ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1207

نن پنجشنبه پاکستان کې پارلماني او ایالتي ټاکنې پیل شوې

نن پنجشنبه د سهار ۸:۰۰ بجې د پاکستان پارلماني او د څلورو ایالتي شوراګانو ټاکنې پیل شوې.

ویل کېږي، چې دې ټاکنو کې به ۱۲۸ میلیونه پاکستاني وګړي د راتلونکو پینځو کلونو لپاره خپل راتلونکی دولت وټاکي.

د یادو ټاکنو لپاره څه باندې ۹ زره او ۵۰۰ د رایې‌اچونې مرکزونه پرانیستل شوي او د امنیت د ټینګښت لپاره په لنډ‌مهاله توګه مخابراتي خدمتونه بند شوي دي.

ټاکل شوې، چې دې ټاکنو کې د سیاسي حزبونو ۵ زره او ۱۲۱ نوماندان د پاکستان ملي شورا څوکیو لپاره سیالي وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه؛ د کډوالو اړوند په مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ۱۲ ګونو کمېټو د غړو په ګډون د یادو کمېټو غونډه جوړه شوې.

په پیل کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو رییيسانو د خپلو کړنو او فعالیتونو د پایلو راپور وړاندې کړی.

د کډوالو په ښارګوټو کې هغو راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش، چې د استوګنې ځای نه لري، کډوالو ته د کارموندنې، راستنېدونکو تاجرانو ته د اسانتیاوو برابرولو او په صنعتي پارکونو کې هغوی ته د ځمکې وېش، کډوالو ته د شغل د رامنځته کېدو لپاره د وړو تشبثاتو او سهامي شرکتونو رامنځته کول، هغوی ته د نغدي او غیرنغدي مرستو برابرولو او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ د څرنګوالي ‎او د کډوالو اړوند نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.

د هر اړخیز بحث وروسته یې په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

مولوي امیرخان متقي: د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلاسن د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسه کې د افغانستان په اړه په وروستيو کې د لندن ناستې، تېره اوونۍ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تر سره شوې د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار ناستې، په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو د راتلونکې ناستې، د اروپايي ټولنې له خوا د نيمه پرمختيايي مرستو، په اروپا کې مېشتو افغانانو له پاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او يو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي.

په پيل کې د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د بهرنيو چارو سرپرست وزير ته د لندن ناستې په اړه معلومات ور کړي، هغوی ته يې په کابل کې د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار ناستې د بريالي ترسراوي له کبله مبارکي ویلې او د سيمې او نورې نړۍ له هېوادونو سره يې دغه ډول ناستې ګټورې بللي دي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير ویلي؛ اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو ساتلو پاليسي لري او هيله لري، چې د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي.

مولوي امیرخان متقي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د دغې ناستې په اړه په ټوله کې مثبت نظر لري، او د معنیٰ داره ګډون په اړه غور کوي.

په پای کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو او همکارۍ د پياوړتيا او پراختيا ژمنه تکرار کړې.

توماس نیکولسن د مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ دوحې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیايي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره لیدنه کړې.

توماس نکولسن د دوحې ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو لپاره مهمه بللې او ویلي يي دي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکی وروستی راپور په مخته تګ تمرکز لري.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې راپور کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې، د امارت پر وړاندې پرتې ننګونې او د پرمختګ لپاره لارې چارې په ګوته شوې دي.

د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي ویلي؛ پدې راپور کې راغلي، چې اړتیا ده اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې استازی ولري څو خپل غږ تر نړۍ ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دوحې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.

ده ویلي؛ اروپايي اتحادیې ته د ځانګړي استازي په پرتله د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس ته امنیت، کاري فرصتونه او سوله ډېر اهمیت لري .

د نوموړي په وینا؛ اروپايي اتحادیې له پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو سره مرسته کړې او په راتلونکي کې به یې هم وکړي.

مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې له مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د راپور ډېرې برخې تاییدوي او په افغانستان کې د نړیوال ، اسلامي او اسیایي بانکونو د فعالیت، د نیمګړو پروژو د بیا پیلېدو او د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو د لرې کېدو هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې بشپړ ملي حاکمیت رامنځته شوی، جګړه، فساد، نشه يي توکي او زورواکي ختمه شوې، چې خلک یې بیا تکرار نه غواړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له نړۍ په ځانګړي ډول له اروپايي هېوادونو او اروپايي اتحادیې سره نېکې اړیکې او مثبت تعامل غواړي.

ملا خیرالله خیرخواه: له ګاونډيو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراخول غواړو

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه پخپل کاري دفتر کې د ايران سفارت له مرستيال سيد حسين مرتضوي او د ياد سفارت له نوي مقرر شوي کلتوري اتشې سيد روح الله حسيني سره لیدنه وکړه.

ملا خيرالله خيرخواه په خپلو خبرو کې ویلي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراخول غواړو.

نوموړي د کلتوري پراختيا د مختلفو اړخونو په اړه خبرې کړې او کلتوري راکړه ورکړه يې د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا کې مهم بللي دي.

ورپسې د ايران د سفارت مرستيال سيد حسین مرتضوي د نوي مقرر شوي کلتوري اتشې د پېژندلو تر څنګ د کلتوري موضوعاتو په اړه خبرې کړې.

د دې تر څنګ د ايران سفارت کلتوري اتشې سيد روح الله حسيني د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري اړيکو د پراختيا په برخه کې د همکارۍ کولو خبر ورکړی دی.

مولوي ندامحمد ندیم: چین کې د افغانستان سفیر باورلیک منل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او علمي پرمختیا په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نیکو تاریخي، سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خوښي څرګنده کړې او پر پراختیا یې ټینګار کړی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي؛ چین تل د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او نن هم د اسلامي امارت د تګلارو او خودکفایۍ ملاتړ او درناوی کوي.

مولوي ندا محمد ندیم په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړې؛ له ټولو هېوادونو مو غوښتنه دا ده، چې د افغانانو د اړتیاوو په اساس خپلې مرستې تر سره کړي.

نوموړي په یاد هېواد کې د افغانستان د سفیر د باورلیک په منلو کې، د چین د وروستي اقدام ستاینه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او علمي پرمختیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه بللې ده.

په کابل کې د چين سفير جاو شنګ د دواړو هېوادونو ښو تاريخي او اقتصادي اړيکو ته په اشارې سره ویلي؛ د چين حکومت د افغانستان مذهبي او کلتوري ارزښتونه او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي، چې وروستۍ ډيپلوماتيکې کړنې هم د دې ادعا څرګندونه کوي.

جاو شنګ زیاته کړې؛ چين له افغانستان سره د کرنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې سوداګريزې اړيکې لري او په پام کې ده، چې دغه اړيکې د پخوا په پرتله لا پراخې شي.

نوموړي دغه راز د اکاډمیکو او تحصیلي اړیکو پیاوړتیا او د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

کابل کې “د اسلامي نظام او ملي یووالي استحکام” ستره غونډه وشوه

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د ګڼو لوړ پوړو چارواکو په شمول علماوو، قومي مشرانو او ګڼو ولسي خلکو ګډون کړی و.

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت مجاهدینو د ولس پر قوي ملاتړ يرغلګرو ته ماتې ورکړه او اوسنی نظام هم د ولس پر ملاتړ د هېواد د ابادۍ او سمسورتيا په موخه ګړندي ګامونه اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره ښو اړيکو، مثبت تعامل او متوازن سياست ته ژمن او له هېچا سره ستونزه نه غواړي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر شيخ محمد خالد حنفي ویلي، چې په تېرو وختونو کې ځینو کسانو د افغانانو ترمنځ د نفاق خپرولو او قوم په نوم پروژې اخیستې، خو اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانان د قوم، ژبې، سمت او مذهب په نومونو سره ووېشي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې ملي یووالی باید تر شعار پورې محدود پاتې نه شي او د افغانانو ترمنځ یووالي لپاره باید پیاوړی او په اخلاص سره کار وشي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې؛ که افغانان سره یو ځای وي نو هېڅ دښمن به خپلو شومو موخو ته و نه رسېږي.

د قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري ویلي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته هېواد کې اسلامي نظام، سرتاسري امنیت او ملي یووالی ټینګ شوی او نن ورځ افغانستان کې د قومونو تر منځ هېڅ ډول نفاق نشته.

د افغانستان د اهل تشیع علماوو او متنفذینو ټولنې مشر سید حسن فاضل ویلي، چې ټول افغانان، هغه که شیعه وي که سني د اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ دي او د افغانانو تر منځ هېڅ ډول قومي او مذهبي تبعیض ځای نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د اهل تشیع وضعیت د تېر په پرتله اوس ډېر ښه دی، اوس‌مهال د اهل تشیع ځوانانو د جنازو شاهدان نه یو، هېواد کې مو بشپړ امنیت دی او د ښځو حقوق په ښه شکل تامین شوي دي.

د اسلامي نظام او ملي یووالي د استحکام په غونډه کې د افغانانو پر لا یووالي ټینګار شوی او افغانستان کې د سترو قوتونو ماتې د همدې یووالي پایله ګڼل شوې ده.

د یادې غونډې ګډونوالو افغانان یو موټی او یو قوت ګڼلی او ویلي یې دي، چې د دښمنانو شومې دسیسې او تبلیغات به مو هېڅ وخت هېوادوال بېل نه کړي، بلکې لا پیاوړي به پر یوه ټغر راټولېږي.

د ملي یووالي دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.

عبدالقاهر فيروز: نړيوال بانک دې په افغانستان کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي

د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریيس عبدالقاهر فيروز د يو اين هبيتات موسسې له اجرايوي مسول بين فلاور سره د همغږۍ غونډه کې په دوامداره همکارۍ ټينګار کړی.

عبدالقاهر فيروز پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د يو اين هبيتات د تېرو فعاليتونو مننه کړې او په راتلونکې کې يې د نورو همکاريو غوښتنه کړې.

نوموړي په دې‌ ناسته کې له يو اين هبيتات څخه غوښتي، چې د هېواد په هغو سيمو کې چې ډېره اړتيا ده کار وشي او بودیجه دې په اقتصادي او بنسټیزو پروژو ولګول شي.

همدا راز ښاغلي فيروز د يادې موسسې استازي ته ویلي؛ ستاسو له لارې نړيوال بانک ته پيغام ورکوو، ترڅو په افغانستان کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي.

بين فلاور په هېواد کې د وروستو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ په راتلونکي کې به هم د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست سره په همغږۍ خپل فعاليتونه ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ يو اين هبيتات د خلکو اړتيا ته په کتو د کار هوډ لري، ترڅو د خلکو ستونزې حل او پروژې په بنسټیزه توګه ترسره شي.

هېواد کې پانګونې ته د بهرني پانګوالو لېوالتیا؛ اذربایجاني پانګوال غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د اذربایجان هېواد له ملي سوداګر محمد موسی سره لیدنه کړې.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او آذربایجان د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د اذربایجان هېواد له ملي سوداګر ویلي؛ د آذربایجان سوداګر او پانګوال په افغانستان کې له پانګونې سره ځانګړې لېوالتیا لري او غواړي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

 محمد موسی دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه غوښتي؛ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې ګډه خونې په جوړول کې ورسره همغږي شي.

 د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر افغانستان ته د دوی له سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ویلي؛ په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی او د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.

 نوموړي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دغه هېواد کې تل له پانګونې څخه ملاتړ کړی، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره پرله پسې هڅې کوي.