د لغمان ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت له لوري د هنډبال فدراسیون سره په همغږۍ د دې ولایت د دوو کلبونو ترمنځ د ننګرهار ولایت نارنج ګل سیالیو ته د هنډبال د غوره لوبغاړو موندلو په موخه هنډبال سیالۍ ترسره شوه.
دغه سیالۍ د ستورو کلب او اتلانو کلب ترمنځ په مهترلام بابا ښارکې وشوه، چې ستورو کلب لوبډلې وکولای شول، اتلانو لوبډلې ته ۲۵ ـ ۱۹ په توپیر ماته ورکړي او بریا خپله کړي.
هېره دې نه وي، چې په دغه سیالۍ کې ۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه او په پای کې ترې د لغمان ولایت د هنډبال منتخبه لوبډله جوړه شوه.
ستورو کلب هنډبال لوبډلې اتلانو کلب ته ماته ورکړه
مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي په رڼا کې مثبت تعامل غواړي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او له مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دریاست الوزرا له سیاسي مرستیال څخه مننه کړې، چې ټولو هېوادوالو ته یې په ازادانه ډول د لیدنې زمینه برابره کړې او خپل مشکلات ورسره شریکولای شي او په وینا یې دا د حکومتولۍ غوره ځانګړنه ده.
نوموړې ویلي، چې نړیواله ټولنه افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عملي کولو ته لېواله ده او اړتیا ده، چې افغانانو ته بنسټیز پرمختیایي او پراختیایي کارونه وشي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړې؛ سره له دې چې په نړۍ کې کړکیچونه او مهم موضوعات ډېر دي خو بیا هم نړۍ افغانستان نه دی هېر کړی او غواړي چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرستې وکړي.
د هغې په وینا؛ د دوحې راتلونکي غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو د جلبولو او د افغانستان د ثبات او پرمختګونو لپاره ښه فرصت دی.
نوموړي هیله ښودلې، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي په ګډون به د افغانستان حقیقي انځور ته انعکاس ورکړل شي.
دغه راز په دې ناسته کې به د هېوادونو له استازو سره د اسلامي امارت پلاوي ته د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو او د نظرونو د تبادلې فرصت برابر شي.
نوموړې له پاکستانه د افغان کډوالو په اجباري اخراج اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا موضوع به د دواړو هېوادونو اړیکي زیانمنې کړي.
د هغې په وینا؛ پاکستان ته یې د سفر پرمهال د هغه هېواد له چارواکو سره دا اندېښنې شریکې کړې دي.
په دې ناسته کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د فعاله غړي په توګه پاتې شوی او غواړي د دې سازمان فعال غړی و اوسي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په رڼا کې مثبت تعامل غواړي او یوناما په دې برخه کې مهم رول لوبولای شي.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړې باید په رسمیت و پېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ دې اسلامي امارت ته ورکړل شي.
هغه د نړیوالو لخوا په اسلامي امارت او د اسلامي امارت په چارواکو بندیزونه غېر عادلانه بللی او ویلي یې دي، چې دې بندیزونو له نړۍ سره د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه نیولې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له روزا اوتونبایوا څخه هیله کړې، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان واقعیتونه بیان کړي.
د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د ښاغلي فریدون سینیرلي اوغلو په راپور کې له مثبتو ټکو سره توافق لري، خو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافق نه دی.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې افغانستان کې امنیت تامین دی، د نشهيي توکو د تولید او قاچاق، د اداري فساد او جرمونو مخه نیول شوي او افغانان هوسا ژوند کوي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت نړۍ ته ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هیچا ته مشکل نه جوړیږي.
دغهراز له افغانستان څخه د پاکستان په ګډون هېڅ ګاونډی ته امنیتي مشکلات نه دي جوړ شوي، ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده چې په افغانستان پورې اړه نهلري.
د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی له خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې؛ د کډوالو مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایو
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن او د افغانستان لپاره د دې ټولنې سفیرې رافیلا یودیچه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د راستنو شویو کډوالو پر ستونزو او اړتیاوو او په ٢٠٢۴ زېږدیز کال کې د دوی ستونزو او مشکلاتو ته د رسېدنې په څرنګوالي خبرې شوې.
ښاغلي نېکولسن ویلي؛ خوښ یو چې له ۴۰ کاله جګړو وروسته افغانستان کې سراسري امنیت راغلی او موږ یې ملاتړ کوو.
نوموړي زیاته کړې؛ خپل هېواد ته د کډوالو راستنېدل، که څه هم ښه خبره ده، خو یوه ننګونه ده او موږ د اسلامي امارت کړنې ستایو، چې تر اوسه یې دغه ستونزه په ښه توګه مهار کړې ده.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، چې د افغانانو غږ به په دوحه کې له خپلو شریکانو سره یو ځای په نړۍواله کچه پورته کړي.
