ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1211

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د هېواد ابادۍ او اقتصادي پياوړتیا په موخه بنسټیزې پروژې پلي کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د بېلا بېلو شمالي ولایتونو له ګڼ شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دغو ناستو کې چې په شمالي ولایتونو کې د مدرسو څو تنو مسولینو او د لوړو زده کړو وزارت مرستیال مولوي لطف الله خیرخواه شتون درلود، د اسلامي نظام په ټېنګښت، د ولسونو د ستونزو په حل او له نظام سره د ولسونو د همکاریو په پراختیا خبرې شوي.

د شمالي ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو او علماوو ویلي؛ چې په تېره ۲۰ کلنه دوره کې د شمال مجاهدینو په سختو شرایطو کې د اشغال پر وړاندې مبارزه پيل کړه.

دغو قومي مشرانو او علماوو د سرتاسري امنیت په ټینګښت، د قدرت د ولایتي او سیمه ییزو جزایرو په ختمولو او د اسلامي احکامو په پلي کېډو خوښي ښودلې او له اسلامي امارت سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې.

قومي مشرانو او علماوو په خپلو ولایتونو او سیمو کې د پوهنې، روغتیا، سړک رغولو او ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اشغال پر وړاندې د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د شمالي ولایاتو د اوسېدونکیو هڅې او قربانۍ ارزښتمنې بللي او ویلي يي دي؛ د جهاد په بریا کې د افغانستان د ټولو قومونو او سیمو اوسېدونکیو خپله ونډه درلوده.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسنی نظام د افغان ملت د قربانیو او سرښندنو پایله او د شهیدانو ارمان دی، چې باید په سم ډول ترې ساتنه وشي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي نظام د هېواد ابادۍ، اقتصادي پياوړتیا او په ولایتونو کې د بنسټيزو پروژو عملي کولو ته ملا تړلې چې په عملي کېدو سره به یې د خلکو ستونزې راکمې شي.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۱ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د دلوې له ۶مې څخه د دلوې تر ۱۲مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۱ زره او ۵۷۷  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۲ زره او ۸۳۶ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰ زره او ۵۲۷  ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره او ۲۱۴  ټنه انتقالات، چې ټولټال ۸۱ زره او ۵۷۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۶۵۸ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

امریکا او انګلیس په یمن کې نوي اهداف په نښه کړي

د امریکا او انګلیس هوایي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن په پلازمېینه صنعا او نورو سیمو کې ګڼ شمېر اهداف په نښه کړي دي.

ځايي رسنۍ د دغو ګوزارونو شمېر ۲۲ ښيي اما ځیني امریکايي رسنۍ د امریکایي چارواکو له قوله بیا د دغو هوایي ګوزارونو شمېر ۳۰ یادوي او زیاتوي چې دغو بریدونو کې ۱۰ پوځي مرکزونه په نښه شوي دي.

ورته وخت کې بیا امریکا او انګلیس په یوې ګډې خپرې کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دغو تازه بریدونو کې یې ۳۰ ګوزارونه کړي او ۱۳ پوځي مرکزونه یې په نښه کړي دي.

تازه بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغه بریدونه د حوثي وسلوالو پر مرکزونو شوي او د دواړو لوریو امریکا او ملګرو یې او حوثي وسلوالو ترمنځ ناندریو وروسته تر هغې زور واخیسته، چې حوثي وسلوالو غزه کې د حماس څخه د ملاتړ په موخه پر اسرایلو توغندي وویشتل او دغه راز یې په سره بحیره کې د اسرایلو د ملاتړو هېوادونو لکه امریکا، انګلیس او نورو هېوادونو پوځي او سوداګریزې کیښتۍ په نښه کړې.

اردن کې پر امریکايي ځواکونو برید او په لړ کې یې د درې امریکایي سرتېرو وژل کېدل هم په منځني ختیځ کې د امریکا او نورو وسلوالو ډلو ترمنځ ناندرۍ زورورې کړې.

وړمه ورځ امریکایي ځواکونو په عراق او سوریه کې ځینې اهداف په نښه کړل، چې ویل کېږي د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسلوالو اړوند مرکزونه وو.

افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو عمومي رییس: د روغتیايي خدمتونو په رسولو کې د اسلامي امارت له همکارۍ خوښ یو

په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو(MSF) عمومي ریيس فيليپي ريبيرو د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.

