېربناوې ویجاړې شوې او الحمدلله بیا هم د هېواد اصیلو بچیانو جهاد او مبارزې ته دوام ورکړ او د دې وطن د زرګونه ځوانانو، د قرانکریم حافظانو، علماوو او محصلینو د قربانیو او شهادت په پایله کې اشغالګران مجبور شول ترڅو افغانستان څخه ووځي او هېواد یو ځل بیا خپله ازادي او خپلواکي ترلاسه او په هغه کې اسلامي نظام حاکم شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ د امیرالمؤمنین شیخ القران و الحدیث مولوي هبةالله اخوندزاده تر قیادت لاندې په هېواد کې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته، عمومي بښنه وشوه او ټول هېوادوال، مجاهدین، عادي خلک او هغوی چې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدلي وو، له هېڅ ډول اندېښنې پرته خپل ورځني ژوند ته دوام ورکوي او اسلامي امارت د سرتاسري امنیت تأمین، د نشه یي توکو لمنځه وړلو، د روږدو کسانو د ټولولو او درمنلې، یتیمانو او کونډو ته د کفالت ټاکلو، د لویو او کوچنیو پراختیايي پروژو پلي کېدل او د هېواد د ودې او پرمختیا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه دی کړی.

نوموړي همداراز ویلي؛ یو بل لوی کار چې اسلامي امارت ترسره کړی دی هغه په اجبارې ډول د مختلفو هېوادونو له لوري هېواد ته د راغلو یو میلیون افغان کډوالو ثبت، لېږد او ځای پر ځای کول دي، چې هغوی سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې په دې بیانولو سره چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او لازمه ده ټول د یو بل په مرسته خپل هېواد اباد کړو، مجاهدینو، امنیتي مسؤولینو او د امارتي ادارو کارکوونکو ته وویل، مراجعینو او د افغانستان ځورېدلي ملت سره نیک او ښه چلند وکړئ.

همداراز نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو، سیمې هېوادونو او له سیمې هاخوا هېوادونو سره د احترام او متقابل تعامل پر اساس د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او د افغانستان له خاورې څخه به هېڅ ګاونډی، د سیمې او له سیمې هاخوا هېوادونه نه ګواښل کیږي او لازمه ده، چې نور هم په ورته ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۴/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۶/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۴۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۲ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۹۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۱۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې  ټولې ۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه درې کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۱۹۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۵۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۵۵ تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۶۸ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۷۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۳۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۵۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه یوه کورنۍ کندوز ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او د لېږد ټوله کرایه اته زره افغانۍ ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۴۸ کورنۍ ۳۸۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۴ کورنۍ ۵۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۲۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۲۵کورنۍ        

تداوي شوي کډوال:                  ۱۴۰ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۱۸۲ عدده

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت د هېواد د ودې او پرمختیا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت يو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې علماوو د دې ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی زیاته کړې؛ په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تامين دی او ځايي مسولين خلکو ته د خدمت او لازمو اسانتياوو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

نوموړو همداراز د اسلامي امارت رهبرۍ څخه غوښتي، ترڅو ښوونې او روزنې، د مدرسو او ښوونځيو تقويت او د هېواد د استادانو او نخبه ګانو هڅونې ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي هغوی سره په کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د عمومي افکارو تنوير، د ټولنې د بچيانو روزنې او اسلامي نظام ټینګښت په برخو کې د علماوو رول مهم بللی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې ته ځانګړی پام لري او د هېواد د ودې او پرمختيا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

د سلواغې ۲۶مه؛ د شوروي اتحاد د سرو لښکرو زوال او د افغانانو میړانه

د یو هېواد ازادي او هویت د اوسېدونکو په میړانه، همت او قربانیو پورې اړه لري، افغانانو ۳۵ کاله وړاندې د سلواغې په ۲۶مه پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو په وړاندې میړانه وکړه او له افغانستان څخه یې په داسې حال کې تېښتې ته اړ کړل، چې له بشپړ ځواک سربیره یې د کلونو هیلې له خاورو سره خاورې شوې، نو په همدې بنسټ نننۍ ورځ د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې.

نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او شړلو ۳۵مه کلیزه ده.

د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومې پر شپږمه له ۱۰۰ زره کسیز پوځ سره د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ.

دوی غوښتل، چې د افغانستان له لارې ځانونه د هند تودو اوبو ته ورسوي، خو افغانانو يې په پوره ميړانه مقابله وکړه او له افغانستانه يې وشړل.

د شوروي اتحاد څه کمې لس کلنې جګړې افغانانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

په دې جګړه کې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول، میلیونونو یې د بدن غړي له لاسه ورکړل او په میلیونونو نور کډوال شول.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرنو پر بنسټ له هر سلو افغانانو څخه ۹ کسان له شوروي لښکرو سره په جګړو کې شهیدان شوي، ۱۱ سلنه یی د بدن غړي له لاسه ورکړي او په ورځني ډول یو زر او ۵۰۰ افغانان له هېواده کډوال شوي دي.

پخواني شوروي اتحاد ته دا جګړه ډېره ګران بیه تمامه شوه او په دې جګړه کې ورته درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.

د شمېرو له مخې په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد نږدې ۱۵ زره سرتېري ووژل شول.

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې، چې د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث د امو سیند له پله ازبیکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.

هغه وخت په افغانستان کې د شوروري ځواکونو عمومي قومندان د خپلې ماتې په اعتراف کې ويلي و، چې افغانستان ته زمونږ راتګ زمونږ د چارواکو ستره تېروتنه وه، مونږ به خپل راتلونکي نسل ته وایو چې بیا دا تېروتنه تکرار نه کړي .

زموږ ملت یوازې شوروي لښکرې نه بلکې شوري تاریخ او کمونیستي ایډیالوژي داسې مات کړل، چې نور به یې یوازې په زړو یادښتونو کې کیسې لولو.

د سلواغې ۲۶مه (د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د شړلو او ماتې ورځ) د افغانستان ملي راډیو تلویزیون کې د افغانستان تاریخي ورځې په مناسبت ونمانځل شوه.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د افغانستان ملي‌ راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانان هغه څوګ دي، چې په میړانه یې دریو لویو قوتونو ته ماتې ورکړې او اوس د هېواد بیارغونې په پار نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانانو د روسانو وحشتونو په وړاندې پاڅون وکړ او په خپله میړانه یې له هېواده وشړل.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د وږي د اوومې وروسته افغانستان د شوروي اتحاد لخوا اشغال شو، چې په پایله کې یې یو نیم میلیون افغانان ووژل شول او په میلیونونو نور بې ځایه شول.

 مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ افغانانو د شوروي سرو لښکرو او د ناټو په ماتې سره ثابته کړه، چې دوی هغو کسانو ته غاښ‌ماتونکی ځواب ورکړی، چې افغانستان د نیولو په فکر کې وو.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ نور محمد ثاقب یاده ورځ یوه تاریخي ورځ بللې او یلي یې دي؛ هرڅوک، چې د دې خاورې د نیولو فکر وکړي د انګلیسانو، شورویانو او امریکایانو د برخلیک سره به مخ شي.

نوموړي نړیوالو ته په خطاب کې ویلي، افغانان پرېږدۍ چې په سوله کې ژوند وکړي او خپله خپل هېواد اباد کړي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړې؛ افغانان د نورو په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه کوي او نه هم چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د شوروي اتحاد سرو لښکرو د شړلو او ماتې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي؛ افغانانو په جهاد او خپلو قربانیو سره ګاونډي او یو شمېر نور هېوادونو د شوروي اتحاد له اشغاله خلاص کړل.

ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ اوس مهال افغانستان په بشپړه توګه خپلواک دی او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره باید ټول افغانان لاس پکار شي.

د افغانانو شهامت او قربانیو ته په کتو دې د تیرو څه باندې ۱۰۰ کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې تیری کوونکي هېوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره دې پر افغانانو له هر ډول یرغل څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي.

دا چې په درېيم ځل هم زموږ هېواد نوی له اشغال څخه د الله جل جلاله په نصرت سره ازاد شوی؛ څرګندوي، چې په افغانانو کې د ازادۍ غوښتنې حس لاهم په قوت کې شتون لري او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او ژمنتیا لري.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۳/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۵/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۳۰ زره افغانۍ کیږي .

