ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1204

ملا عبدالغني برادر اخوند د مجوزو بانکونو سهمدارانو دویمه غونډه کې؛ نړیوال د افغانستان په اقتصادي پرمختګ قانع دي

د اسلامي امارت اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو دوهمه غونډه نن د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه د افغانستان بانک د غونډو په تالار کې ترسره او په بانکي سکټور کې د شته ستونزو د له‌منځه وړلو په اړه خبرې اترې وشوې.

په دغه غونډه کې چې مشري یې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند کوله د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند، د افغانستان بانک عمومي سرپرست رییس ملا هدایت‌الله بدري او د مجوزو بانکونو د سهمدارانو استازو شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یادې غونډې ته د خبرو پر مهال د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې د بانکي سکټور رول ارزښتناک یاد کړی او ویلي يي دي؛ هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کول د بانکي سکټور په وده او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه اخیستي او په دې برخه کې پوره ژمنتیا او اوږدمهاله پلانونه لري.

نوموړي د بېلګې په ډول هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرول، د انفلاسیون کنټرول، د کانونو قانوني ویستنه، د کرنیز سکټور معیاري کول، د اوبو مدیریت، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته د زمینې او شرایطو برابرول او یو شمېر نورو برخو ته اشاره کړې او ویلي يي دي؛ د داسې لوی هدف ترلاسه کول یوازې د حکومت له لوري ستونزمن کار دی.

ښاغلي برادر اخوند دغه موخې ته د رسېدو په برخه کې د مجوزو بانکونو سهمدارانو، ملي سوداګرو او پانګوالو همغږي او همکاري مهمه بللې او له هغوی یې غوښتي، چې په دغه برخه کې له اسلامي امارت سره پوره همکاري وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د مجوزو بانکونو سهمداران هېواد ته رابللي او له هغوی یې غوښتي، څو د خپلو بانکونو چارې په ښه ډول مدیریت او د هېواد د بانکي سکټور په پرمختګ کې ونډه واخلي.

نوموړي د اسلامي امارت په استازیتوب دوی ته ډاډ ورکړی، چې ټولو ستونزو ته به یې د قانون په چوکاټ کې په ښه ډول رسېدنه وشي.

د غونډې په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند د مالي ثبات کمېټې غونډه مهمه بللې او هیله یې ښودلې، چې د دغو غونډو دوام به د هېواد د آبادۍ او په ځانګړې توګه د بانکي سکټور د ستونزو په هوارولو کې ګټور تمام شي.

قطر د اسیا جام فوټبال سیالیو اتلولي وګتله

د ۲۰۲۳ کال اسیا جام فوټبال سیالیو پایلوبه تېره شپه (د سلواغې ۲۱مه) د کوربه قطر او اردن فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې قطر پکې سیالې لوبډلې ته د اکرم عفیف ۳ پرلپسې پینالټي ګولونو پر مټ ۳ ـ ۱ ماته ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم ثبت کړه.

اسیا جام فوټبال سیالۍ د قطر په کوربتوب د روان زیږدیز کال د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه د ۲۴ اسیايي لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې د ۳۲ ورځو په موده کې په ۵۱ لوبو کې ۱۳۲ ګولونه ووهل شول.

په دې سیالیو کې د قطر لوبغاړی اکرم عفیف د ۸ ګولونو په ترسره کولو سره لومړي مقام کې راغی.

کندوز کې د وزلوبې سیالیو دوام؛ د زرګونو نندارچیانو په شتون کې به نن وروستۍ سیالۍ ترسره شي

کندوز کې د هېواد په کچه د وزلوبې درې ورځنۍ سیالیو په دوام پرون شنبه ( د سلواغې ۲۱مه ) په دویمه ورځ د زرګونه نندارچیانو په شتون کې په زړه پورې سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ سهار ۱۰ بجې پیل او مازیګر تر ناوخته یې دوام وکړ.

سهارنۍ سیالیو کې حاجي محمد پهلوان د حاجي محمد ولي بغلاني پر اس وزګړی تر حلال دایرې ورساوه او وروستی اوغلاق یې په خپل نوم کړ.

مازیګر مهال بیا د میدان حکم له لوري وروستی اوغلاق د ډاکټر عبد الغفور په ګټه اعلان شو.

