ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1209

فریدون سینزر اوغلو د مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ نېږدې راتلونکي کې به نړیوال بانک د افغانستان بانکي سکتور د ودې په موخه ناسته وکړي

نړیوال بانک به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه ناسته وکړي، چې د افغانستان د بانکي سکتور د ودې، د تعزیراتو د ختمېدو او په افغانستان کې د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو په بیا پیلولو به پکې بحث وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینزر اوغلو سره لیدنه کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي د اسلامي امارت له مسولینو څخه مننه کړې، چې د نوموړي د ماموریت پر مهال یې ورسره مرسته کړې ده او ویلي يي دي؛ غواړي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکي پراختیا پيدا کړي.

فریدون سینزر اوغلو د اسلامی  امارت لخوا د سیمه ییزو همکاریو د کانفرانس جوړولو نوښت ستایلی او زیاته کړې یې ده؛ دغه ډول ناستې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي.

نوموړي د دوحې راتلونکې ناسته هم د افغانستان لپاره یو ښه فرصت بللی او هیله یې ښودلې چې د اسلامي امارت استازی به پکې د ګډون ترڅنګ د یو شمېر هېوادونو له استازو او دیپلوماتانو سره وګوري.

اوغلو ویلي؛ ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي اړتیا ویني، چې د نړیوالو شریکانو په خوښه به ټاکل کېږي؛ خو د دغه استازي د کار ساحه او لایحه به د افغانستان لپاره د سولې د پخوانیو ځانګړو استازو سره توپیر ولري.

نوموړي خوشبیني ښودلې، چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه لېواله ده، چې له اسلامي امارت سره اړیکي پیل او همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی او د افغانستان ثبات د سیمې د امن او ثبات په معنی دی.

د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت تغییرات راشي.

 د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ویلي؛ چې هيڅوک د اسلامي امارت د نسکورېدو په هڅه کې نه دی، بلکې ټول غواړي چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره وصل شي.

ښاغلي اوغلو ویلي؛ نړیوال بانک به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه ناسته وکړي، چې د افغانستان د بانکي سکتور د ودې، د تعزیراتو د ختمېدو او په افغانستان کې د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو په بیا پیلولو به پکې بحث وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د  یاد د راپور ډېرې برخې تاییدوي خو له یوې برخې سره یې چې دافغانستان لپاره د ځانګړي استازي غوښتنه کوي همغږی نه دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په شتون کې د سولې د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه ویني.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت هم غواړي، چې له نړۍ سره ښې اړیکي ولري او د دوحې په راتلونکې ناسته کې یې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په اړه بحثونه پيل کړي دي.

سیاسي مرستیال د نړیوال بانک له لوري د نیمګړو پروژو د بیا پیلېدو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې دې د افغانستان د بیارغونې، بشري مرستو او پر بانکي سیستم د تعزیراتو په لرې کولو کې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

د مالیې سرپرست وزیر: راتلونکي مالي کال کې به د غزني ولایت ولسوالیو لپاره په روغتیايي، پراختیايي او بیارغونې برخو کې بویجه ځانګړې شي

د مالیې سرپرست وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د غزني ولایت د ۱۹ ولسوالیو له ولسوالانو سره لیدنه کړې او د دوی ستونزې او غوښتنې یې اوریدلي دي.
د غزني ولایت ولسوالانو د خپلو ولسوالیو د ستونزو شریکولو ترڅنګ غوښتنه کړې؛ چي د راتلونکي مالي کال په ملي بودیجه کې د دغه ولسوالیو لپاره په روغتیایي، بیارغونې او نورو برخو کې د پراختیایي پروژو لپاره بودیجه ځانګړې کړي؛ ترڅو د غزني ولایت د ولسونو ستونزي ورسره حل شي.
د مالیې سرپرست وزیر ویلي؛ هڅه کوو، چې د ټولو هېوادوالو ستونزو ته د ملي بودیجې د لګښتونو په وسیله رسېدنه وکړي او ډاډ یې څرګند کړی، چې د غزني ولایت د ولسونو سره به هم، په یادو برخو کي د پروژو پلي کولو په موخه اړینې همکارۍ وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غزه کې د یو بل اوربند د ټینګښت هڅې کوي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو ځل بیا منځني ختیځ ته تللی او ټاکل شوې نن سه شنبې مصر، قطر او اسرایلو څخه لیدنه وکړي.

نوموړی پرون ریاض کې و او له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره یې هم کتلي او منځني ختیځ کې یې د روان وضعیت په اړه ورسره خبرې کړې دي.

د راپورونو پر اساس بلېنکن هڅه کوي د دغه سفر په ترڅ کې غزه کې د یو بل اوربند ټینګښت او د روان کړکېچ دایمي پای ته لارې وګوري.

دا په غزه کې د صهیونست اشغالګرو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د روان کړکېچ له پیل راهیسې د بلېنکن پنځم سفر دی.

