ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1208

د تکواندو ملي لوبډله ډک لاس هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان تکواندو ملي لوبډله متحده عربي اماراتو کې د فوجیرا اوپن ۱۱م پړاو سیالیو کې د دوه مډالونو ګټلو وروسته، نن هېواد ته راستنه شوه.

دغه سیالۍ، چې د روان کال د فبروري په څلورمه د ابوظبۍ په کوربتوب د ۴۴ هېوادونو لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې اته لوبغاړو په کې د ځوانانو په کټګورۍ کې برخه اخیستې وه.

په یادو سیالیو کې حکمت الله زین او محسن رضایي وتوانیدل، چې په درې، درې بریاوو او یوې، یوې ماتې سره د برونزو مډالونه ترلاسه کړي او ډک لاس هېواد ته راستانه شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۲۵/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۷/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۳۰ خوراکه ډوډۍ او ۴۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۳۲۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۶ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې۵تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، یو تن لیسانس، ۵۵ تنه غریبکار او ۴۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۸ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۴۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۵ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. همدا شان ۴تنه بندیان خپل هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې اووه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۰۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۱۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن دیني عالم، ۳۷ تنه غریبکار چې ټول ۳۸ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په په آنګور اډه کې دوه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.    

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز دوه زره او ۲۶۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۷۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۲۷۲ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۶۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۲۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۶۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۶۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، نورستان ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او د لېږد ټوله کرایه دوه زره او ۸۰۰ افغانۍ شوې ده. 

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۷۶ کورنۍ ۵۰۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱ کورنۍ ۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۱۲۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۶۲کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۵۳۱ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۳۴ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

برېتانیا او جرمني له افغانستان سره نږدې ۴۲ میلیونه مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان پر ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له افغانستان سره د بریتانیا او جرمني د ۴۱،۹ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی.

“له دې مرستو به ۱۳ زره مټريک ټنه غنم، نباتي او نور غوړي وپیرل شي او پر يو ميليون خلکو به نغدې پيسې هم ووېشل شي، چې په ژمي کې د اړتيا وړ توکي پرې واخلي. “

له بل لوري اقتصاد وزارت د جرمني او برېتانيا د مرستو هرکلی کوي او له مرستندويه بنسټونو غواړي، چې افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې ونډه واخلي.

د دې تر څنګ اقتصادي کارپوهان هم د مرستندویه سازمانونو بشري مرستې د بې‌وزلۍ په کمولو کې اغیزمنې ګڼي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال او یوې خیریه موسسې د رییس لیدنه؛ کډوالو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو خبرې شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د (آی، ایچ، ایچ) خیریه موسسې له رییس مجاهد کلیچ او مسولینو سره لیدنه کړې.

مجاهد کلیچ د نورو په استازولۍ د یادې موسسې د فعالیتونو، کړنو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

کلیچ ویلي؛ د (آی، ایچ، ایچ) خیریه موسسې تر دې مهاله د جوماتو جوړولو، کرنې، د اوبو څاګانو د کېندلو او کارموندنې، د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره د مرستې او ناروغانو د درملنې په برخو کې اغېزمن او پام وړ اقدامات کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې موسسې مسولین هڅه کوي، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خپلو خیریه فعالیتونو په پراخولو سره د پورته ذکر شویو مرستو او فعالیتونو سربېره بې وزله او نادارو خلکو ته د خوراکي توکو د تامین او د دوی د ځان بساینې په برخه کې هم فعالیت وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د (آی، ایچ، ایچ) خیریه موسسې مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان بې وزله خلکو سره د مرستې په خاطر د یادې موسسې د فعالیتونو او کړنو مننه او قدردانی کړی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پورته ذکر شویو برخو کې د یادې موسسې مرستې اغېزناکې بللي او د دې موسسې له رییس او مسولینو یې غوښتي، چې تازه اجباري راستنو شویو کډوالو ته د کډوالو په ښارګوټو کې د شغلي فرصتونو د رامنځته کېدو او مسکن جوړولو په برخه کې هم همکاري وکړي.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال: د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه نوی نسل له دغه شومې پدیدې ژغوري

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسون او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال راغلو استازو سره د نشه یي توکو پر وړاندې د معینیت کړنې، فعالیتونه، لاسته راوړنې، همدارنګه په هېواد د عالیقدر امیرالمؤمنیین حفظه الله فرمان چې د کوکنارو د کښت، قاچاق، پیر، پلور  په اړوند صادر شوي وو معلومات شریک کړي، او په هېواد کې د روږدو کسانو په راټولولو حمایې، تداوي او زده کړو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي؛ موږ او تاسو په هوکړې سره یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، پیر او پلور مخنیوۍ وکړو ترڅو نوي نسل مو له دغه شومې پدیدې څخه په امن پاتې شي.

ښاغلي همکار له راغلو استازو څخه د روږدو کسانو د حمایې، تداوي او د کروندګرو لپاره د بعدیل معشیت په اړه د بشپړې همکارۍ غوښتنه کړې.

نیکلولاسون د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کړنې، فعالیتونه او لاسته راونې ستایلي او د نشه یي توکو پر وړاندې یې یاده مبارزه بریالې بللې.

