ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1205

د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پیل شو

نن شنبه د لوړو زده‌کړو وزارت رهبري له لوري د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیمي بدلون ستر علمي درې ورځنی نړیوال کنفرانس پیل شو.

یاد کنفرانس کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او د کورنيو او بهرنيو پوهنتونونو یو شمېر استادانو ګډون کړی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یاد کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د زیانونو مخنیوي لپاره باید نړۍ په ځانګړې ډول صنعتي هېوادونه خپل مسولیت ادا کړي.

نوموړي ټینګار کړی؛ هغه څه چې د افغانستان مشروع حق بلل کېږي باید ورکړل شي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز زیاته کړې، چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له خوا لاسلیک شوي تړونونه یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي او اړتیا ده، چې دغه سازمان عملي ګامونه پورته کړي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ افغانستان کې د اقلیمي بدلون په پایله کې د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې او یو میلیون افغانان اوس هم په تنفسي ناروغیو اخته دي.

د لوړو زده‌‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم هیله ښودلې، چې دغه ډول کنفرانسونه به له اقلیمي بدلون څخه د اغېزمن افغانستان ریښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې کړي او ټول نړیوال لوري به دې ته وهڅوي، چې له سیاسي ملحوظاتو پرته د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو په موخه افغانستان ته بودیجه ځانګړې کړي.

ښاغلي ندیم زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس اقلیمي بدلون افغانستان سخت زیان من کړی او خپله په اقلیمي بدلون کې هېڅ رول نه لري.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ د اوبو د سطحې ښکته کېدو له امله په هېواد کې بېلا بېلې ناروغۍ خپرې شوې دي.

ښاغلي عباد په دې برخه کې له اړوند موسسو او نړیوالو ادارو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره جوړې شوې قطعې ټول هېواد کې په ښه توګه د ځنګلونو د وهلو مخنیوی کړی.

ښاغلي عمري زیاته کړې؛ د ځنګلونو د پراختیا او اقتصادي کولو لپاره د منظم پلان له مخې کار پیل شوی دی.

دغه راز د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر ویلي، چې سږ کال به هېواد کې بزګرو ته ۳۵ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړل شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف‌الله خیرخواه ویلي، چې لوړو زده‌کړو وزارت څېړنو ته د زمینې برابرولو په موخه په ملي او نړیوال کنفرانسونو پانګونه کوي او په ملي قضایاوو کې د پوهنتون استادانو ته د څېړنو زمینه برابروي.

ښاغلي خیرخواه زیاته کړې؛ راتلونکی کال به هېواد کې د یوه منظم پلان له مخې علمي کارونو او څېړنو ته ښه زمینه برابره شي.

د نوموړي په وینا؛ د نړۍ کمزوري اقتصاد لرونکو هېوادونو اقلیم تل د پرمختللو هېوادونو له امله زیان لیدلي، چې له دې ډلې افغانستان هم دی.

ښاغلي خیرخواه له پرمختللو هېوادونو غوښتي، چې د اقلیم بدلون له امله د اوښتو زیانونو تاوان پرې کړي.

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پر لومړی ورځ د چارواکو په ګډون ګڼو استادانو، څېړونکو او پوهانو خپلې ویناوې وړاندې کړې او د اقلیم ساتنې او بدلون پر وړاندې یې د مبارزو پر لارو چارو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د یاد کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې لېږل شوي، چې ۲۰ یې له بهرنیو هېوادونو څخه دي.

‏دا کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي او شنونکي به د اقلیمي بدلون د بدو پایلو مخنیوي په موخه دولت ته مؤثرې طرحې وړاندې کړي.

پر رفح ښار د اسرائیلي بریدونو دوام؛ ګڼو ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د راپورونو پر اساس د غزې تړانګې په سوېل رفح ښار او مرکزي برخو د صهیونیستي رژیم له لوري هوایي بریدونه روان دي، چې ګڼ شمېر عامو وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې.

ویل کېږي، چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطينيانو غزه کې د اسرائيلي بریدونو له امله په رفح ښار کې پناه اخيستې.

د دې بریدونو پر دوام ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې اندېښنه څرګنده کړې او امریکا اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې پر رفح ښار بریدونه به یو ناورین وي.

مرستندویه بنسټونه هم وايي، چې د ښار د ټولو اوسېدونکو ایستل ناممکن دي.

رفح ښار کې ډېری هغه کډوال اوسېږي، چې د غزې له نورو سیمو د جګړې له امله کډه شوي او په خیمو کې ژوند کوي.

