ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1210

مولوي عبدالسلام حنفي: هېواد کې د متخصصو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو د روزنې لپاره وړ ظرفیت شتون لري

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد یو شمېر ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو او متخصصینو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د طبي شورا عمومي ریيس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان او د عامې روغتیا وزارت مرستیال محمداسحق اخوندزاده هم شتون درلود.

پروفیسور عبدالکریم قیومي د نورو په استازیتوب د هېواد د روغتیايي، روغتونونو او ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو د وضعیت په اړه خبرې کړي.

نوموړي ویلي؛ د امکاناتو او پرمختللو طبي وسایلو برابرولو او د متخصصینو د ظرفیت لوړولو، په طبي کوریکولم او صحي سکتور کې د ځينو اصلاحاتو راوړلو سره، کولای شو په بېلابېلو برخو کې د ناروغانو ستونزې حل شي.

ښاغلي قیومي د اسلامي امارت مسولینو څخه غوښتيو چې د متخصصو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو روزنې او ټریننګ، د معیاري طبي وسایلو برابرولو او په ټول هېواد کې د روغتیايي مرکزونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي روغتیا د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه بللې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې مسولین کوښښ کوي د متخصصو او تکړه ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو د روزنې او ټریننګ او د هغوی د استخدام ترڅنګ روغتونونو او صحي مرکزونو ته پرمختللي طبي امکانات برابر کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اوس په هېواد کې د متخصصو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو د روزنې او ټریننګ لپاره وړ ظرفیت شتون لري او له دې ظرفیت څخه په ګټه اخستنې کولی شو ‌‌‌‌‌‌ډېرې روغتیايي ستوتزې حل کړو.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د څو ولایتونو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې  ناستو کې د ننګرهار، بادغیس، زابل او د کابل د پغمان ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ له اوږدو مبارزو وروسته افغانان د اسلامي نظام څښتنان شوي دي.

یادو علماوو او قومي مشرانو زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له بریا وروسته ولسونه سره منسجم شوي، بې اتفاقي ختمه شوې او په سیمه ییزه همکارۍ کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.

هغوی دغه راز د خپلو ولایاتو او سیمو ستونزې او وړاندیزونو هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د حکومت دروازې د ولسونو پر مخ پرانستي دي او دا یې د علماوو مسولیت ګڼلی، چې مسولین خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خلکو او ولسونو په همکارۍ رامنځته شوی دی، د دې نظام تر چتر لاندې ټول افغانان د ارامۍ ژوند کوي او مسولین کوښښ کوي، چې د خلکو ستونزې په وخت سره حل شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اړونده ادارو ته به د یادو قومي مشرانو د ستونزو حل لارښوونه وکړي او له خلکو یې غوښتي، چې د هرې سیمې خلک دې خپلې ستونزې او وړاندیزونه تر مسولینو ورسوي.

د مولوي امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي لیدنه؛ د اسلامي امارت پر وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو او د دوحې ناستې په اړه خبرې شوي

د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د اسلامي امارت پر وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو، د خپلواکې ارزونې وړاندیزونو او راتلونکې دوحې ناستې په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» د ناستې او په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر د باورلیک منلو په تړاو معلومات وړاندې کړي او دا یې په ډیپلوماتیک ډګر کې د امارت لپاره هیله‌بښونکي پرمختګونه ګڼلي دي.

مولوي امیرخان متقي ویلي؛ اسلامي امارت ملګرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري.

نوموړي د سینیرلي اوغلو شخصي هڅې یې ستایلي او د دوحې د ناستې د بریا هیله یې څرګنده کړې ده.

سرپرست وزیر همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک په تړاو د امارت دریځ تکرار کړی.

ښاغلي متقي د سینیرلي اوغلو په خپلواکې ارزونه کې د مثبتو ټکو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.

سینیرلي اوغلو ویلي؛ په کابل کې يې د تېرې اوونۍ «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» ناسته له نژدې څارله او په کامیابۍ سره یې د ترسره کولو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته مبارکي ویلې ده.

نوموړي د ملګرو ملتونو همغږي‌کوونکي د دوحې د ناستې په اړه د خپلو سفرونو او بحثونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ټینګار یې کړی، چې د دوحې ناستې موخه افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی، تر څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګونه وشي.