نوموړي زیاته کړې؛ نشه يي توکي د نړۍ ګډ دښمن دي، چې موږ ستاسو سره به دغه مبارزه کې پوره همکار یوو.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي نظام د علماوو او مجاهدینو د بې‌شمېره قربانیو پایله ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او مشرانو سره لیدنه کړې.

مشرانو او سپین ږیرو د بادغیس ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې کړي او په هېواد کې یې د اسلامي امارت پر حاکمیت او د سرتاسري سولې او ثبات پر ټینګښت خوښي څرګنده کړې.

مخورو ویلي؛ د بادغیس ولسونو له کلونو درد او غم، ناامنیو او بې ثباتۍ راوروسته اوس په امنیت او هوساینه کې ژوند کوي، چې له شک پرته دا چاره د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو د زحمتونو او هڅو پایله ده.

مشرانو زیاته کړې؛ د بادغیس علماو او مجاهدینو په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمېدو او د وطن د ازادۍ لپاره زیاتې قربانۍ ګاللي او په راتلونکي کې یې هم د ملاتړ لپاره هر ډول سرښندنو ته حاضر دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس مشرانو او سپین ږیرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وطن د ازادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت په برخه کې د دوی سرښندنې او قربانۍ ستایلي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ دا نظام د دې خاورې د علماوو او مجاهدینو د بې شمېره قربانیو او سرښندنو پایله ده، چې د افغانستان په ټول مسلمان ولس پورې اړه لري او ملاتړ یې هم د هر وګړي اسلامي او ملي وجیبه ده.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او د جاپان سفیر لیدنه؛ د تحصیلي سکتور په پیاوړتیا خبرې شوي

په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر مولوي نداء محمد ندیم د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، افغانستان او جاپان ښې تاریخي اړیکې لري.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په تحصیلي او نورو برخو کې د جاپان له مرستو مننه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.

مولوي ندا محمد ندیم همدا راز د یاد هېواد له سفیر څخه غوښتي، چې له نړیوالو ته د افغانستان رښتنی انځور وړاندې کړي.

د جاپان سفیر ویلي؛ د ناڅاپي پېښو او بحراني حالتونو پر مهال له افغانستان سره مرستو ته تیار دي او د بشري مرستو تر څنګ یې د بنیادي پروژو پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه کړې.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د سترو پروژو په پلي کېدو سره بنسټیزې رغونې پیل کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د مېشتو عرب قوم له قومي مشرانو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.

د عرب قوم مشرانو او علماوو ویلي؛ چې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د دوی ولسونه مېشت دي او ټول په یو خوله یو ځل بیا له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ په ډاګه کوي.

د عرب قوم مشرانو زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان د قومونو د قربانیو او د مجاهدینو د سرښندنو نتیجه ده، چې ساتل او ترې ملاتړ یې هم د ټول افغان او مسلمان ملت مکلفیت او مسولیت دی.

د نوموړو په وینا؛ د اسلامي نظام په راتګ سره د افغانستان ټول قومونه د ورونو په څېر ژوند کوي، د هیچا حق نه پایمالېږي او اسلامي امارت ټول اقوام پر ځان را ټول کړي دي.

هغوی دغه راز د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عرب قوم ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ خوشاله دی چې د افغانستان ولسونه له داسې نظام ملاتړ کوي چې تګلاره یې د اسلامي شریعت نافذول او د افغانستان کړیدلي ولس ته خدمت کول دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ له پینځو لسیزو را وروسته افغانانو د ارام ساه اخیستې او اړتیا ده، چې ملت او امارت په ګډه د هېواد د ابادۍ، سوکالۍ او پياوړتیا لپاره کار وکړي.

نوموړي دولتي موقف امتیاز نه بلکې د خدمت کولو فرصت بللی او ویلي يي دي؛ ټول مسولین په دې مکلف شوي، چې د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ولسونو غږ واوري او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ په اسلامي نظام کې ټول اقوام او وګړي یو شان حق لري او د افغانستان د اساسي پرمختګ لپاره اسلامي امارت په سترو پروژو او د بنسټونو په رغولو کار پیل کړی دی.

په افغانستان کې د يونسیف ادارې رییس د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال سره د مخه ښې ليدنه کړې

په افغانستان کې د يونسیف ادارې رییس فران ایکویزا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي سره د مخه ښې ليدنه کړې.

 د دې کتنې په لړ کې فران ایکویزا ویلي؛ په افغانستان کې يې د ماموريت دوه کلونه په داسې حال کې پای ته ورسېدل، چې ياد دوه کلونه به يې د ژوند وياړ او خوږه خاطره وي.

 نوموړي په خپل کاري بهير کې د اسلامي امارت له ټولو ادارو او په ځانګړي توګه د بهرنيو چارو وزارت له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ زياته کړې؛ له ده وروسته به ډاکټر تاج الدين د نوموړي پرځای په افغانستان کې د يونسيف ادارې کارونه پر مخ وړي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په افغانستان کې د يونسیف فعالیتونه تاريخي او اږدمهاله بللي او له يادې ادارې څخه يې ځانګړې مننه کړې.

 شېر محمد عباس ستانکزي د ايکويزا کاري لړۍ ستایلې، افغانستان يې د نوموړي دويم کور بللی او د يونسيف راتلونکي مشر ته په چارو کې برياليتوب هيله څرګنده کړې.