ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1202

افغانستان کرېکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو په موخه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېتې نن د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ، چې لومړۍ لوبه به یې د روانې فبروري میاشتې په ۱۷مه ورپسې دویمه او دریمه په ترتیب سره په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.

د یادې لوبډلې مشري به د ابراهیم ځدراڼ پر غاړه ولري.

په یاد نوملړ کې د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نور احمد، وفادار مومند او قیس احمد ګډون لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې سرپرست مسول احمدشاه سلیمانخېل ویلي؛ د دغو سیالیو اهمیت ته په پام سره به زموږ یوه موخه دا هم وي، ترڅو د ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام هم له نظره ونه باسو او له اوسه ورته د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ځوانان هم په پام کې ونیسو او وروزو.

دغه راز د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان ځدران ویلي؛ تل مو په دې ټینګار کړی، ترڅو ټولو بڼو ته باید پياوړي لوبغاړي په پام کې ونیول شي، دغه راز لوبډلو ته د ځوانانو شاملول هم زموږ له مسولیتونو ګڼل کېږي، چې تر اوسه دغه چاره هم په ښه او سیستماتیک ډول مخ ته تللې ده او دغه راز زموږ ډېر فکر پر یوې غوره پشتوانې او بککپ لوبډلې هم ده ،چې باید هیڅکله دغه کار له پامه یې ونه غورځوو.

نوموړي زیاته کړې؛ بایلل او ګټل د لوبې دوه اړخونه دي، خو خوښ دې ته یم، چې موږ ملي لوبډلو ته بوخت مهالوېش تنظیم کړی دی او دا به مو تل لومړیتوب وي، ترڅو ملي لوبډله بوخت کال ولري چې له نېکه مرغه سږ کال یې یوه ښه بېلګه ده.

د یادونې وړ ده چې افغان ملي لوبډله به د سریلانکا پر وړاندې له یادې لوبلړۍ وروسته د افغانستان په کوربه توب د ایرلنډ پر وړاندې بشپړه لوبلړۍ ترسره کړي، چې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې نړیوالې شل اوریزې لوبې پکې شاملې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو فزیکي تکړښت لپاره نوی روزونکی ټاکلی

افغانستان کرېکټ بورډ نیکولاس ټرېور لي د ملي لوبډلې لپاره د فزیکي تکړښت د نوي روزونکي يا ټرېنر په توګه وګوماره، چې د روانې فبروري میاشتې په ۲۳مه نېټه به د ایرلینډ پر وړاندې له لوبلړۍ مخکې له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

له دې وړاندې یاده دنده له ۲۰۱۴م کال راهیسې د سویلي افریقا جېسن ډوګلس پر مخ وړله.

۴۰ کلن نیکولاس لي د انګلستان د کېنټ کاونټي کرېکټ کلب په ګټه ۱۳ فرسټ کلاس سیالیو کې لوبېدلی دی، چې د درې نیمه سلیزو پر مټ یې د ۳۰.۶۲ منډو په اوسط سره ۴۹۰ منډې جوړې کړې دي.

نوموړی دغه راز له انګلستان کرېکټ بورډ د روزنې دویمه درجه سند ترلاسه کړی او د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه پراخه تجربه لري. 

ټرېور لي د ۲۰۲۰م کال له مارچ میاشتې راهیسې د بنګله دېش کرېکټ بورډ د فزیکي تکړښت څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوي.

نیکولاس له دې وړاندې د ۲۰۱۶م کال له اکټوبر د ۲۰۲۰م کال تر فبروري میاشتې پورې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه پاتې شوی دی. 

له بنګله دېش او سریلانکا سره له دندو وړاندې نوموړي د شا وخوا پینځه کلونو لپاره د انګلستان د سسیکس کرېکټ کلب د فزیکي تکړښت د مشر روزونکي په توګه دنده پرمخ وړې ده.

سربېره پر دې نوموړی د انګلستان له اګلیا رسکن پوهنتون د سپورت ساینس په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې ترلاسه کړې او دغه راز د انګلستان د فزیکي تکړښت د سازمان برحاله غړیتوب هم له ځان سره لري. 