ډاکټر غفور د سختې زورازمايۍ وروسته د حاجي محمد نور پر اس وزګړی تر حلال دایرې ورساوه؛ د یو اوښ او ۱۰۰ زره افغانیو ګتونکی شو.

د یادو سیالیو نن وروستۍ (دریمه) ورځ ده او تمه ده، چې نن به هم د ګڼو نندارچیانو په شتون کې په زړه پورې سیالۍ ترسره شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۲۹/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۱/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې اووه کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۴۶۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۱۷ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته شپږ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، ۱۴ تنه غریبکار او اته تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۰۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ اته فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۷۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.                      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۹۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته درې عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۴ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې شپږ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۸۰ زره افغانۍ کیږي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵تنه و، مزار او بغلان ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۱۰ زره افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۳۱ کورنۍ ۱۳۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۲ کورنۍ ۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۲۶ کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                ۸۴ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۵ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

پر رفح ښار د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام؛ سعودي عربستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمدستي ناستې غوښتنه کړې

د غزې په جنوب کې پروت رفح ښار باندې د اسرائیلو د برید پریکړې او دوام په اړه له اندېښنو وروسته د یو بل بشري ناورین په اړه غبرګونونه او اندېښنې زیات شوي.

سعودي عربستان یې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمدستي ناستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د دې برید مخه باید ونیول شي.

مصر هم خپل نظامي ځواکونه او تجهیزات د رفح ښار پر پوله ځای پر ځای کړي او خبرداری یې ورکړی، چې په یاد ښار د بریدونو دوام به د دواړو هېوادونو د سولې هوکړه‌لیک له خنډ سره مخ کړي.

شاوخوا يو نيم ميليون فلسطينيانو غزه کې د اسرائيلي بریدونو له امله په رفح ښار کې پناه اخيستې.

رفح ښار کې ډېری هغه کډوال اوسېږي، چې د غزې له نورو سیمو د جګړې له امله کډه شوي او په خیمو کې ژوند کوي.

د دې بریدونو پر دوام ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم اندېښنه څرګنده کړې وه او امریکا اسرائیلو ته خبرداری ورکړی و، چې پر رفح ښار بریدونه به یو ناورین وي.

مولوي امیر خان متقي: افغانستان د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو خوندي نه دی

د روسیې فدراسیون د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، د اقلیم بدلون په برخه کې همکاریو او د افغانستان او روسیې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو پر لارو چارو خبرې شوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د سطحې پر لوړولو او پراختیا باندې ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې له لوړولو سره په ګڼو برخو کې لا زیات پرمختګونه رامنځ ته کېدلی شي.

مولوي امیر خان متقي زیاته کړې؛ افغانستان سره له دې چې د ګلخانه‌يي ګازونو تولید کې برخه نه لري، اما د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو څخه خوندي نه دی.

 د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له روسیې غوښتنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې او د ځنګلونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان په اړوندو ادارو کې کارکوونکو ته روزنه ورکړي.

ښاغلي متقي همداراز د چاپيریال ساتنې په اړه په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د پلاوي د شتون په برخه کې د روسیې د ملاتړ غوښتنه کړې.

 روسلان عادلګیرییف د افغانستان او روسیې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې د لوړېدا پر لارو چارو غږیدلی او ژمنه یې کړې، چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره شریک کړي.

د روسیې د ولسمشر سلاکار او ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې د افغانستان استازي باید د اقلیم د بدلون اړوندو نړیوالو ناستو کې ګډون وکړي او زیاته کړې یې ده، چې روسیه به د  COP 29 راتلونکې ناسته کې چې د اذربایجان په باکو کې ترسره کېږي، د افغانستان پلاوي د ګډون ملاتړ وکړي.

 نوموړي ویلي؛ د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوې اړخیزې سوداګرۍ کمیسیون باید خپل کار پیل کړي.

