ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1203

د مولوي عبدالسلام حنفي او د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال لیدنه؛ کابل ښار کې په پراختیايي پروژو خبرې شوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال انجنیر عامر ياسر سره لیدنه کړې.

انجنیر عامر ياسر د کابل ښاروالۍ د فعاليتونو، کړنو او پروګرامونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال ویلي؛ د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته دغه اداره توانېدلې، چې په خپلې داخلي بودیجې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې زياتې پراختیايي پروژې پيل او پلي کړي او د راتلونکي کال لپاره هم په پام کې لري، چې د کابل ښار د ابادۍ، ښکلي کولو او سرسبزۍ لپاره ډېرې پروژې پلې کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ د کابل ښاروالۍ مسولين او پرسونل د کابل ښار د ابادۍ، تنظيم، ښکلي کولو او سرسبزي لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نظم، تنظيف او پراختیايي پروژو لپاره د يادې ادارې فعاليتونه او کړنې ستایلي دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړې؛ په کابل ښار کې د لويو پروژو پلي کول، ښيي چې که چېرې د پراختیا او پرمختګ لپاره اراده موجوده وي په داخلي بودیجه او ځواک هم ابادي او پراختیا کېدای شي.

ښاغلي حنفي همداراز ویلي: کابل د افغانستان پلازمېنه او يو لوی ښار دی او د ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو مسولين دې د هغه د سرسبزي، نظم او ابادۍ لپاره تر خپلې وسې هڅه وکړي.

له ګوانتانامو زندانه ازاد شوي دوه افغانان هېواد ته راستانه شول

په ګوانتانامو کې دوه پخواني بندیان، چې په عمان کې نظربند وو نن دوشنبه کابل ته را ورسېدل.

ملا عبدالظاهر صابر د لوګر او عبدالکریم د خوست ولایت اوسېدونکی، چې دواړه په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوي وو او له یاد زندان څخه تر ازادېدو وروسته په عمان کې نظر بند وو، د اسلامي امارت په هڅو ازاد او نن سهار دوشنبه هېواد ته راستانه شول.

ملا عبدالظاهر صابر د امریکايي ځواکونو او عبدالکریم د پاکستان حکومت له خوا تر نیول کېدو وروسته یاد زندان ته لېږدول شوي وو.

یاد کسان ګوانتانامو څخه له ازادېدو وروسته اووه کاله په عمان کې نظر بند وو او هېڅ ځای ته یې د سفر اجازه نه لرله، چې د اسلامي امارت په هڅو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

له دې وړاندې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جون پر ۲۵مه د اسلامي امارت په هڅو یو بل افغان بندي اسدالله هارون له ګوانتانامو زندان خوشی او کابل ته راستون شو.

اسدالله هارون هم نږدې ۱۵ کاله په ګوانتانامو کې بندي و.

د رياست الوزرا اداري مرستيال: د ملت او نظام ترمنځ د اړيکو په پياوړتيا کې د علماوو او مشرانو رول اړین دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشيع يو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.

د دې کتنې په پیل کې علماوو او مشرانو د ټولنيز وضعيت او پراختیايي فعاليتونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

اهل تشيع علماوو او مشرانو ویلي؛ اهل تشيع د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه لیدلوری لري او د اسلامي نظام هر اړخيز ملاتړ کوي.

دوی د اسلامي له مسولينو څخه غوښتي، ترڅو په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د پراختیايي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اسلامي امارت مسولين د خلکو خدمت او د هغوی ستونزو ته رسېدنه خپل مسوليت او وياړ بولي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د ملت او نظام ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او استحکام لپاره د علماوو او مشرانو رول مهم ياد کړی او له هغوی يې غوښتي، ترڅو په دې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ اسلامي امارت متوازنې پراختیا ته ژمن دی او د خپل توان تر کچې په ټول افغانستان کې پراختیايي پروژې پلي کوي.

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د دوحې راتلونکې ناسته له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل پراخېدو په موخه جوړېږي

ننګرهار کې د قومي مشرانو او علماوو ستره ولسي ناسته شوې.

‎په دې ناسته کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سربیره د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو، علماوو، د صنعت او سوداګریزو خونو مشرانو، غړو او ځوانانو ګډون کړی و او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ اعلان او د هر راز همکارۍ ژمنه یې کړې.