د دې ټولو مسولیتونو او دندو ترڅنګ نیکولاس ټرېور لي د ۲۰۱۷م کال چېمپینز ټرافي، د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې له بېلابېلو لوبډلو سره د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان کرېکټ بورډ شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګر ساتنې روزونکي په توګه ګمارلی دی.

دغه راز افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د کارکردګۍ څېړنې برخه کې هم د روزونکي په لټه کې دی، چې یاد بست یې اعلان ته هم سپارلی دی.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ټولو افغانانو لپاره هېواد ته په داوطلبانه ډول د راګرځېدو زمینه برابره کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ورسره پلاوي یې ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې په تورخم کې د راستنېدونکیو افغان کډوالو لپاره له جوړ شوي عمري کمپ،  دتورخم له کمیساري او ښارګوټي څخه لیدنه کړې.

د تورخم کمیسار مولوي عبدالجبار او د عمري کمپ مشر مولوي محمدهاشم میوندوال د ګډې پولې د امنیت، له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو نیول شوی چمتووالي، د تورخم ښارګوټي د تګ راتګ او عمري کمپ په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ورسره یې د شته ستونزو او لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي دي.

مسولینو ویلي؛ له پاکستانه د افغان کډوالو له اجباري ویستنې سره په دې کمپ د کډوالو فشار خورا ډېر و، خو د ځایي اوسېدونکیو، بهر مېشتو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو موسسو په مرسته یې د افغان کډوالو ښه پالنه کړې او ټول سهولتونه یې ورته برابر کړي دي.

یادو مسولینو زیاته کړې؛ اوس هم د افغان کډوالو راستنېدل دوام لري، چې په عمري کمپ کې تثبیت، بایومیټریک او راجستر کېږي او له هغې وروسته د منظمې تګلارې له مخې ورسره مرستې کېږي او خپلو سیمو ته لېږل کېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له راستنېدونکیو افغان کډوالو څخه د عمري کمپ د کوربتوب او له راستنېدونکیو افغانانو سره د بېړنیو مرستو له امله له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو ادارو څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې له راستنېدونکیو افغانانو سره به د اسلامي امارت او هېوادوالو مرستې او ملاتړ دوام ولري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ سره له دې چې په اجباري ډول د افغانانو ویستنه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي، خو زیاتوي هېواد ته د افغانانو په راتګ خوشحاله دی او اسلامي امارت کوښښ کوي، چې د ټولو افغانانو لپاره هېواد ته په داوطلبانه ډول د راګرځېدو زمینه برابره کړي.

نوموړي له ټولو مسولو ادارو، شتمنو افغانانو، شرکتونو او سوداګرو څخه غوښتي، چې د راستنېدونکیو افغانانو لپاره د کار په موندنه کې همکاري وکړي.

سیاسي مرستیال د تورخم له کمیساري او ښارګوټي څخه د لیدنې پر مهال اړونده مسولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ په تورخم کې شته ستونزې به جدي ډول تعقیب او کوښښ به وشي چې مسافرو او ناروغانو ته لازم سهولتونه برابر شي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالیاتي او سوداګریزو مذاکراتو لومړي پړاو کې د پانګونې پر زیاتوالي او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوي

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو په تړاو د مذاکراتو لومړی پړاو ترسره شو.

د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو د مالیاتي چارو د مسولینو ترمنځ د مضاعف(دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو او اړوند نورو مهمو مسایلو په اړه، د مخامخ مذاکراتو لومړی پړاو د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې ترسره شو.

 په دغه درې ورځنیو مسلسلو مذاکراتو کې، چې د مالیې وزارت د مالیاتي، تخنیکي، حقوقي او د پالیسۍ چارو مسولینو او د ترکمنستان هېواد د مالیې او اقتصاد وزارت د مالیاتي سیسټم او پراختیایي بودیجې د کارپوهانو رییس د مالیاتي او حسابي پالیسۍ مرستیال او په افغانستان کې د دې هېواد د سفارت استازي ګډون کړی وو.

د دواړو هېوادو ترمنځ د مضاعفو(دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې پر زیاتوالي، د مالیاتي تېښتي د مخنیوي او په یادو برخو کې د دوه اړخیزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو بشپړې خبرې شوي.