ښاغلي اوغلو په خپله خپلواکه ارزونه کې يې غوښتنه کړې، چې په کابل کې د نورو هېوادونو دیپلوماتیک حضور زیات شي، د افغانستان پر مرکزي بانک د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشي او همداراز افغانستان سره تخنیکي او پراختیايي مرستې هم پیل شي.

 ده هیله څرګنده کړې، چې نړیوال بانک به په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي.

سینیرلي اوغلو ویلي؛ د دوحې راتلونکې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت ته بلنه ورکړل شوې ده او اوس د امارت د ګډون په اړه د ګډونوالو ترمنځ اجماع رامنځ ته شوې ده.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت پلاوی په لوړه کچه ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د همغږي‌کوونکي له معلوماتو مننه کړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سره ګډ کار غواړي او په ټوله کې د دوحې ناسته یو ښه فرصت ګڼي.

ښاغلي متقي زیاته کړې؛ د غونډې د جوړښت، اجندا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته به امارت د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال: اقلیمي بدلون ته باید له سیاسي لید لوري و نه کتل شي

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ادارې مسولینو په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو د جوړېدونکی نړیوال کنفرانس په اړه د خبري کنفرانس له لارې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

 د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه ویلي؛ په راتلونکې اونۍ کې به په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي، د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو استادان او متخصصین به پکې په حضوري او انلاین بڼه ګډون وکړي.

نوموړي اقلیمي بدلون؛ یوه حیاتي او د افغانستان په ملي قضایاوو کې شامله موضوع بللې او زیاته کړې یې ده؛ له دې موضوع سره باید مناسب تعامل وشي.

 د ښاغلي خیرخواه په وینا؛ د اقلیمي بدلون په دې نړیوال کنفرانس کې به د ۱۴۰ مقالو او څېړنو په وړاندې کولو سره، هڅه وشي چې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمنېدو په اړه علمي پایلې او موندنې له نړیوالو سره شریکې او په دې برخه کې خپل غږ اوچت کړي.

 د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس یو مهم کنفرانس بللی او ویلي يي دي؛ چې د یاد کنفرانس له لارې به پر افغانستان باندې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه، د علمي مقالو او څېړنو پایلې له نړیوالو سره شریکې شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په یاد کنفرانس کې به نړیوالو ته دا پیغام ورسوو، چې اقلیمي بدلون یوه بشري او انساني موضوع ده او دې موضوع ته باید له سیاسي لیدلوري و نه کتل شي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ اقليمي بدلون افغانستان تر ټولو سخت ځپلی په داسې حال کې چې د اقليمي بدلون په لاملونو کې تر ټولو لږ ونډه لري.

مولوي عبدالسلام حقاني له مسولو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مقابلې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د بلخ په حوزوي روغتون کې د میندو د پاملرنې مرکز پرانیست

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ  والي محمدیوسف وفا او د بلخ عامې روغتیا رییس حاجي رحمت الله منصور په شمول د دې ولایت د حوزوي روغتونو له ټولو چارو څخه له نژدې لیدني ترڅنګ په یاد روغتون کې د قابله ګانو په لارښوونه د میندو د پاملرنې یو مرکز پرانیست، چې د پرانیستنې وروسته یې د بلخ حوزوي روغتون له ټول روغتیايي پرسونل، ډاکټرانو، صحي علومو استادانو او مسولینو سره ناسته کړې.

ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله د روغتیا په برخه کې له يو شمېر ستونزو سره مخ دی، ځکه دلته په ۲۰ کلنه جکړه، کې د صحت لپاره هیڅ اساسي کار ندی شوی.

په منظم ډول سروې نده ترسره شوې، لومړی، دویمه او دریمه درجه ولایتونو ترڅنګ هغو ولسوالیو ته چې روغتیايي خدمتونو ته یې سخته اړتیا درلوده په وخت رسېدنه نده شوې، په ټول هېواد کي ۱۱ زره فعال بسترونه موجود دی، پداسې حال کې چې د افغانستان نفوس ته په کتو سره په ابتدايي شکل باید ۴۵ زره بسترونه شتون ولري، چي د دې بسترونو د ډېرېدو سره کاري پرسونل، ډاکټران، استادان او نوري برخي باید ډېر کړل شي، چې دا د هېواد د عامې روغتیا په مخ کي یو لوی چلینج دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د موجوده امکاناتو په ذریعه د اسلامي امارت په راتګ سره ټولو خپل کوښښونه کړي دي او خدمات وړاندي کوي.

