ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1201

د پاکستان ټاکنې؛ د ائتلافي حکومت جوړیدو هڅې روانې دي

وروسته ترهغې چې د پاکستان د تېرې پنجشنبې په ورځ ټاکنو یو سیاسي ګوند هم د لومړي وزیر د څوکۍ ګټلو لپاره غوڅ اکثریت رایې ترلاسه نه کړې، اوس د دې هڅې روانې دي، چې دغه هېواد کې ائتلافي حکومت رامنځته شي.

د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند او د بلاول بوټو په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند، چې دغو ټاکنو کې د مستقلو ګوندونو په توګه دغو ټاکنو کې یې لومړی او دویم ځایونه خپل کړي، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ګډ ائتلافي حکومت د رامنځته کولو پر سر هوکړې ته نږدې شوي دي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند؛ چې دغو ټاکنو کې یې رسمي ځای نه درلود، خو د ګوند له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو یې په ټول پاکستان کې تر ټولو ګوندونو ډېرې ۹۲ څوکۍ ترلاسه کړې دي ویلي، چې ټاکنو کې درغلي شوې او د دغه ګوند له ملاتړ څخه د برخمنو نوماندانو حق بې ځایه شوی دی.

د دغه ګوند پلویانو له دوو ورځې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په لاریونونو لاس پورې کړی او دغه راز یې په ستره محکمه کې په دې اړه قضیه هم ثبت کړې ده.

د لوړو زده کړو وزارت د وردګ لوړو زده کړو موسسه کې د ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت لس پروژې پرانیستې

د لوړو زده کړو سرپرست وزير ميدان وردګ ولایت ته د یو کاري سفر په ترڅ کې د وردګ لوړو زده کړو موسسه کې د ۸۱ ميليونو افغانيو په لګښت لس پروژې، چې پکې د ګټې اخیستنې او د کار پیل پروژې شاملې دي، پرانيستې.

په دغو پروژو کې د څېړنيز مرکز ودانۍ، د پوهنتون بریښنا د ښاري بریښنا شبکې سره نښلول، د شرعياتو پوهنځي کتابتون، د کرنې پوهنځي څېړنيز فارم او د کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځيو د لابراتوارونو، کرېکټ میدان، ليليې ودانۍ، د غونډو تالار او د موسسې د انګړ زرغونتیا شاملې دي.

د يادو پروژو له ډلې څخه درې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، د څلورو پروژو کار پيل شوی او د درېيو نورو پروژو کار، چې ټاکل شوې په ١٤٠٣ هـ ش کال کې ترسره شي، په دغو لسو پروژو کې شاملې دي.

د دې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزير مولوي ندا محمد نديم د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونو او پراختیايي پلانونو په اړه خبرې کړي او د میدان وردګ لوړو زده کړو موسسې له مسولينو يې غوښتي، چې د دې تحصیلي بنسټ ملکیتونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغانستان او ایران سرحدي مسولینو اسلام قلعه بندر کې د همغږۍ ناسته کړې

ملي دفاع وزارت وایي، د اسلامي امارت سرحدي مسولینو او ایراني سرحدي ځواکونو د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې پر سرحدي مسایلو دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګښت د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ګډې همغږۍ ناسته شوې.

په دی ناسته کې د یاد ولایت کمیسارۍ په انګړ کې د ۲۰۷  الفاروق قول اردو د پینځمې سرحدی لوا قوماندان برید جنرال محمد رحيم خادم په مشرۍ ترسره شوې، چې د ایران لوري څخه د سرحدي ځواکونو مرستيال محمد رضا بیات او د يادو سرحدي ځواکونو لومړی درجه مرستیال سرهنګ شيدا هم ګډون درلود.

یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مسایلو او همکاریو اړوند د نظر د تبادلې سربېره د ستونزو  د حل په اړه هم خبرې شوې.

د اسلامي امارت سرحدي مسولينو ايراني لوري ته د ګاونډيو هېوادونو سره د هر ډول ګډو همکاريو او د ښو اړيکو ساتلو ډاډ ورکړی.

ايراني پلاوي هم د ملي دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو له همکارۍ خوښي څرګنده کړې.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي لیدنه؛ د روغتیايي ځالو په معیاري کولو خبرې شوي

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت او د دې ادارې ترمنځ د روغتیايي ځالو د معیاري کولو په ځانګړي ډول؛ د ودانیو د رغونې په برخه کې د ګډې همکارۍ، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د پیاوړتیا، لا زیاتې همغږۍ، د روغتیايي برخو د تخنیکي ملاتړ او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼلي دي او ویلي يي دي؛ موږ به هڅه وکړو، ترڅو د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي، د روغتیا په برخه کې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ موږ امکاناتو ته په پام سره له عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکوو.