دواړو لوریو پر لومړنۍ چمتو شوې مسودې هوکړې ته رسیدلي.

د دې مذاکراتو بل پړاو به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو مالیاتي مسولینو ترمنځ ترسره شي.

بهرني استادان او څیړونکي: افغانستان کې د اقلیمي بدلون ځنډېدلې پروژې دې ژر تر ژره پیل شي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس حافظ عزیزالرحمن، مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني او د دې ادارې د مختلفو څانګو رییسانو ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس په لړ کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، سازښت او پالیسۍ جوړولو په تړاو د بهرنیو استادانو او متخصصینو، د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال، استادانو او متخصصینو سره ځانګړې ناسته کړې.

په دې ناسته کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس له خوا د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو، چاپېریال ساتنې او ککړتیا د مخنیوي په برخه کې له بهرنیو او داخلي استادانو او متخصصینو سره هر اړخیز معلومات شریک شوي.

د بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت او همدا راز د خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په تړاو لازمې طرحې او نظرونه وړاندې شوي، چې د پالیسو په جوړولو کې به ترې استفاده وشي.

د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو څخه راغلو استادانو د دې کنفرانس دایرول ارزښتمن بللی او ژمنه یې کړې، چې موږ به د افغانستان د خلکو ږغ تر نړیوالو ورسوو.

یادو استادانو ویلي؛ دا مهال په افغانستان کي بشپړ امنیت تامین شوی، هغه پروژې چي دا مهال د چاپیریال ساتني او اقلیمي بدلون په برخه کې ځنډیدلې وې باید ژر تر ژره پیل شي او زیاته کړې یې ده، چې موږ به ستاسو د ږغ په بدرګه کولو کې پوره هڅه او کوښښونه وکړو.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم بدلون سره د مبارزې په برخه کې د بهرنیو او داخلي متخصصینو طرحې او نظرونه مهم ګڼلي، چې په راتلونکي کې به په پالیسۍ جوړولو کې په عملي ډول پلي شي.

کندوز کې د وزلوبې درې ورځنی سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ او د یو ځايي سوداګر په مالي ملاتړ په دورې بزکشۍ ورزشي لوبغالي کې له ۱۴ ولايتونو څخه د ۳۵۰ چاپندازانو ترمنځ د سالمې تفريح او د ملي او دوديزو لوبو دودولو په موخه د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په ورستۍ ورځ د میدان حکم له لوري درې اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی له تخار څخه صبغت الله پهلوان، دويم له کندوز څخه ذبيح الله پهلوان او درېيم هم له کندوز څخه مولا گل کندوزي پهلوان تر ټاکلې دايرې ورساوه.

په دغو سیالیو کې د کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فارياب، سرپل، سمنگان، پنجشېر، پروان، کابل، کاپيسا او باميان ولايتونو چاپندازانو ګډون کړی وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

په یادو سیالیو کې صبغت الله پهلوان ته د یو سوداګر له خوا يو موټر، ذبيح الله پهلوان ته د اتاق تجارت آمريت له خوا ۱۰۰۰ ډالر او يو موټر او مولا گل کندزي پهلوان ته هم د یو سوداګر له خوا ۴۰۰۰ زره ډالر او د کندوز ولايت مخور له خوا ورته يو موټر او يو کپ د انعام په توگه ورکړل شول.

د هېواد په کچه په تېره مياشت کې نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د هېواد په کچه یې د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۹.۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۸۵.۴ ميليون ډالرو ته رسېږي.

یاده اداره زیاتوي؛ تېر کال په همدې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۸.۷ میلیون ډالرو ته رسید او د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۱.۲ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.