مولوي عبدالکبیر: په افغانستان کې د اقلیم بدلون زیانونو د مخنیوي لپاره صنعتي هېوادونه باید خپل مسولیت ادا کړي

ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس چې د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوښت او د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب په جلال اباد ښار کې جوړ شوی و، د پوهنتونونو استادانو، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د اقلیمي بدلون څېړونکيو او کارپوهانو او د اسلامي امارت یو شمېر مسولینو برخه اخیستې وه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړېدل مهم یاد کړي او هیله یې ښودلې، چې د دې کنفرانس علمي تحقیقات او وړاندیزونه له اړوندو ادارو سره د اقلیمي بدلون د اضرارو په کمولو او مهارولو کې مرسته وکړي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په پایله کې د ځمکې لاندې اوبه کمې شوي او د عامې روغتیا د وزارت په وینا، شاوخوا یو میلیون افغانان اوس هم په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ کوم مسولیت چې اسلامي امارت او افغانانو پورې اړه لري دوی چمتو دي چې هغه ترسره کړي او له هېوادوالو څخه یې غوښتي، چې له نظام سره په ګډه په دې برخه کې کار وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د ځنګلونو وهلو، له اوبو ناوړه استفادې، د بندونو کمښت او نه شتون او وچکالۍ اقلیم ته بدلون ورکړی دی.

نوموړي د کرنې او مالدارۍ وزارت ته د شنو سیمو د پراختیا، د ځنګلونو د احیا کولو او د شاړو ځمکو د ابادۍ لپاره د اغېزمنو پلانونو د عملي کولو لارښوونه کړې.

سیاسي مرستیال دغه راز له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د اوبو په مصرف کې له احتیاط څخه کار واخلي او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت له پرېکړې سره سم به د اوبو مهارولو لپاره په ولسوالیو او ولایتونو کې ستر او کوچني بندونه جوړ شي.

نوموړي ویلي؛ د اقلیم د بدلون په اړه ترسره شوي نړیوال کفرانسونه او پروټوکولونه یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي .

مولوي عبدالکبیر له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې باید عملي ګامونه واخلي او صنعتي او پرمختللي هېوادونه باید د افغانستان په اړه خپل مسولیت ترسره کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د ۲۰ کلنې مبارزې او د قربانیو په پایله کې د اسلامي نظام رامنځته کېدل، د افغانستان د ټولو باعزته، با ناموسه او متدینو قومونو شریکه لاسته راوړنه ده او اړتیا ده، چې د دې اسلامي نظام په ساتنه کې هم ټول اقوام او ولسونه په ګډه هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي نظام پياوړتیا، د افغانستان د رغولو لپاره د اسلامي امارت هڅې او سرتاسري امنیت د افغانستان د دښمنانو، نه خوښېږي او د افغانستان د خلکو دښمنان اوس هم کوښښ کوي، چې له مختلفو لارو او پروپاګنډ د افغانانو ترمنځ یووالی له منځه یوسي.

نو دا چې افغانان د یوه وطن او یوه وجود غړي دي چې دین، هېواد او ملت یې یو دی؛ نو ځکه د دښمن هڅې پایله نه ورکوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې ویلي؛ اسلامي امارت له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او پدې هېوادونو کې استازولۍ لري.

نوموړي زیاته کړې؛ ګڼ هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه لري او له هېوادونو سره سوداګریز بندرونه پرانستي دي، چې دا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په معنی ده او په حقیقت کې اسلامي امارت د دوی لخوا په رسمیت پېژندل شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ د دوحې د راتلونکې ناستې اساسي موخه له اسلامي امارت سره د دنیا د تعامل پراختیا ده او په وینا يي، افغانستان د نړۍ لپاره امن خوښوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په تېره اداره کې د افغانستان لپاره اساسي کار نه دی شوی، یوازې هغه سړکونه پاخه شوي چې د امریکا او ناټو ټانګونه پرې ترمجاهدینو رسېدل.

د هغه په وینا، په تېرو شلو کې نه یوازې دا چې بندونه، برېښنا کوټونه او نور اساسي کارونه ونشول، بلکې هوا او فضا د اشغالګرو له لوري ککړه او خرابه شوه، چې افغانان یې نن زیان ویني.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز ویلي؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري په سترو او اساسي پروژو کار روان دی.

هغه د قوش تېپې کانال، د کابل ــ کندهار، کابل ــ جلال اباد دویم سړک، د هېواد د حلقوي او بین الولایتي سړکونو له رغېدو یادونه کړې، چې د اسلامي امارت له لوري په پلان کې شامل شوي دي.

په دې ناسته کې دغه راز د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم، د ښارجوړولو او مسکن وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخوندزاده، د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ریيس حافظ عزیزالرحمن، د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي سعید احمد بنوري او د یو شمېر بهرنیو بنسټونو استازو او د پوهنتونونو استادانو هم خبرې کړي.