د کډوالو وزیر ویلي؛ نه یوازې په دې وروستيو کې په جبر را اېستل شوي کډوال، بلکې ټول هغه دوه نیم میلیونه، چې په تېرو دوو کلونو کې هېواد ته راستانه شوي، سرپناه او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د دوی لپاره پلانونه په نظر کې لري، خو مرستندویه هېوادونه هم باید زمونږ سره په همغږۍ او مناسب شکل سره په دې برخه کې مرستو ته دوام ورکړي، تر څو د دوی اساسي ستونزې حل شي.
غزه کې د صهیونیستي رژیم د وحشتونو دوام؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي رفح ښار کې د بریدونو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د غزې رفح ښار کې د اسرئیلو د یرغل پر پراخوالي ژوره اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي ویلي؛ د غزې په لویدیځ کې پروت رفح ښار، چې د غزې له نیمایي ډیرو وګړو د اسرائیلي هوایي بریدونو له ویرې پناه پکې اخیستې، د صیونیستي رژیم د بریدونو داوم او زیاتوالی به په دې سیمه کې رامنځته شوې بشري ناورین او ناوړه وضعیت لا پسې خراب کړي.
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د برېدونو له پیله تر دې دمه د ۱۰ زره ماشومانو په ګډون له ۲۷ زره زیات فلسطینیان شهیدان او نېږدې ۶۷ نور ټپیان شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د چهارشنبې ورځ، د ۲۶/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۸/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۴۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تورخم کې نهه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۱۸ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، ۲۹ تنه غریبکار او ۱۱ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۴۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۳۰۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۹ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. همدا شان ۴تنه بندیان خپل هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته یو زر او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۶۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۱۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۳۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۳۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۸۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د لیسانس سند لرونکی، شپږ تنه دیني عالمان، ۳۲ تنه غریبکار او ۱۲ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۵۱ تنه کیږي ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۵۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
آنګور اډې لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د آنګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له آنګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز درې زره او ۵۷۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۶۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۲۱۰ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۴۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۰۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۲ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۲۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې ۵۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱ تنه و، کندوز او بغلان ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۱۴ زره افغانۍ شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۴۸ کورنۍ ۵۱۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۶ کورنۍ ۷۶ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۰۲ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۴۳کورنۍ
تداوي شوي کډوال: ۱۰۲ تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۰۶ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د اقتصاد وزارت ویاند: د روان کال له پیله د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۰۰ پروژې پیل شوې
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ د روان کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د څه باندې ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۰۰ پراختیايي او بنسټیزې پروژې پیل شوې، چې ۸۹۵ به یې د کال تر پایه بشپړې شي.
د یادو پروژو په پیل سره زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې هېواد کې د ۱۸۱ بهرنیو بنسټونو په ګډون ۷۹۶ غیرې دولتي موسسې هم فعالیت کوي.
ښاغلي حبیب د کورنیو تولیداتو وده او له خصوصي سکټور څخه ملاتړ د یاد وزارت له لومړیتوبونو څخه ګڼلي دي.
د اقتصاد وزارت د ویاند په وینا؛ د بېوزلي مخنیوی او هېوادوالو لپاره د کاري زمینې برابرولو په موخه یې په سکټوري او زیربنايي پروژو کې پانګونه کړې ده.
مولوي امیرخان متقي: د هېواد ښه راتلونکي لپاره د پوهې ترلاسه کول او سیاسي ځیرکتیا اړينه ده
د بهرنيو چارو وزارت اړوند د ډيپلوماسي انستېتیوت له دويمې درې میاشتنۍ تخصصي دورې څخه د ٢٢ حکومتي ادارو ١٢٨ تنه امارتي کارکوونکي فارغ شول.
په ياده فراغت غونډه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي، د همدې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي رحمت الحق فضیل، ریيسانو او د ډيپلوماسي انستېتيوت استاذانو او محصلينو ګډون درلود.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير د خپلې وينا په مهال د ياد انستيتيوټ د مسولينو او استاذانو له مخلصانه هڅو او محصیلنو د درس پر مهال زیار او پاملرې څخه مننه کړې او هغوی ته يې د درې میاشتنۍ درسي دورې په ښه ډول د پای ته رسېدلو مبارکي ویلي.
مولوي امیرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته د لازمو سپارښتنو او توصیو تر څنګ د ديپلوماسۍ انستېتیوت پر اهمیت او کاري مسولیتونو، د بهرنيو چارو وزارت په لاسته راوړنو، ډيپلوماتيکو اړيکو، سياسي باريکيو، د سيمې او نړۍ په سياست روښانه کړی او د ټولو ستونزو حل او د هېواد ښه راتلونکي لپاره يې د علم ترلاسه کول او سیاسي ځیرکتیا اړينه ګڼلې.