له دې خبرداریو سره سره اسرائیلو پر رفح ښار خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او په یوه شپه کې له سلو شهید شویو فلسطینیانو اته یې یوازې په رفح ښار کې دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د صهیونیستي رژیم په هوايي بریدونو کې درې ماشومان هم وژل شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژيم د بریدونو له پيله تر اوسه نږدې ۲۸ زره فلسطینیان شهیدان او ۶۷ زره نور ټپیان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۲۸/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۰/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلورو کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۰ افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۱۷ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۲تنه حافظان، ۲۰ تنه غریبکار او اووه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۹ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۰ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستانه شويو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۴۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۹۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه یوه کورنۍ خپلې سیمې او کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.                      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۹۱۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۲۵ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۹۰ زره افغانۍ کیږي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸تنه و، کندوز او بغلان ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۱۴ زره افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۸۳ کورنۍ ۲۴۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۶ کورنۍ ۲۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۲۳ کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                ۲۴۹ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۱۱۷ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د پاکستان ټاکنې؛ د تحریک انصاف ګوند نوماندان له نورو مخکې دي

د پاکستان د ټاکنو لومړنیو غیرې رسمي پایلو له مخې عمران خان پلوو نوماندانو د دې هېواد د راتلونکې پارلمان ۸۴ څوکۍ ګټلې دي.

له بل لوري د نوزاشریف په مشري مسلم لیګ د ۶۳ څوکیو په ګټلو سره د بریا ادعا او د ګډ حکومت د جوړولو ژمنه کړې ده.

د لومړنيو غيرې رسمي پايلو له مخې د ملي (قومي) اسمبلۍ له ۲۶۶ څوکيو ۸۴ د تحریک انصاف ګوند خپلې کړې او مسلیم لیګ بیا د ۷۰ څوکیو په ګټلو دویم او د پاکستان پییپلز ګوند تر دې مهاله ۵۰ څوکۍ خپلې کړې دي.

د پاکستان پارلمان ۳۴۲ څوکۍ لري، چې ۲۷۲ یې د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي ۶۰ څوکۍ یې ښځو ته او ۱۰ یې مذهبي اقلیتونو ته ځانګړې شوې دي.

قاري محمد یوسف احمدي د مجاهد موزيم څخه د ليدنې پر مهال؛ دغه ډول موزيمونه د جهادي تاريخ او کارنامو د ژوندۍ ساتلو لپاره اړين دي

د ملي راډیوتلویزون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) عمومي ریيس مولوي سید برات شاه آغا ندیم په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د مجاهد له ملي موزیم څخه لیدنې پر مهال د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس مولوي حبیب الله مجاهد نه مننه کړې، چې د هېواد ازادۍ یاد ساتلو په پار یې د مجاهد په نوم موزیم جوړ کړی.

مولوي حبيب الله مجاهد ویلي؛ له موزیم څخه د جوړولو موخه یې د اشغالګرو پر وړاندې د مجاهدینو په لاس جوړې شوې او کاریدلې وسلې د تاریخ په کرښو ژوندۍ ساتل دي

مجاهد موزیم چې په ډیرو کمو امکاناتو جوړ شوی درې برخې لري، یوه برخه یې لرغونو آثارو ته ځانګړې شوې او دویمه برخه کې یې هغه نظامي توکي ساتل کیږي، چې مجاهدینو په خپل نوښت جوړ کړي او یایې له اشغالګرو څخه په غنیمت کې نیولي او دریمه برخه یې د شهیدانو اثاروته ځانګړې شوې ده.

د ملي راډیو تلویزون لوی رییس؛ په یوه پېړۍ کې د دریو زبرځواکونو د ماتې وياړ یوازې افغانان لري، او دا لمړی ځل دی چې دهغه مجاهدينو په لاس جوړ شوي نظامي آثار او له اشغالګرو څخه غنیمت شوي توکي په موزیم کې ساتل کيږي، چې د نړی لویې امپراتورۍ او ملګري یې په خالي لاس په ګونډو کړل.

 بل خوا د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) عمومي رییس؛ د دې موزیم په لیدو سره به ۲۰ کلنه جهادي دوره کې د اشغالګرو ظلمونه، او د همدې وحشتونو او ظلمونو پر وړاندې د ولسونو او مجاهدینو قربانۍ، د شهیدانو اتلولۍ د اسلامي نظام د حاکمیت ساتلو ته راتلونکي نسلونه و هڅول شي.

خليفه سراج الدين حقاني: نننۍ سوله او امنیت د افغانستان د داخلي او ملي مشروعیت ستر ثبوت دی

د کورنیو چارو سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني د پکتیا مرکز ګردېز او وزې ولسوالۍ کې جوړو شوو ولسي ناستو کې ګډون کړی.