کابل؛ د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ سیالیو د پچه اچونې مراسم ترسره شول

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په تالار کې د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ د اتو لوبډلو تر منځ د قرعه کشي (پچې اچونې) مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د ملي راډیو تلویزیون مشرتابه او د بدني روزنې او سپورټ مسولینو ګډون کړی و.

په یاد غوره لیګ کې ۸ لوبډلې په دوو ګروپونو کې سیالۍ کوي.

په “الف” ګروپ کې د ام بلاد، سپین‌غر، نښتر او پامیر لوبډلې او په “ب” ګروپ کې بیا د بالاحصار، بست، نیګین هریوا او هندوکش لوبډلې یو له بل سره لوبېږي.

په دې مراسمو کې د بدني روزنې او المپيک رييس مولوي احمدالله وثيق ویلي، چې سږ کال د هېواد د واليبال ملي لوبډلې لوبغاړو د پام وړ پرمختګ کړی او په شپږو بهرنیو سياليو کې يې هم ګډون کړى دى.

نوموړی زیاته کړې، چې ورزش اوس د ودې او پراختیا په حال کې دی او زموږ له وعدې سره سم د هېواد ګوټ-ګوت ته رسېدلی دی.

د ملي راډيو تلويزيون لوی رييس قاري محمد يوسف احمدي ویلي، چې ملي راډیو تلویزیون د بېلا بېلو ورزشي رشتو د ودې او پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د یادولو وړ ده، چې دا سيالۍ هر کال کابل کې د شپږو لوبډلو تر منځ تر سره کېدې، چې سږ کال به د دوو نورو لوبډلو په زیاتولو سره د اتو لوبډلو تر منځ ترسره شي.

یادې لوبې د ملي سپورت له لوري په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

مولوي عبدالکبیر لغمان کې له قومي مشرانو او مسولینو سره په غونډه کې؛ د لغمان پراختیا او ابادۍ ته به ځانګړې پاملرنه وشي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (سه شنبه، د سلواغې ۲۴مه) لغمان ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د قومي مشرانو، علماوو او مسولینو په یوې لویه ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې چې د لغمان د ولایتي ادارې مسولینو هم برخه درلوده، د لغمان والي قاری ذین العابدین عابد د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د لغمان د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي، چې د لغمان په کچه د ادارو او ولسونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې، ولسونه له اسلامي امارت سره همکار دي او دوی د خلکو د ستونزو حل په لومړیتوب کې نیولی دی.

د لغمان د علماوو شورا رییس مفتي محمد سلیم حقاني په خپله وینا کې، د نظام او ولس تر منځ همغږي مهمه بللې او ویلي یې دي، چې موږ په تېر کې پیاوړې امپراطورۍ ته ماته ورکړې او اوس د هېواد د رغولو او اقتصادي پیاوړتیا وخت دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان دښمنان هغه ازمایل شوې څېرې دي، چې د افغانانو د دین، هېواد او پرمختګ مخالفین دي، ولس به هیڅکله بیا په هغوی دوکه نشي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې باید د ولسونو د اوښکو پاکولو او د وطن د ابادۍ لپاره کار وشي.

په دې غونډه کې د حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ زر محمد حقاني ویلي، چې په سپېڅلي جهاد کې ټولو افغانانو ونډه درلوده او د اوسني اسلامي نظام خدمات هم له توپير پرته د ټولو ولسونو لپاره دي.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي ویلي، چې د ولس په همکارۍ اشغال ختم او اسلامي نظام راغی او اوس د اسلامي نظام کلک ملاتړ کوي او ولسونه باید چاته د بغاوت او مخالفت اجازه ورنه‌کړي.

نوموړي ویلي، چې د امیرالمؤمنین د فرمان په اساس، خویندو ته میراث ورکړئ، په بدو کې به یې نه ورکوئ، ولور مه اخلئ، په ښځو به شاقه کارونه نه کوئ، امید دی چې تاسې د دې فرمان په تطبیق کې همکاري وکړئ.

د لغمان د ولسونو او قومونو په استازولۍ مولوي عبدالحمید هاشمي ویلي؛ د خوشحالۍ ځای دی چې د اسلامي نظام له برکته اوس په ټول هېواد کې امن دی، فساد له منځه تللی، جنايي پېښې کمې شوي د هر چا حقوق تأمین دي او ولسونه په خپلو چارو بوخت دي.

د نوموړي په وینا؛ هیڅکله به هم د لغمان ولسونه له دې نعمت څخه ناشکره نشي.