طبابت هره ورځ په نوې بڼه نړۍ ته وړاندي کیږي، په هره برخه کې یې نوي پرمختګونه رامنځه کیږي او د پرمختګ په لور روان دی، نو د هېواد ټول مسلکي او تخصیصي ډاکټران باید په نوې ټکنالوژۍ ځان پوه کړي او خپل علم نورو ته انتقال کړي.

سرپرست وزیر ویلي؛ په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت کوښښ کړی، په کومه طریقه د هېواد د ډاکټر سویه او هغه لاسته راوړی مهارت د ټولي نړۍ سره یو شان او هماهنګ کړو، د سیمي له هېوادونو سره د دوی اړیکي قوي کړو، داخل هېواد کې داخله او جراهي تخصص وکړي، چي الحمدالله په دې برخو کي بریالي شوي یو.

په وینا یې؛ د روغتیا معیاري کولو، د ښو خدمتونو، مسلکي او تخصیصي ډاکټرانو په جلبولو او د روغتیايي خدمتونو په وړاندي کولو کې به د ټولو مشورو او نظرونو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

د بلخ والي ویلي؛ دا هېواد په تېرو دوو کلونو کي خپلواک شوی، بودیجه، ولس، پروژې، د بنیادي کارونو او پرمختګونو پروژې د خپل هېواد دي او د هېواد لپاره ټولې هغه نقشې پلان کيږي، چي د راتلونکي لپاره د پرمختګ سبب وګرځي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ډاکټرانو او د دې هېواد د صحي کاري پرسونل دا زحمتونه، قربانۍ او د کوښښونو ثمره راتلونکو نسلونو ته پاته کیږي، نو ټول باید د دې هېواد لپاره په پوره صداقت سره خدمتونه وړاندې کړو او شپه ورځ د دې ځورېدلي ملت سره هغه ژمنه، چي مو کړې په عملي ډګر کي ثابته کړو.

د صهیونیستي رژیم روان وحشت؛ د غزې په مرکز کې یې ملکي کورونه او یو جومات بمبار کړي

صهیونیستي ځواکونو نن سهار د غزې په مرکز کې پر ملکي کورنو او یوه جومات بمبار کړی، چې له ۳۰ زیات فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.

دا برید چې په وروستیو کې تر ټولو مرګونی ګڼل شوی، ډېری روغتیايي او مرستندویه ادارو غندلی دی.

د راپورونو پر اساس؛ د صهیونیستي رژیم د تېرو ۲۴ ساعتونو په بریدونو کې ۱۲۷ فلسطینیان شهیدان او زیات شمېر ټپيان شوي دي.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل څخه تر اوسه ۲۷ زره او ۳۶۵ فلسطینیان شهیدان شوي.

دغه‌راز تر دې دمه ۱۰ زره ماشومان شهیدان او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله روان وضعیت زړه بوږنوونکی ګڼلی او ویلي یې دي، چې له ۱۷ زره ډېر ماشومان بې‌سرپرسته دي.

له بل لوري امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي هېواد یې له اسرائیلي پوځ سره ۱۷.۶ میلیارده ډالره مرسته وکړي.

ویل کېږي چې دا پیسې به د اسرائیلو د دفاعي سیستم پیاوړتیا او پرمختللو وسلو او توغندیو په برخه کې ولګول شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پینځه تړونونه لاسلیک کړل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت له پینځه کورنیو او بهرنیو بنسټونو (د ناورې کمېټه، د انافي موسسه، د افغانانو لپاره د ښه ژوند موسسه، د اوسپنې پټلۍ اداره او علامه د لوړو زده کړو موسسه) سره د مرستې تړونونه لاسلیک کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د دغه پروګرام د پرانیستلو په مراسمو کې د تړونونو په هکله معلومات ورکړي دي.

، د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ملابخت الرحمن شرافت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له همکاریو د مننۍ ترڅنګ ویلي؛ تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره ښه همکاري لري او په وینا یي، د دغه تړون په لاسلیکولو سره به د دواړو بنسټونو ترمنځ همکاري لا زیاته شي.