 ريبيرو دبې پولې ډاکترانو(MSF)  له عمومي موخو، په افغانستان کې د دوی له فعاليتونو، کاري ساحو او وړاندې شويو خدمتونو څخه يادونه کړې.

 نوموړي ویلي؛ مونږ په روان کال ۱۴۰۲ کې تر ۷۰۰ زره پورې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي او د يادو مرستو په رسولو کې د اسلامي امارت له همکاريو څخه خوښ او منندوی يو.

فيليپي ريبيرو له بهر څخه د درملو په رالېږد او هم له هوايي لارې د ناروغانو په لېږد کې له ځينو ستونزو څخه هم يادونه کړې.

د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال په افغانستان کې د (MSF) خدمتونه ستایلي او د يادې لړۍ د پراختيا او دوام غوښتنه يې کړې.

نوموړي د شته ستونزو د هواري ژمنه يې کړې او ویلي يي دي؛ هر هغه بنسټ چې د افغانستان د بقا لپاره کار کوي، د بهرنيو چارو وزارت له ټولو سره بشپړې همکارۍ ته ژمن دی.

چيلي کې د اورلګېدنې له امله ۵۰ کسان وژل شوي

د چيلي چارواکي وایي، چې والپارایسو ښار ته نږدې په یوه ځنګل کې د اورلګېدنې له امله ۵۰ کسان وژل شوي او ښايي تلفاتو کې نور زیاتوالی هم راشي.

چيلي دولت په والپارایسو ښار کې بیړنې حالت اعلان کړی او په سلګونه د اور وژنې ډلې او امنیتې ځواکونه یې د پېښې سېمې ته لیږلي دي.

یادې اورلګېدنه تر اوسه ۴۳ زره هکټاره ځمکه نیولې او له درېیو نه تر شپږ زره کورنه پکې سوځېدلي او یا زیانمن شوي دي.

معمولاً د چیلي ځنګلونه د اوړي په موسم کې اور اخلي او تېر کال هم د بې‌مخینې ګرمۍ له امله اور لګېدنه رامنځته شوه، چې له ۴۰۰ زره هکټاره زیاته ځمکه پکې وسوځېده او ۲۷ کسانو ژوند پکې بایلود.

اوس مهال د ځمکې سویلي نیمې کرې اوسېدونکي د اوړي په موسم کې ژوند کوي.

د مالیې وزارت د ۱۴۰۲ کال مهم فعالیتونه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه په ملي کچه د ماليې وزارت د ۱۴۰۲ کال مهمو فعالیتونو څخه په لاندې ډول یادونه کړې!

 د کابل پر تېرې ادارې نږدې ۱۸۰ میلیارد افغانۍ د خلکو قرضونه، تامینات او تضمینات پاته دي، د ماليې وزارت په یوه بېساري اقدام سره د دې تاديات یا د ورکړې پروسه پیلوي.

په روان مالي کال کې د هغه ادارو، چې قرضونه یې تثبیت شوي دي، لس سلنه یې ورکول کېږي، چې عملاً یې حوالې ماليې وزارت تاییدوي.

 د مالیې وزارت له لورې هره میاشت په منظم ډول شاوخوا یو میلیون دولتي کارکوونکو ته په نورمال ډول معاشونه ورکړي، چې له دې جملې څخه ۸۶ زره او ۹۸۱ یې ښځینه کارکوونکي دي.

 د هېواد په ګمرکونو کي پر لومړنیو خوراکي توکو باندې ګمرکي محصول کي تر ۷۰ سلني پورې کموالی راغلی.

 د کورني صنعت د ودې او ملاتړ په موخه په یو شمېر وارداتي اقلامو باندې ګمرکي محصول لوړ شوی.

د هېواد په ګمرکونو کې صادراتي توکو طۍ مراحلو ته لومړیتوب ورکړل شوی.

 د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ لپاره د تېرو کلونو مالیاتي جرایم معاف شوي.

 خصوصي پوهنتونونو، مدرسو او ښونځيو ۴٪ سلنه ربعواره انتفاعي مالیه د ۱۴۰۲مالي کال لپاره معاف شوې.

 د هېواد په ګمرکونو کې کاري موده زیاته شوې.