ویناوالو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د وضعیت او زیانونو په اړه خبرې کړي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي له صنعتي هېوادونو څخه یې غوښتي، چې له افغانستان سره بېړنۍ مرستې وکړي.

ویناوالو ټینګار کړی، چې افغانستان د اقلیم په بدلون کې نقش نه لري؛ خو د اقلیم د بدلون له زیانمنو هېوادونو څخه دی.

اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په دویم کال کومې لاسته راوړنې لري؟

اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په دویم کال کومې لاسته راوړنې لري؟ / احسان الله عادل

د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشتې ۹مه نېټه د افغانستان لپاره په دې خاطر یوه تاریخي ورځ وه، چې افغانان د امریکا په مشرۍ د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې بریالي شول، د ښکېلاک کرغېړن ټغر ټول شو او د دوو لسیزو یرغل ته یې د پای ټکی کېښود.

له هېواده د وروستي امریکايي سرتېري په وتلو سره په خپلواکه توګه هېواد کې د اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو، افغانان هیله مندې سولې ته ورسیدل او وینه تویونه بنده شوه.

که څه هم نړيوالې ټولنې د لوېديځ او په ځانګړې توګه د امريکا د فشار له امله د افغانستان نوی اسلامي نظام په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو اسلامي امارت د ځینو خنډونو او ستونزو سره سره د خپلې واکمنۍ په دویم کال له تېرې ادارې نه ورپاتې شوو ډېرو ستونزو سربیره په امنیتي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې او خورا ډیرې بریاوې لري.

په افغانستان کې د اسلامي نظام له بیا راتګ سره شرعي احکام نافذ شوي، اصلاحات او روڼتیا رامنځته شوې، ټولنیز عدالت ټینګښت موندلی، اداري او اخلاقي فساد له منځه تللی، د هېواد په ملي عوایدو کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی، ملي بودیجه پرته له کوم بهرني ملاتړ څخه جوړه شوې او تر ټولو مهم په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی.

اوس چې په هېواد کې د اسلامي امارت بیا ځلې حاکمیت دوه کلن شوی، د څښتن تعالی په نصرت د اسلامي نظام بنسټ د پوځي او ملکي چارواکو په هڅو لا پسې پیاوړی شوی دی او افغانانو له ډیرو کړاوونو ګاللو وروسته د ارام ساه حس کړې.

د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د پام وړ ګامونه اخیستل شوي، په اصلاحاتو او روڼتیا سره مو ملي عواید ډېر شوي او د عامه خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا ګړندی شوی دی.

افغانستان د مهمو او حیاتي پروژو لکه د قوش تیپې کانال، د سالنګونو لویه لار، د کندهار-کابل لویه لار او ورته نورې لويې او وړې پروژې د ملي عوایدو څخه د تمویل سربیره د دویم کال بودیجه هم د هېواد له کورنیو عوایدو جوړه شوې ده.

رهبري او حکومتولي

د اسلامي امارت رهبري او حکومتولي له پیل څخه تر دې دمه د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې په یوه سالم سیاست باندې بنا ده، په همدې بنسټ په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې د همدې سیاست له مخې برابرې شوې او پرمخ وړل کیږي.

د روښانه او سالم سیاست په خپلولو سره په کور دننه او نړیوالو موضوعاتو کې واحد دریځ منځته راغلی دی.

د اسلامي سیاست پر بنسټ د عامه تګلارې او ستراتیژۍ پلي کول په هېواد دننه او بهر کې لاسته راوړنې لري.

د اسلامي نظام ټنګښت، د هېواد رښتنې خپلواکي تامینول، د سراسري امنیت ټینګښت، په اسلامي روحیه د امنیتي ځواکونو روزنه، د نشه يي توکو د کر او قاچاق څخه مخنیوی، د اسلامي حکمونو پلي کول، مرکزي سیستم رامنځته کول، د مسولینو او ولس ترمنځ د واټن له منځه وړل، ټول بښنې ته ژمنتیا، هېواد ته د افغان شخصیتونو راستنېدو ته زمینه برابرول، هېواد کې د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول، اطلاعاتو ته اسانه لاسرسی، له رسنیز فعالیتونو څخه ملاتړ، د هدفمنو اړیکو ساتل او د ولس ستونزو ته رسېدنه؛ هغه څه دې چې اسلامي امارت په خپل کورنۍ سیاست کې رامنځته کړي او لاهم یې د پراختیا هڅې کوي.