د یادونې وړ ده، چې امریکا کې د بایډن حکومت د غزې په روانه جګړه کې د اسرایلو اصلي ملاتړی دی او تر دا مهاله یې ورسره میلیاردونه ډالر مرسته کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند: د روان کال له پیله تر اوسه ۱۱۰ زره د کار جوازونه وېشل شوي

د کار او ټولنیزو چار وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د روان کال له پیله یې تراوسه پر دولتي او خصوصي بنسټونو ۱۱۰ زره د کار جوازونه وېشلي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې کال په جریان کې له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د څه باندې څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک شوي، چې موخه یې د بې‌سرپرسته ماشومانو ملاتړ، د بې‌وزلو لاسنیوی او د ځوانانو لپاره د زده‌کړو زمینې برابرول وو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند همدارنګه د شل زره ځوانانو لپاره د فن او حرفې زده کړې زمینې برابرول، د ماشومانو قضیو ته رسیدنه، د مرستې ترلاسه کولو په موخه د ۳۵ زره راستانه شویو کډوالو ثبت او ډیتابیس کول او هغوی ته د کاري زمینې برابرول او د کانونو په استخراج کې د سلګونه ځوانانو جذبول د روان څه کم یوه کال په جریان کې د دې وزارت له مهمو لاسته راوړنو بللې دي.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د کمال خان بند د دویم فار او د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې پروژې په اړه خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه له اجنډا سره سم د یو شمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث شوی.

یادې غونډې ته د کمال خان بند د دویم فاز د امکان سنجۍ د لومړنیو مطالعاتو بشپړ راپور وړاندې شوی.

په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ او کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د ملي پراختیا شرکت له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د ترسره شوو مطالعاتو په پام کې نیولو سره د امکان سنجۍ دقیق تخنیکي مطالعات ترسره او راپور یې دې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې کړي.

همدارنګه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې پروژې د لومړي فاز د جوړولو پر مالي تمویل هم خبرې شوي.

د موضوع تر هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې مالیې وزارت دې د یادې پروژې لپاره د بودیجې ترلاسه کولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام ته ځانګړی وړاندیز وکړي.

دغه پرېکړه د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې.

مولوي ذاکر: په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت استازي شتون اړین دی

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي ریيس مولوي ذاکر د یوناما د سیاسي برخې له مسول سکاټ سمیټ سره لیدنه کړې.

سکاټ سمیټ د افغانستان په اړه، په دوحه کې د ملګرو ملتونو د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ګډون کوي او د دواړو لوریو په اندېښنو او غوښتنو به خبرې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ په یاده ناسته کې به له افغانستان سره د بشري او پراختیايي مرستو دوام او د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د تعامل او اړیکو پراختیا د اجنډا نورې برخې وي.

ښاغلي سمیټ هیله ښودلې، چې له دې ناستې څخه د یوه فرصت په توګه استفاده وشي او دغه ناسته د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغوونکی رول ولوبوي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د ستونزو حل خبرې اترې دي او اړتیا ده، چې په ټولو نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت استازی شتون ولري.

نوموړي غوښتنه کړې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم باید د اسلامي امارت په اختیار کې ورکړل شي، تر څوامارت له دې فرصت څخه په استفادې د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي او خپل پیغام  ورورسوي.

مولوي ذاکر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره ټولو اقوامو او هېوادوالو ته د ارامه او سوکاله ژوند زمینه برابره شوې ده، اسلامي امارت له هیچا سره د پخوانۍ دندې له امله حساب نه کوي.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي او یوناما کولای شي، چې په دې برخه کې خپل مهم رول ترسره کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس د دوحې ناسته د افغانستان لپاره ښه فرصت بللی او غوښتنه یې کړې، چې د اسلامي امارت په مشرانو لګېدلي بندیزونه غیر عادلانه دي او باید پای ته ورسیږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۲۴/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۶/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۲کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۶تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۱۰ افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۲۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۵۰ خوراکه ډوډۍ او ۴۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۳۲۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۶ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې۴تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، پینځه تنه حافظان، ۴۹ تنه غریبکار او ۲۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۸۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۸۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

همدا شان څلور تنه بندیان خپل هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اووه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۴۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۰۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۸۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، یو تن حافظ، یو تن دیني عالم، ۱۳ تنه غریبکار او ۱۱ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز دوه زره او یو مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۹۰ افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۱۲۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۴۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۳۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳تنه و، جوزجان، بغلان او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۳۱ زره او ۱۰۰افغانۍ شوې ده. 

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۷۶ کورنۍ ۲۶۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۲۳ کورنۍ ۱۱۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۶۲ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۲۲۰کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۵۲۹ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۱۸۱ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

محسن رضايي او حکمت‌الله زین د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د برونزو مډالونه خپل کړل

د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړو محسن رضايي او حکمت الله زین په متحده عربي اماراتو کې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د برونزو مېډالونه ګټلي.

په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون له ۴۵ هېوادونو څخه ۱۸۹۷ لوبغاړو ګډون کړی وو.

له افغانستان څخه محسن رضايي او حکمت الله زین په درې ـ درې بریاوو او یوې ـ یوې ماتې د برونزو مېډالونه ترلاسه کړل.

د یادونې وړ ده، چې په دې سیالیو کې د محسن رضايي او حکمت الله زین تر څنګ رامین عزیزي، امید سهاک، علي اکبر امیري، بېژن صدر، حسین لطیفي او محمد اشرف هم ګډون کړی وو، خو د کوم مېډال په ګټلو بریالي نه شول.

ټاکل شوې چې تکواندو ملي لوبډله به د راتلونکې مارچ میاشتې پر ۱۷مه نېټه چین ته لاړه شي او هلته به د اسیا لویې وچې په اولمپیکي سیالیو کې ګډون وکړي.