نوموړي زیاته کړې؛ ټولې برخې تخنیکي او مسلکي کسانو ته اړتیا لري، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ټولنې ته د متخصصو او مسلکي کسانو د تربیه کولو ځای دی.

افغانستان کرېکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو په پار لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۵ کسیز نوملړ په ډاګه کړ، چې سربېره پر دې پکې څلورو احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

لومړۍ لوبه به یې د روانې فبروري میاشتې په ۹مه نېټه د کېنډي په پالیکلي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

په دغه ۱۵ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، نوراحمد، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک، ریاض حسن او قیس احمد شامل دي.

دغه راز د یادو ۱۵ لوبغاړو سربېره شرف الدین اشرف، شاهد کمال، عبدالرحمن او بلال سمیع هم د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ځدران د یاد نوملړ په اړه ویلي؛ زموږ موخه ملي لوبډلو ته د ډېرو سیالیو تنظیمول دي، سږ کال د ټېسټ لوبو ترڅنګ د نړیوالو یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو سیالیو له اړخه هم بوخت کال لرو، د کرېکټ اسیایي شورا په ناسته کې مو هم د شورا له غړو هېوادونو سره د نورو موضوعاتو سربېره د لا ډېرو دوه اړخیزو سیالیو پر تنظیم خبرې اترې وکړې.

نوموړي زیاته کړې؛ دا د ۲۰۲۲م کال له وروستیو راهیسې له سریلانکا سره زموږ دریمه لوبلړۍ ده چې ترسره کوو یې، دغه راز به له نورو هېوادونو سره هم ورته لوبلړۍ زیاتې کړو، چې ورته چاره د افغان کرېکټ په لا ډېر پرمختګ او ودې کې غوره رول لوبوي.

یادې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به د روانې فبروري میاشتې په ۹مه، ۱۱ او ۱۳مه نېټه ترسره شي، چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹ او ۲۱مه نېټه هم درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره شي.

د عامه پوهاوي په موخه د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د سرطان ناروغۍ نړیوالې ورځې په موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخوندزاده حامد، د عامې روغتیا وزارت د بېلا بېلو ریاستونو رییسانو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي ترسره کول اړین بللي او د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه یې د عامه پوهاوي لوړول، په سرطان ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او په دې برخه کې له هېوادوالو سره د د معلوماتو شریکول دي.

حبیب الله اخوندزاده حامد ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې په نېږدې راتلونکي کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري روغتون جوړ کړي؛ تر څو وکولای شي په کور دننه هېوادوالو ته په یاده برخه کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تلو مخنیوی وشي.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رییس ډاکټر حیدرخان حیدر د ناروغیو په اړه هېوادوالو ته د معلوماتو د شریکولو او عامه پوهاوي پر ارزښت خبرې کړي او په دې برخه کې د رسنیو رول اړین بللی.

 ډاکټر احمد سِیر پاڅون د یادې ناروغۍ د درملنې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري، چې په نېږدې راتلونکي کې د هېواد په ټولو زونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې ۵۰ بستریز روغتونونه جوړ کړي.

نوموړي زایته کړې؛ د جمهوریت روغتون له ریفورم وروسته به چې چارې یې عملَا د عامې روغتیا وزارت له لوري پرمخ روانې دي د سرطاني ناروغیو د درملنې ځانکړې برخه به په کې فعاله شي.

مالیې وزارت: د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د بودیجې لګښت په برخه کې د فساد کچه صفر شوې

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل له ملي رادیو ټلویزیون سره په ځانګړې مرکې کې ویلي؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ټولو دولتي ادارو کې له فساد سره جدي مبارزه شوې، چې له امله یې د ملي بودیجې د لګښت په برخه کې د فساد کچه صفر شوې ده.

ښاغلی حقمل زیاتوي، چې د روان کال په پرتله به راتلونکی کال ټولو وزارتونو ته زیاته پراختیايی بودیجه په واک کې ور کړل شي.

د نوموړي په وینا؛ سږکال مالیې وزارت ته ۱.۵ میلیارده افغانۍ بودیجه منظور شوې وه، چې ۹۰ سلنه یې لګول شوې او پاتې نوره به یې هم تر ټاکلې مودې په ښه ډول په  مصرف ورسږي.

د یادونې وړ ده، چې د روان لمریز کال د پای ته رسېدو سره سم د ملي بودیجې چمتو کولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ګړندۍ شوې دي.