‎په پیل کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته یې د ننګرهار د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

‎ د ننګرهار د علماوو شورا رییس ویلي؛ د اسلامي نظام غوره ځانګړنه دا ده، چې د خپلو ولسونو له حاله ځان خبر کړي او ننګرهار ته د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او نورو مسولینو سفر او له ولسونو سره یې لیدنه د اسلامي نظام غوره ځانګړنه ده.

‎ قومي مشرانو او علماوو د کابل –جلال اباد د دویم سړک رغول، د جلال اباد-تورخم د لویې لارې بشپړیدل او په ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې او سړک رغولو په برخه کې د پروژو پلي کېدو غوښتنه کړې.

‎هغوی دغه راز په تورخم کې د ناروغانو او مسافرو لپاره د اسانتیاوو د برابرېدو د غوښتنې ترڅنګ، د ننګرهار د صنعتي پارک د ستونزو د حل غوښتنه هم کړې.

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار له قومي مشرانو او مخورو څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ د ننګرهار ولسونه هماغه ډول چې د علم او ادب په برخه کې پرمختګونه لري، د افغانستان د ازادۍ او د اشغال د خاتمې په دواړو دورو کې یې فعاله ونډه اخیستې او ډېرې قربانۍ یې زغملي دي.

‎نوموړي زیاته کړې؛ پر افغانستان د اسلامي نظام حاکمیت د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ننګرهار د مجاهدو ولسونو ارمان و او د دې نظام ساتل هم د ټولو افغانانو مسولیت دی، هیچا ته د اسلامي نظام پر وړاندې د بغاوت اجازه مه ورکوئ.

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

‎مولوي عبدالکبیر ویلي؛ ګاونډیان او نړیوال باید ډاډه اوسي، چې اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست پر مخ وړي او له هیچا سره د منازعې رامنځته کېدل نه غواړي، بلکې غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل ولري.

‎نوموړي د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې ویلي، دغه ناسته له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل د پراخېدو په موخه جوړېږي.

‎سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ د هغوی په وړاندیزونو به غور وشي، په ختیځو ولایاتو کې به پراختیايي پروژې پلې شي او اسلامي امارت د هېواد رغونه او د بنسټونو جوړول په خپل لومړیتوبونو کې لري.

‎د نوموړي په وینا؛ داسې یو نظام به په نړۍ کې ترسترګو نشي، چې له امیره تر وزیر او بیا د نظام تر عادي مامور پورې ټول په دیني پوهې او علم سمبال وي، له همدې امله د ولسونو خدمت او د خدای تعالی رضا د مسولینو د کار اساس جوړوي.

د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند: مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۶۰۰ زره معلولین، د شهیدانو وارثین او کونډې ثبت شوي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې څه باندې ۶۰۰ زره معلولین، د شهیدانو وارثین او کونډې ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له تېر یوه کال څخه په کمه موده کې ۵۰۰ زره د شهیدانو په وارثینو، معلولینو او کونډو د میاشتني معاش د وېش تر څنګ د ملي او نړیوالو مرستندویه سازمانونو له لوري پر ۱۳۰ کسانو نغدي مرستې، خوراکي او غیرې خوراکي توکي وېشل شوي دي.

د یاد وزارت وياند د شهيدانو او معلولينو يو شمېر وارثانو ته د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو برابرول او یو شمیر یې په دولتي بستونو کې استخدام د دې وزارت له مهمو فعالیتونو څخه ګڼلي دي.

د روسیې فدراسیون ولسمشر له سلاکار سره د ملا عبدالغني برادر لیدنه؛ د اقلیمي بدلون په برخه کې په ګډې همکارۍ خبرې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې فدراسیون د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې پر مهال چې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانستان او روسیه ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال افغانستان کې د امنیت په ټینګېدو سره تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او روسي پانګوال کولای شي دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

محترم ملا صاحب د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازي پر حضور ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو له جملې څخه دی، چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر زیان ورته رسېدلی او د دغه زیان په بدل کې هېڅ ډول همکاري نه ده ورسره شوې.