همداراز د اسلامي امارت خاریجي سیاست د بې طرفۍ، ښه ګاونډیتوب او په نړیوالو تعاملونو کې د افغانستان د ملي ګټو خوندي ساتلو په اصل ولاړ دی.

له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، په بهر کې د هېواد د سیاسي او قونسلي استازولیو فعالول، په نړیوالو تړونونو کې د پیدا شوو اندېښنو له منځه وړل، په بنسټیزو پروژو کې د بهرنیو پانګوالو راجلبول، د بشري مرستو راجلبول، د نیمه پاتې پروژو بیا پیلول او د سوداګریزو اړیکو او ټرانسپورټي برخو کې اسانتیا او پیاوړتیا رامنځته کول د اسلامي امارت د پیاوړي بهرني سیاست ښکارندويي کوي.

روڼتیا او اصلاحات

د اصلاحاتو راوستل او د روڼتیا رامنځته کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي، چې په دې برخه کې هم اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په دویم کال ګڼې لاسته راوړنې لري.

د اصلاحي پروګرامونو پلي کول، د اداري فساد له منځه وړل، د ملي عوایدو زیاتوالی او د خدمتونو په رسولو کې چټکتیا هغه مهم ټکي دي، چې له اسلامي امارت څخه د خلکو د خوښۍ سبب شوي دي.

د ځمکو د غصب په وړاندې مبارزه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د اصلاحاتو راوستل، د چاپیریال ساتنې په سکتور کې د جواز ورکولو پروسې اسانه کول، د درملو د فابریکو څارنه، هېواد کې د معیارونو رامنځته کول، د خپلسري ودانیو جوړولو مخنیوی، د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا، د ازموینو په بهیر کې اصلاحات، د کانونو په ویستنه کې روڼتیا، د برېښنايي شهادتنامو سیستم فعالول، د پاسپورټ غوښتونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د ښاري نظم او ښاري خدمتونو د تنظیم ښه والی، د ټرانسپورټ په سکتور کې د اسانتیاوو رامنځته کول او د برېښنايي پیژندپانو وېش په برخه کې اسانتیاوې د اسلامي امارت په دویم کال کې د روڼتیا او اصلاحاتو په برخه کې سترې لاسته راوړنې دي.

اقتصادي پراختیا

دا چې افغانستان له کلونو راهیسې د جګړې او یرغل میدان و، نو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و.

د اسلامي امارت په راتګ سره دې برخې ته بشپړه پاملرنه شوې، چې د بقا لپاره یې له ټولو اړینو امکاناتو او فرصتونو کار اخیستل شوی دی.

اسلامي امارت په هېواد کې د پرمختیايي موخو د ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د خلکو د هوساینې، دوامداره اقتصادي ودې او په تدریجي ډول د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې هڅې روانې کړي دي، چې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

له کورني عوایدو څخه د بودیجې تمویل، په ګمرکونو کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره مالي اسانتیاوې، د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د اوبو او انرژۍ له سرچینو څخه ګټه اخیستنه، د انرژۍ مدیریت، د اوبولګولو تر ټولو لوی کانال (قوش تیپه) پرانیستل او کاري پرمختګ، د کمال خان بند د کانالونو جوړول، د پولي سیاستونو غوره پلي کېدل او د افغانیو د ارزښت ساتل، د سوداګریزو مالونو د لېږد زیاتوالی، په صادراتو کې زیاتوالی، د صنعتي سکتور وده، د کرنې او مالدارۍ پراختیا او د اقتصادي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره د کانونو کارول د اقتصاد په پراختیا کې د اسلامي امارت اولیتونه او لاسته راوړنې دي.

خدمتونه او ټولنیز پرمختګونه

د اسلامي امارت د بشپړې واکمنۍ په دویم کال کې د پخوا په پرتله د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو ښه زمینه برابره شوې ده.

په ټولو سکتورونو کې نظم رامنځته شوی او ټولنیز، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی زیات شوی دی.