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې نهه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۴۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۲ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، درې تنه حافظان، درې تنه دیني عالمان، ۲۲ تنه غریبکار او ۲۱ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۴۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت ۱۶ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه یو کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته  ۷۰۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۶۰ افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۶۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۲ تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۳۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تن دیني عالمان، ۲۷ تنه غریبکار او څلور تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۱۳۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه درې کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۹۷۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۴۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۴۷تنه مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۶۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۴۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۰۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۵۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱تنه و، کندوز ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه اته زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده. 

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین:              ۱۲۲ کورنۍ ۴۴۹ وګړي

لېږدول شوي مهاجرین:          ۱۶ کورنۍ ۱۰۴ وګړي

مرسته شوي مهاجرین:           ۵۹ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین:      ۱۰۸کورنۍ

تداوي شوي مهاجرین:                  ۳۸۹ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۱۹۱ عدده

مولوي عبدالسلام حنفي: مسولین دې خلکو ته د خدمتونو په برابرولو لازیاتې هڅې وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ولایت د امنیه قومندان مرستیال مولوي محمد شاکر سعد سره لیدنه کړې.

په پيل کې د کابل امنیه قومندان مرستیال د کابل امنیه قومندانۍ د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.

نوموړي ویلي؛ د کابل امنیه قومندانۍ مسولین تل د امنیت د تامین  په برخه کې کوښښونه کوي او خلکو ته د ښو خدمتونو په برابرولو کې خپلې هڅې نه درېغوي.

مولوي محمد شاکر سعد غوښتنه کړې، چې د بېلابېلو ولایتونو د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه وشي.

مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ کړنې او فعالیتونه ستایلي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د سراسري امنیت ټینګښت او د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ مسولین او مجاهدین دې هڅه وکړي، چې د امنیت د تامین، د خلکو ارامي او د خدماتو برابرولو په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د ټولنیزې هوساینې برابرولو په برخه کې هر اړخیزې هڅې کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان ولایت یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

علماوو او مجاهدینو د خبرو پرمهال د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

هغوی ویلي؛ د اسلامي امارت محلي مسوولین خلکو ته د خدمتونو او ټولنیزې هوساینې برابرولو په برخه کې تل کوښښونه کوي.

دوی شته لاسته راوړنو او بېلابېلو برخو ته د اسلامي امارت پاملرنې ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې په یاد ولایت کې د پراختیایي پروژو پلي کېدو، ښوونې او روزنې، د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د ازادۍ لپاره د مبارزې په وخت کې د بغلان د علماوو او مجاهدینو سرښندنې او هڅې ستایلي دي.

د ریاست الوزرا مرستیال ویلي؛ د امنیت تامین، د خلکو د ستونزو حل او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او په دې برخو کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی د وړاندیزونو په اړه ویلي؛ د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده او د امکان ترحده د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې رسېدنه کوي.

د مولوي امیرخان متقي او د دیمیتري ژیرنوف لیدنه؛ د افغانستان او روسیې اړیکو سربیره د دوحې په راتلونکې ناسته خبرې شوي

کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د دوحې راتلونکې ناسته او په کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو خبرې شوي.

د روسیې سفیر د دوحې ناستې په تړاو د امارت د دریځ په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې، ترڅو د ګډون په صورت کې په دوحه کې د ناستې په څنډه کې له سرپرست وزیر سره ځینې لیدنې تنظیم شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ موږ د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو سره له نژدې په تماس کې یو او د دوحې په ناسته کې د امارت د پلاوي د احتمالي ګډون د شرایطو په اړه مو خپل نظر شریک کړی دی.

مولوي امیر خان متقي زیاته کړې؛ که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معنالرونکې سلا مشورو فرصت برابرېږي او اسلامي امارت وکولای شي، چې د افغانستان د استازیتوب مسولیت په ښه ډول ترسره کړي، یو ښه فرصت دی.