ښاغلي روسلان عادلګیرییف افغانستان کې د راغلو پرمختګونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو ریښتینی انځور به د روسیې له حکومت او خلکو سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتلو سره ډېری روسي پانګوال چمتو دي، چې دلته په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د مالي ثبات کمیټې په دویمه غونډه کې؛ بانکي سکتور د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ځانګړی رول لري

د ریاست الوزرا لومړي مرستیال او د اقتصادي عالي شورا رییس ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت د اقتصادي شورا، د مالي ثبات کمیټې او د مجوزو بانکونو د سهمدارانو ترمنځ د بانکي سکتور د ستونزو ارزولو او د حل لارو موندلو په موخه د مالي ثبات کمیټې دویمه غونډه کړې.

په دې ناسته کې د مالي ثبات کمیټې د لومړۍ غونډې په وړاندیزونو، پرېکړو او پرمختګونو او د بانکي سکتور پر فعالیتونو، ننګونو او لاسته راوړنو خبرې شوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د اقتصادي عالي شورا رییس ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ بانکي سکتور د هېواد په رغونه او اقتصادي پرمختګ کې ځانګړی رول لري او په دې سکتور کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي، چې په پایله کې یې د خلکو او سوداګرو باور بیرته ترلاسه کړی دی.

نوموړي خلکو او سوداګرو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو او د بانکي سکتور د ستونزو پر هوارولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ حکومت ژمن دی ترڅو د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل کولو په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول، د انفلاسیون کنترول، د کانونو قانوني ویستنه، د زراعت سکتور معیاري کول، د اوبو مدیریت، د بهرنیو پانګو جذبول او په ټوله کې اقتصادي ودې او سوکالۍ ته لاره هوارول د حکومت د اوږد مهاله پلانونو برخه ده.

ښاغلي برادر اخوند سهمدارانو ته د هغوی د ځان او مال د امنیت ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ په هېواد کې ستاسو د بانکونو د تمویل او پانګونې لپاره په بشپړه توګه خوندي چاپیریال رامنځته شوی دی او تاسې کولای شئ، چې د خپلو بانکونو په پیاوړي کولو مو د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلئ.

نوموړي د بانکونو سهمدارانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي، چې وطن ته راستانه شي او د حکومت د اقتصادي موخو په ترلاسه کولو کې د سهمدارانو، سوداګرو او پانګوالو څخه د هغوی د همکاریو غوښتنه کړې.

د مالیې وزارت سرپرست وزیر ملا ناصر اخوند ویلي؛ د مالیې وزارت د مالي ثبات د ډاډ منولو لپاره بېلابېل ګامونه پورته کړي دي او د بانکي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې یې د افغانستان بانک سره په همغږۍ ونډه اخیستي ده، چې ښې بیلګې یې ټولې مالي چارې او لګښتونه د بانکونو له لارې ترسره کول، د بانکونو د صعب الحصول پورونو د ترلاسه کولو لپاره کمیسیون جوړول، د مالیې وزارت له لوري په محاکمو کې د بانکونو قضیې ژر څیړل او حل کول او ټول عواید د بانکونو له لارې راټولول دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د مالي ثبات د ډاډمنولو په برخه کې نور پروګرامونه هم په پام کې لري، چې په راتلونکي کې به عملي شي.

د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت الله بدري د افغانستان بانکي سکتور په اړه ویلي؛ د هېواد بانکي سکتور په بحراني وضعیت کې د بانک مشرتابه ته وسپارل شو او پر یاد سکتور د خلکو د اعتماد کچه خورا راټیټه شوې وه، خو د نړیوالو د منفي وړاندوینو برعکس نه یواځې دا چې بانکي سکتور بیرته پر خپلو پښو ودرید، بلکه ډیرې لاسته راوړنې او پرمختګونه هم لري، چې په دې برخه کې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ غوره ارزښت، د بانکي سکتور ټیکاو، د انفلاسیون کنټرول، د اسلامي بانکوالۍ ترویج او پر بانکي سکتور د خلکو د باور زیاتوالی ښې بیلګې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ سربېره پر دې، د افغانستان بانک د بانکي سکتور وضعیت د لا ښه والي لپاره مؤثر پروګرامونه په پام کې لري او ژمن دی، ترڅو د اغیزناکو پالیسیو او ستراتیژیو له لارې د هېواد په اقتصادي پرمختګ او هوساینه کې خپل اغیزناک رول ولوبوي.

په دې غونډه کې د مجوزو بانکونو سهمدارانو هم په خپل وار په انلاین او حضوري ډول د غونډې ګډونوالو سره خپل وړاندیزونه، ستونزې، سپارښتنې او نظرونه شریک کړي او د هېواد د بانکي سکتور د لا پياوړتیا په برخه کې یې خپلې ژمنې تازه کړي.