د ډيپلوماسۍ انستيتيوټ ریيس مفتي نور الله عزام د دغه انسټیټیوټ موخې، روان فعاليتونه او راتلونکې پروګرامونه روښانه کړې.
استادانو او محصلینو په خپلو خبرو کې خوښي، غوښتنې او مشورې د مسولینو سره شریکې کړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له همکارو موسسو سره د ۷۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ او د ۱۹ ملي او نړیوالو موسساتو ترمنځ په مختلفو برخو کې د ۷۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال شیخ عبدالبر ویلي؛ د زیانمنو هېوادوالو څخه ملاتړ او د دوی ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسولیت دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت همدې مسولیت ته په کتو مختلفو برخو کې اړمنو خلکو ته خدمتونه وړاندې کړې دي او د خدمتونو لړۍ به روانه ساتي.
د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دینمحمد حقبین ویلي؛ د خوښۍ ځای دی، چې یوار بیا مختلفو اقشارو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له نړیوالو او کورنیو موسساتو سره تړونونه لاسلیک شول او دا کار به وشي کولای په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کارموندنې سبب شي او د اړمنو وګړو څخه به ملاتړ وشي.
مولوي حقبین زیاته کړې؛ هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ او په هره برخه کې د پروژو پلي کېدو ته مناسب شرایط برابر دي، چې باید مکلفیتونه په سمه توګه درک او هېوادوالو ته لازم خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې همکاره موسسې دې باید د مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د اسلامي امارت اصول په پام کې ونیسي.
نوموړي په نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې نه باید بشري مسایل د سیاسي ملحوظاتو تر تأثیر لاندې راولي.
د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد جان آغا هم پخپلو خبرو کې د یادو هوکړه لیکونو په اړه معلومات شریک کړي او ویلي يي دي؛ له ۱۹ ملي او نړیوالو مؤسساتو سره مو د څه باندې ۷۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې له امله به یې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې نږدې ۲۵ زره هېوادوال ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړې؛ له ماشومانو څخه ساتنه، روزنتونونه، بشري مرستې او فن او حرفې د یادو هوکړه لیکونو د پوښښ مهمې برخې دي او پدې برخو کې وزارت چمتو دی، چې له موسساتو سره نږدې کاري اړیکې ولري او دوی ته سهولتونه برابر کړي.
په پای کې د یادو موسساتو استازو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري دوی ته د سهولتونو او امکاناتو له برابرولو څخه قدرداني کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د هوکړه لیکونو د موادو اړوند به خپلې کړنې پرمخ بیايي.
د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د عمري پنډغالي د احاطې جوړولو چارې بشپړې شوې
له پاکستان څخه هېواد ته د بېرته را ستانه شویو هېوادوالو لپاره په تورخم سیمه کې د عمري پنډغالي د احاطې جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري د یو شمېر ادارو رییسانو او مسولینو په ملتیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ویلي؛ دا پنډغالی په ۲۳۸.۶۳ جریبه ځمکه کې د کابل ښاروالۍ د انجنیرانو له لوري ډیزاین شوی او د بېلابېلو ادارو، ملي سوداګرو او بهرنیو موسسو په مرسته چې، په هغه کې د ژوند ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي له پاکستان څخه د بېرته راستانه شویو هېوادوالو سره د مرستې په موخه جوړ شوی دی.
د یاد پنډغالي احاطه د پینځه زره او ۳۲ مترو په اوږدوالي او۳,۲ مترو په لوړوالي سره د کابل ښاروالۍ له لوري د یو خصوصي شرکت په مرسته له جال او دوه زره او ۵۰۳ اوسپنیزو ستنو څخه په ګټه اخیستلو د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانو په لګښت جوړ شوی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي: روغتونونو کې اصلاحات خلک له معیاري روغتیايي خدمتونو څخه برخمنوي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د استخباراتو روغتون مسولینو او متخصصینو سره لیدنه کړې.
د استخباراتو روغتون ریيس مولوي عبدالمالک مبشر د دې روغتون د تشکیلاتو، کړنو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
د استخباراتو روغتون ریيس د یاد روغتون د کړنو په اړه ویلي؛ دا روغتون د متخصصو او مجربو ډاکترانو لرلو سره په بېلابېلو برخو کې ۲۴ ساعته ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ یاد روغتون طبي امکاناتو او پرمختللو وسایلو ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له مسولینو څخه یې غوښتي، چې په هغه اړه ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د استخباراتو روغتون مسولینو او متخصصینو ته د ښه راغلاست پرمهال روغتیايي پرسونل د ټولنې له زیارکښو قشرونو څخه بللي او خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د هغوی کړنې ستایلي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت خلکو ته د معیاري خدمتونو برابرولو ته ژمن دی او د امکان تر حده کوښښ کوي د متخصصو ډاکترانو استخدام، د پرمختللو طبي وسایلو برابرولو او په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوړلو سره خلک له معیاري روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي.