د ۱۴۰۱ کال په مرغومي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۸۷.۷ میلیون ډالرو ته رسیدو، چې د روان کال په یاده مياشت کې د ۹۸.۷ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د تېر او ۱۴۰۲ کال په مرغومي مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

همدا ډول د تېر کال په مرغومي مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، چین او ایران هېوادونو څخه شوي وو او د روان کال په همدې مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلې صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

پر رفح ښار د اسرائیلو بریدونو ته د اسلامي امارت غبرګون؛ صهیونیستي رژیم دې ژر تر ژره روان وحشت پای ته ورسوي

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غزې په جنوب رفح ښار کې د صهیونیستي رژیم بریدونو په اړه ویلي؛ د فلسطین د غزې تړانګې پر شمال او جنوب له څلور میاشتنیو وحشیانه بریدونو وروسته تیره ورځ صهيونيستي یرغلګرو پر رفح ښارګوټي، چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطینیانو چې ډیری یې ماشومان او ښځې دي د بمباریو او جګړو له ویرې پناه اخیستې ده، وحشیانه بریدونه پیل کړل.

پر رفح ښارگوټي د صهيونيستي رژیم بریدونو دوام به بله لويه فاجعه رامنځ ته او روان ناورین لا پسې ژور کړي.

اسلامي امارت د صهیونیستانو روان وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي او د سملاسي دريدو غوښتنه يې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت پر نړیوالو او سیمه‌ییزو مؤثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کوي چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټول وژنې مخه ونیسي او د دې قضیې اساسي حل ته لار اواره کړي.

په غزه کې د ټولوژنې دوام حاکم نړيوال نظم او مدعي ارزښتونه يې له جدي پوښتنو سره مخ کړي او دا د پېړۍ ټول وژنه به د نړیوالو سازمانونو او د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار نور هم له منځه یوسي.

غزه کې بشري ناورین؛ د سختې لوږې خطر په ډېرېدو دی

د غزې شمال کې اوسېدونکي هېڅ خوراکي توکي نه لري او ځینې یې د حیواناتو د واښو لپاره کارېدونکې غلې دانې میده کوي او د ژوندي پاتې کېدو په موخه ځان ته اوړه ترې جوړوي، خو اوس دا زېرمې هم په خلاصېدو دي.

ځینو بیا د څښاک او مینځلو د اوبو پیدا کولو لپاره کیندنې پیل کړې. یو شمېر اوسېدونکي یې د اسرائیلو له لوري د بمبار شویو ودانیو په کڼدوالو کې د اوبو د نلکیو موندلو هڅه کوي، تر څو د څښاک اوبه ومومي.

غزه کې مسولین وايي، چې پر ملکیانو د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د لوږې خطر په ډېرېدو او مخنیوی یې ستونزمن دی.

دوی زیاتوي، چې فلسطیني کورنۍ په دوو ورځو کې یو وخت په نیمه ګېډه ډوډۍ خوري او حتا د خوراک لپاره په بازار کې واښه هم نشي پیدا کولای.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې د غزې په شمال کې د ماشومانو خوارځواکي په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو ده.

سره له دې چې د غزې شمال کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د یوه لوی بشري ناروین د رامنځته کېدو وېره موجوده ده، خو صهیونیستي اشغالګر بیا هم د بشري مرستو د رسېدلو مخنیوی کوي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې صهیونیستي رژیم د لاهه نړیوالې محکمې حکم ته له پام پرته غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

یاد وزارت زیاتوي؛ په دې حملو کې تر اوسه ۲۸ زره او ۱۷۶ کسان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دغه‌راز ۷۶ زره او ۷۸۴ نور ټپیان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ د ۳۰/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۲/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې اته کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۱۵ زره افغانۍ شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې ده چې ټولې ۱۰۰ زره اقغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې  کمېټه

په تورخم کې څلور کورنۍ د لنډمهالې مېشتېدنې په کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۴۶۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا:  په تورخم کې ۸۱۶ تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، نهه بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن حافظ، اووه تنه غریبکار او ۱۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۱۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې درې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۹۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۸۵ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپين بولدک کې ۲۰ تنه غریبکار او نهه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۹ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې شپږ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.              

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۴۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې  کمېټه

په نیمروز کې ۳۱ کورنۍ د لنډمهالې مېشتېدنې په کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۹۲ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې  کمېټه

په هرات کې ۱۲ کورنۍ د لنډمهالې مېشتېدنې په کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۵۲ کورنۍ ۱۶۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۳ کورنۍ ۱۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۳۴ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:    ۵۰ کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                ۱۰۶۶ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۱۰۱ عدده