همداراز یې د بانکي سکتور د ثبات په برخه کې د افغانستان بانک هلې ځلې ستایلي دي.

د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی امر د مالي ثبات کمیټه د بانکي سکتور د ستونزو د حل کولو په برخه کې مؤثره ګڼلې او ویلي يي دي؛ د افغانستان بانک په به خپل وار د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا په برخه کې اغیزناکې او دوامدارې هڅې وکړي.

د پاکستان ټاکنې؛ د تحریک انصاف ګوند د رایو په شمېرنه کې د روڼتیا غوښتنه کوي

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د څو بېلابېلو قضیو په جرم زندان کې د بند شپې او ورځې تېروي، ګوند یې د دغه هېواد د تېرې پنجشنبې په ټاکنو کې تر دا مهاله مخکښ دی او د راپورونو له مخې تر دا اوسه یې د پارلمان ۱۰۲ څوکۍ ګټلې دي.

همداراز د نواز شریف مسلم لیګ دویم ګوند دی، چې ډېرې ۷۳ څوکۍ یې لاسته راوړې دي.

دواړه ګوندونه په دغو ټاکنو کې د بریا ادعا کوي او د تحریک انصاف مشرانو دغه راز د سوله ییزو لاریونونو خبرداری هم ورکړی دی.

پاکستان کې د تېرې پنجشنبې ورځې ټاکنو په اړه امریکا، انګلستان او ځینو نورو هېوادونو اندېښنه ښودلې او د رایو په شمېرنه کې یې پر روڼتیا ټنګار کړی دی.

دغه راز د تحریک انصاف له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو چې دغو تاکنو کې مخکښ دي هم ادعا کړې، چې ځینو سیمو کې پوځ هڅه کړې، چې د نوازشریف او نورو ګوندونو پر ملاتړ صندقونه ډک کړي.

د پاکستان تحریک انصاف عمران خان ګوند اوسنی مشر ګوهرخان د دغه هېواد په ټولو اداراتو غږ کړی، چې د دوی د ګوند ترلاسه کړیو پایلو او حق ته درناوی وکړي.

نوموړي ادعا کړې، چې د پنجشنبې په تولټاکنو کې یې ۱۷۱ څوکۍ ترلاسه کړي او دوی د دغه ټولو څوکیو د رسمي اعلان غوښتنه کوي.

تحریک انصاف په داسې مهال د ۱۷۱ څوکیو د ګتلو ادعا کوي، چې د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون د دغه ګوند ګټلې څوکۍ یواځې ۱۰۲ اعلان کړې دي.

د پوځ مشر عاصم منیر بیا له ټولو ګوندونو غوښتي، چې د هېواد د څو ټوټو کېدو مخه ونیسي.

مالیې وزارت له بودیجوي واحدونو سره د ۱۴۰۳ مالي کال د ملي عوایدو استماعیه ناستو کې په فرصتونو، سرچینو او د موخو په څرنګوالي خبرې شوي

د ماليې وزارت له لوري د رڼو ملي عوایدو راټولولو، د عوایدي سرچینو د ښه مدیریت او په راتلونکي (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کې د ادارو لپاره د عوایدي هدف ټاکلو په موخه، له بودیجوي واحدونو سره د ملي عوایدو استماعیه ناستې پای ته ورسېدې.

د یادو غونډو وروستۍ ناسته، چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنير سلطان محمد زبیر په مشرۍ ترسره شوه؛ په لړ کي یې د بودیجوي واحدونو استازو د روان مالي کال لپاره د عوایدي موخه د وضعیت په تړاو معلومات وړاندې کړي او ورپسې په را روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کې په فرصتونو، عایداتي سرچینو او د عوایدي هدف پر څرنګوالي بحث شوی او د غوره عوایدو د ترلاسه کولو په موخه د یادو بودیجوي واحدونو له استازو سره اړینې سپارښتنې شریکې شوي دي.

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال، په را روان مالي کال کې د بودیجوي واحدونو د ستونزو د حل او ملي عایداتي پروژو د ټاکلو په برخه کي ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چي د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي او د ملي عوایدو د ارزښمند مدیریت په موخه به اړینې کړنې ترسره کوي.