ښاغلي هاشمي په لغمان کې د بندونو، عمومي او فرعي سړکونو، د ښوونځيو ودانیو رغولو، روغتیايي او انکشافي پروژو د پلي کولو او په لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو او اداري واحدونو د پراختیا غوښتنه هم کړې ده.

په دې غونډه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې نن د جهاد د شهیدانو ارمانونه پوره شوي، اسلامي امارت عمومي عفوه کړې، څوک چې له دې عفوې استفاده کوي، زموږ افغانان ورونه دي، نه ورته پېغور ورکوو، نه اخطار ورکوو او نه ورته د زیان رسولو اراده لرو.

نوموړي پرهغوافغانانو چې د پردیو د لمسون او پروپاګنډ په پایله کې له هېواده وتلي غږ کړی، چې هېواد ته را وګرځي او په خپل کور کې د ارامۍ او عزت ژوند غوره کړي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت لکه څنګه چې په افغانستان د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی.

نوموړي ویلي؛ لکه څنګه چې اسلامي امارت په سیاسي ډګر کې ښه ځلېږي همداسې به په اقتصادي میدان کې هم ځلېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ژمنه کړې، چې په لغمان کې به د پراختیايی چارو په برخه کې ځانګړې پروژې عملي شي.

دغه‌راز د سترو او کوچنیو بندونو اوسړکونو رغول او د روغتیايي چارو ترسره کول به په لغمان کې د پراختیايي چارو په سر کې ځای ولري.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر ویلي، چې په لغمان کې به د شاړو ځمکو او ځنګلونو د ابادولو په برخه کې هم کار وشي، د لغمان ځوانانو ته به کار موندنه او د لغمان حاصلاتو ته به بازار موندنه وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دوحې غونډې ته په اشارې ویلي، چې دغه ناسته به د نړۍ او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل شي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان رښتینی وارث اسلامي امارت دی او د ولسونو په همکارۍ به خپل هېواد له ستونزو څخه را وباسي.

د کابينې ۱۶ مه غونډه؛ خوست کې د سرطاني ناروغيو کمپلکس جوړولو طرحه منظوره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپاړسمه غونډه د رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه «شعبان المعظم لومړۍ/ سلواغې ۲۳ مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، له هر اړخيز بحث وروسته په خوست کې د روغتیایي کمپلکس جوړولو طرحه منظور شوه او د امارتي شرکتونو د رهبرۍ هيئت مشر مولوي احمد جان بلال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅيړي او اړوند ارګانونه دې خپلې چارې پرمخ یوسي.

همدا راز پرېکړه وشوه، چې د کابل ښار پینځم مکروریانو د چارو پرمختګ په اړه د کمیټې نظر دې له سترې محکمې سره شریک شي او محکمه دې يادې موضوع ته لومړيتوب ورکړي، ترڅو يې چارې پيل او خلکو ته خپل حق وسپارل شي.

په غونډه کې د اسلامي امارت اداري کميسيون ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د کارموندنې ملي پاليسۍ په اړه پر جوړې شوې طرحې بیا کتنه وکړي او د منظورۍ لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

د فبروري ۱۳ مه د راډیو نړیواله ورځ؛ اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، هېواد کې ۲۸۰ راډیوګانې فعالیت کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال د راډیو د نړیوالې ورځ په مناسبت وايي، چې اوسمهال هېواد کې ټولټال ۲۸۰ راډیوګانې فعالیت کوي او اسلامي امارت د راډیو په ګډون له ټولو رسنیو په کلکه ملاتړ کوي.

د افغانستان ملي راډیو چې له لسیزو راهیسې په بېلا بېلو ژبو فعالیت کوي، هره ورځ د ۱۸ ساعتونو لپاره په ۷ ملي او محلي ژبو خپرونې وړاندې کوي.

د ملي راډیو د نشراتو مسولین وايي؛ اوس یې د تیر پرتله په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شوې او ورځ تر بلې یې مینه‌وال مخ په زیاتېدو دي.

د یادونې وړ ده، چې راډیو افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۶ زیږدیز کال د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د کابل راډیو په نوم د کابل دهمزنګ سیمې ته څېرمه د “کوټه لندني” په وداني کې خپلې خپرونې پیل کړې.

وروسته یې بیا د کورنیو جګړو له امله د یوې مودې لپاره فعالیت وځنډید. په ۱۳۲۰ لمریز کال یې بېرته فعالیت پیل کړ، چې اوس یې د افغانستان ملي رادیو په نوم ۹۶ کاله کېږي.

عمران فضلي