سرپرست وزیر ویلي؛ که د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼل کېږي او په همدې اړه د دوحې ناستې له ټولو ګډونوالو سره په خبرو بوخت یو.

د روسیې سفیر ویلي، د افغانستان حکومت دریځ یې درک کړی او مسکو سره به یې شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر د ختیځ زون د ۹۹۹ شمشېر قطعې څخه د لیدنې پرمهال؛ له خپلو موقفونو څخه د هېواد خدمت لپاره استفاده وکړئ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خپل سفر په لړ کې د ختیځ زون د ۹۹۹ شمشېر ملي او عملیاتي قطعه څخه لیدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د یادې قطعې قوماندان مولوي حضرت محمد متوکل د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او مل پلاوي ته ښه راغلاست پرمهال ویلي؛ د مشرانو لیدل د مجاهدینو مورال نور هم لوړوي او ډاډ یې ورکړی، چې دغه قطعه په لوړ مورال د هېواد او خلکو ساتنې ته چمتو ده.

نوموړي زیاته کړې؛ ټول مجاهدین او مسولین خپلو فعالیتونو ته پاملرنه لري او دښمن ته به په هیڅ صورته د مخالف حرکت اجازه ور نه کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ دا د خوښۍ ځای دی، چې د سپېڅلي جهاد، شهیدانو، ټپیانو او مجاهدینو موخې ترلاسه شوي او ارمانونه یې پوره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د مجاهدینو د قربانیو په پایله کې هېواد له اشغاله ازاد او بشپړ اسلامي نظام حاکم شو، خو دا د ټولو مسولینو او مجاهدینو مکلفیت دی، چې د شهیدانو ارمانونه وساتي او د هغوی یتیمان وپالي.

همداراز یې ډاډ ورکړی، چې د شهیدانو کونډو او یتیمانو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له ټولو مجاهدینو او مسولینو غوښتي، چې له جهاد وروسته اوس د خلکو او هېواد د خدمت وخت دی، موقفونه باید د مسولیت په توګه وپېژندل شي او له خپلو موقفونو څخه د اسلامي نظام د ساتنې، د اسلامي احکامو د پلي کولو او د هېواد د خدمت لپاره استفاده وکړئ.

نوموړي دغه راز مجاهدینو ته په خطاب کې د امیر، امر د اطاعت او له ولسونو سره په چلند کې په نرمۍ  ټینګار کړی .

د سیاسي مرستیال په وینا؛ د ټولو افغانانو سترګې د امنیت  تامین، له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه دفاع او د اسلامي امارت امنیتي ځواکونوته دي.

نوموړي زیاته کړې؛ تاسو دروند مسولیت لرئ او خپل مسولیت ته متوجه اوسئ، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د داعش خلاف ښه مبارزه وکړه او نن ورځ په ټول افغانستان کې د داعش ډله ځپل شوې ده او ستاسو مسولیت دی، چې چا ته د نظام په خلاف د بغاوت او مخالفت اجازه ورنکړئ.

د دلوې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ویستلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

نن د دلوې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او ویستنې ۳۵مه کلیزه ده.

 د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت يې خپل مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي.

ريښتیا هم د هېوادونو آزادي او هویت د هغوی د همت، مجاهدې او شهکاریو پوري اړه لري، چې الحمدلله په تیرو ۱۰۰ کلونو کې افغانانو درې ځله په دې میدان کې د الله جل جلاله په نصرت سره بریا ګټلې او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي يې تر لاسه کړی ده.

دا چې په درېيم ځل هم زموږ هېواد نوی له اشغال څخه د الله جل جلاله په نصرت سره آزاد شوی، څرګندوي، چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم په قوت کې شتون لري او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او ژمنتیا لري.

د تیرو څه باندې ۱۰۰ کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره به پر افغانو له هر ډول تجاوز څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي.

افغانان سوله غوښتونکي خلک دي، خو هر ځل يې سوله او امن د بهرنیو یرغلونو او تاړاکونو له امله په جګړه بدل شوی او کلونه ځورول شوي او کړول شوي دي.

د افغانستان مسلمان او غیور ولس باید د تیر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيو او دسیسو په وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک اسلامي تعهد او ملي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي وساتي.