د شهېدانو، بې وزلو او معلولینو کورنیو ته رسېدنه، د پوهنې کیفیت لوړاوی، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی، له طبیعي پیښو سره مبارزه، له افغان کډوالو ملاتړ او د هغوی د راستنېدو لپاره زمینه برابرول، د زندانونو چارو ته رسېدنه او د هغوي د حقونو خوندیتوب، د حج پروسې په بېلابېلو برخو کې لازم تدابیر نیول، چاپیریال ساتنې په موخه د چاپیریال ککړونکو موادو مخنیوی، د هېواد د لرغونو او تاریخي اثارو ساتنه، د ټرانسپورټي خدمتونو ښه والی، د مخابراتي خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی رامنځته کول، د سپورټ او بدني روزنې په برخه کې لاسته راوړنې، د شخړو حل او په لرو پرتو سېمو کې د خدمتونو وړاندې کول، حقوقي مرستې او د ټولنیزو خدمتونو پراختیا په دویم کال کې د خدمتونو او ټولنیزو پرمختګونو په برخه کې د اسلامي امارت روښانه بیلګې دي.

اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په دویم کال د کڼو ننګونو سره د نړیوالو اندونو خلاف په امنیتي، اقتصادي، سیاسي، روغتیايي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د پام وړ لاسته راوڼو سره نړی‌وال په خپلو اندونو کاذب ثابت کړي او د دوي د تمو خلاف په کمو امکاناتو سترو لاسته راوړنو ته یې ګوته په غاښ کړل.

د اسلامي امارت بیا ځلې واکمنۍ د دویم کال پر مهال د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د پام وړ ګامونه اخیستل شوي، په ملي عواید کې زیاتوالی راغلی، د عامه خدمتونو بهیر ګړندی شوی، مهمې او حیاتي پروژې د داخلي عوایدو څخه تمویل شوي، عامه نظم رامنځته شوی، ټولنیز، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی زیات شوی او په روښانه سیاست سره په کور دننه او نړیوالو موضوعاتو کې واحد دریځ رامنځته شوی دی.

یادونه: په مقاله کې لیکل شوې لاسته راوړنې د افغانستان د اسلامي امارت د دویم کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو غورچاڼ دی.

که تاسي غواړئ، چې پورته ذکر شوې لاسته راوړنې په تفصلي او مستند ډول ولولئ نو”د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې“ (د اسلامي امارت واکمنۍ د دویم کال مهم فعالیتونه) چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزار دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت د مطبوعاتو ریاست له لوري د  ۱۴۰۲ لمریز کال په وږي میاشت کې چاپ شوی مطالعه کړئ.

ټولګټو وزارت سږ کال څه باندې ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې

د ټولګټو وزارت لخوا سږ کال د سړکونو او لویو لارو د رغونې، ساتنې او څارنې، اجناسو او غیر مشورتي خدمتونو په برخه کې څه باندې ۱۷۳ پروژو کار جریان لري، چې د ځینو کار یې بشپړ شوی دی.

له دې ډلې څخه د سړکونو په برخه کې؛ یو شمېر لویې پروژې لکه: د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې کار، د کندهار – هرات لویې لارې بیا رغونه، د غور – هرات لویې لارې د اساسي غونې کار، د کندهار – اروزګان لویې لارې د رغونې کار، د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار، د بادغیس ولایت اړوند د بادغیس – فاریاب د افغانستان حلقوی سړک رغونه، د کندز – تخار – بدخشان لویې لارې ترمیم او د کابل – لوګر لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې کار د یادونې وړ دي.

دغه راز یاد وزارت په ټول هېواد کې ۱۰۹ د سړکونو د ساتنې او څارنې پروژو کار پیل کړی، چې ۷۶ پروژو لګښت له پراختیايي او ۳۳ نورو یې له عادي بودیجې څخه تمویلیږي.

 په یادو پروژو کې شاوخوا ۲۵ پایې لوی پلونو او ګڼ شمېر پلګوټو کار هم شامل دی، چې د پُلونو او پلګوټو په کډون د یادو ډیرو پروژو کار بشپړ شوی دی.

 د سږ کال ټولګټو وزارت د پروژو د کار په جریان کې ۱۵ زره او ۱۷ تنو کار کونکو ته په مستقیم ډول او کڼ شمیر نور کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړیدو سره یې د خلکو ترانسپورتي ستونزي دپخوا په پرتله هوارې شوي دي.