د پکتيا قومي مشرانو د هېواد شمالي سيمو ته د سرپرست وزیر سفر ستایلی او د ګڼو بنسټي پروژو پلي کول يې د هېواد رغونې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ښه بېلګه بللې ده.

دوی له ولس سره د امنيتي سرتېرو چلند اصولي بللی او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې يې د اسلامي امارت هلې ځلې ستایلي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزير ویلي؛ افغانستان د ابادۍ نوي دور ته داخل شوی، د هېواد د فزيکي رغونې ترڅنګ د وګړو فکري او قلبي جوړښت هم اړين دی.

خليفه سراج الدين حقاني زیاته کړې؛ د نړۍ ټولو هېوادونو له دولتي، نظامي او اقتصادي ځواکونو او همکارۍ سره سره په تېرو ۲۰ کلونو کې په هیڅ کلي او ولسوالۍ کې سوله نه ده ټینګه شوې، د نن ورځې سوله او امنیت د افغانستان د داخلي او ملي مشروعیت ستر ثبوت دی.

ښاغلي جقاني ویلي؛ د یو داسې هېواد وګړي یو، چي د اسلام په مبارک دین، ګډو ارزښتونو او د خپلواک افغانستان په مشترکات سره تړلي یو، د پردیو یرغل زموږ په مشترکو ارزښتو زموږ اتحاد لا غښتلی کړی.

نوموړي ویلي؛ په ګډه مو ستر دښمنان مات کړي، اوس به په ګډه وطن هم ابادوو.

د سرپرست وزیر په وینا؛ افغانان یو خاکساره ملت دی، له چا سره زورزیاتی نه کوي، خو د چا یرغل ته هم نه تسلیمېږي.

خليفه سراج الدين حقاني د دې سفر پر مهال د وزې ولسوالۍ په علي احمد خېلو سيمه کې جوړ شوی جامع جومات هم پرانېست.

کرېکټ؛ افغان لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې له سریلانکا ماتې وخوړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سریلانکا څخه د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۴۲ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ‌وهنه بلنه ورکړه.

سریلانکا لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۳۸۱ منډې هدف ورکړ.

افغان لوبډلې په پرله‌پسې ډول پینځه ارزښتمنې ویکټې یو پر بل پسې له لاسه ورکړې او محمد نبي عیسی‌خیل او عظمت‌الله عمرزي پر شپږمه ویکټ یوه پیاوړې ملګرتیا پيل کړه.

د محمد نبي او عظمت الله عمرزي ترمنځ د ۲۴۲ منډو ملګرتیا د شپږمې ویکټې لپاره د افغان اتلانو له لوري تر ټولو لوړه او په ټوله کې دویمه لوړه ملګرتیا شوه.

دغه راز دا ملګرتیا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې هم د شپږمې ویکټې لپاره دویمه لوړه ملګرتیا وشمېرل شوه.

محمد نبي عیسی‌خیل ۱۳۶ منډې جوړې کړې او عظمت‌الله عمرزي بیا ۱۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغان لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د شپږو لوبغاړو په زیان سره یې ۳۳۹ منډې جوړې کړې او په ۴۲ منډو یې ماتې وخوړه.

افغان لوبډله به د یادې لوبلړۍ دویمه لوبه د روانې فبروري میاشتې په ۱۱مه (یکشنبې ورځ) په همدې لوبغالي ترسره کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د کندهار دامان ولسوالۍ د کډوالو د وضعیت ارزونې له ټاکل شوي پلاوي سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون له لوري د کندهار دامان ولسوالۍ ګچ خانې سيمې د کډوالو د وضعيت ارزونې په موخه له ټاکل شوي پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې لومړی د ملي دفاع وزارت لوی درستيز او د پلاوي ریيس قاري فصيح الدين فطرت د پلاوي د کړنو پايلو راپور د رياست الوزرا اداري معاونیت ته وړاندې کړی.

نوموړي ویلي؛ هيله لري چې د کډوالو ستونزو ته د رسيدنې عالي کمیسیون د هغوی ارزونو او موندنو ته په پام، د دغې سيمې د خلکو ستونزو ته دايمي حل لاره پيدا کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې ياد پلاوی به د ګچ خانې سيمې د خلکو ستونزو حل کې لويه مرسته وکړي او د هغوی فعاليت يې ستایلی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې؛ ياد کمیسيون هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د پاليسۍ مطابق په مختلفو برخو کې د کډوالو او هيوادوالو ستونزو ته رسيدنه او له هغوی سره همکاري وکړي.