د سوداګرۍ د ودې په موخه ترانزیټي محمولو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي.

 د صنعت د ودې او پراختیا په موخه کرنیزو، صنعتي او سوداګریزو سکټورونو ته ۷٪ قراردادي موضوعي مالیه معاف شوې.

 د صنعتي سکټور ربعواره انتفاعي مالیه له ۴٪ څخه ۲٪ ته را ټیټه شوې.

د ۱۴۰۲ مالي کال په ملي بوديجه کې د ۸۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پلان شوو معتادینو د علاج له پاره بودیجه په نظر کې نېول شوې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۲۲/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۴/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۳۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۲تنه و، ننګرهار، کنړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه لیسانس، دوه تنه حافظان، درې تنه دیني عالمان، ۴۱ تنه غریبکار او ۲۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۴۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۲۲ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰تنه و، هرات ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۳۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۶۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۳۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۸۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن حافظ، یو تن دیني عالم، ۳۳ تنه غریبکار او ۱۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه یوه کورنۍ خپلې سیمې او کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.    

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۴۶۲مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۴۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۱۴ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنه او د نوموړې کورنۍ پینځه تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۴۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷تنه و، کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۴۴ زره افغانۍ شوې ده. 

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۶۵ کورنۍ ۲۱۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۳۹ کورنۍ ۱۷۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۶۹ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۳۵کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۱۶۹ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۳۹ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د سیاسي کمېسیون غونډه؛ دوحه کې د افغانستان په اړه په جوړېدونکې غونډې خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر په مشرۍ، په سپیدار ماڼۍ کې غونډه کړې.

په دې غونډه کې لومړی په کابل کې د “افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار” ناسته چې تېره اونۍ جوړه شوې وه، خبرې شوي، چې تر ارزونو وروسته دغه ناسته د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهمه او بریالۍ بلل شوې ده.

همدارنګه د‌ غونډې ګډونوالو په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د جوړېدونکې غونډې په اړه هم هر اړخیزې خبرې کړي.

د سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت هم خبرې شوي او له اجنډا سره سم لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د مولوي امیرخان متقي او د يوناما مشرې لیدنه؛ د اسلامي امارت په وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو خبرې شوي

د يوناما مشرې روزوا اتنبایوا او مل پلاوي يې د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه کړې.

 دواړو لوريو د اسلامي امارت د وروستيو ديپلوماتيکو پرمختگونو، د دوحې راتلونکې ناسته، د سنيرلي اوغلو راپور او ورته موضوعاتو خبرې کړي دي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک په اړه د امارت دريځ يو ځل بيا تکرار کړی او د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ يې پر رغنده تعامل ټينگار کړی.

مولوي امير خان متقي د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له يوناما څخه د زياتو وضاحتونو غوښتنه کړې او ویلي يي دي؛ د وضاحتونو په رڼا کې به امارت د پلاوي د گډون په اړه پریکړه وکړي.

 آغلې اتنبایوا په خپل وار د دوحې ناستې په اړه ځيني معلومات وړاندې کړي او د امارت د پلاوي د گډون غوښتنه يې کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د ولس هوساینه د مسولینو ګډ مسولیت دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کندهار له مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک، د بادغیس له مرستیال والي مولوي غلام محمد احمدي او امنیه قومندان مولوي عبدالستار صابر او یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.

دوی د یادو ولایتونو د اجتماعي او امنیتي وضعیت او د سیمه ییزو ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی دغه راز د اسلامي امارت د مجاهدینو زحمتونو، سرښندنو او خدمتونو په اشارې ویلي؛ مسولین او مجاهدین تل په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمت په موخه د اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې اړوند نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، ترڅو یې ستونزې پیدا او د حل په اړه یې اقدام وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له اشغالګرو سره د مبارزې پر مهال د مجاهدینو، زحمتونه، سرښندنې، تکلیفونه او خدمتونه ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال خلکو ته خدمت، د دوی هوساینه او د امنیت تامین د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو ګډ مسولیت بللی او ویلي يي دي؛ مسولین او مجاهدین دې هڅه وکړي، چې خپل دغه مسولیت په لا سمه توګه ترسره او د ولسونو ستونزې او اړتیاوې څرګندې او ورته د حل لارې پیدا کړي.