ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1213

مولوي عبدالکبیر: هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې شتون نه لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پکتیا ته د سفر پرمهال یوې ولسي غونډې ته په وینا کې د امنیت شورا وروستی راپور رد کړی او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت په ټوله خاوره بشپړ واک لري او په هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې او پتنځایونه شتون نه لري، دا د نړیوالو بېځایه تبلیغات دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت ټولې نړۍ او هېوادونو سره احسنه ډیپلوماتیکي، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اوسنی نظام ټول شموله دی او ټول قومونه پکې برخه لري د اسلامي امارت نظام په اړه د نړیوالو نیوکې بېځایه تبلیغات دي، په اسلامي نظام کې پردیو غلامانو او جاسوسانو ته ځای نشته دی او یوازې رښتیني افغانان پکې ځای لري.

نوموړي ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره کرنې، اقتصاد، بیارغونې او آبادۍ په برخو کې ډېر کارونه شوي او په یادو برخو کې پلانونه شتون لري، چې لویې پروژې عملي کړي.
د دغې ولسي غونډې پرمهال د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي له خلکو او د اسلامي امارت غړو او مجاهدینو غوښتنه کړې، چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي.

په دغه غونډه کې ولسي خلکو د ریاست الوزرا دې پلاوي څخه په پکتیا ولایت کې د سړکونو، بندونو، کرنې، روغتیا، اقتصاد، بیارغونې او پوهنې په برخو کې د پروژو غوښتنه کړې.

د مچلغو بند، د ګردېز پټان لویې لارې جوړېدل، ګردېز حلقوي سړک، پټان کې د سوداګریزو توکو لپاره لابراتوار او ګدامونو جوړېدل، ګردېز هوايي میدان بیارغونه او دې ولایت ته د زون په کچه امکانات ورکول د ځايي خلکو اساسي غوښتنې دي.

د کرېکټ اسیايي شورا کلنۍ ناسته؛ له دې وروسته به افغان کرېکټ بورډ ته د هندوستان کرېکټ بورډ په اندازه بودیجه ورکول کېږي

د کرېکټ اسیايي شورا په کلنۍ ناسته کې د دغې شورا د مشرتابه د ټاکل کېدو سربېره، د هندوستان د کرېکټ عمومي سکرتر جې شا یې یو ځل بیا مشري ترلاسه کړه؛ د یادې شورا پر تېرو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې اترې وشوې، چې ټولو ګډونوالو یې په اسیا کې د کرېکټ پر لا ډېرې پرمختیا او ودې ټینګار کړی.
دغه راز په یاده ناسته کې افغانستان کرېکټ بورډ ته د یادې شورا د نورو څلورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو هغومره/ یوشان بودیجه منظور شوې، چې تېر کال یې د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه له لوري په بحرین کې د یادې شورا په کلنۍ ناسته کې غوښتنه شوې وه.
چې ورسره به له دې وروسته افغان کرېکټ بورډ ته د هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او سریلانکا د کرېکټ بورډونو په اندازه بودیجه ورکول کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه په دغه ناسته کې چې د اندونیزیا په بالي کې ترسره شوه؛ د غړو هېوادونو د کرېکټ بورډونو له مشرانو سره په راتلونکي کې د دوه اړخیزه لوبو پر برابرولو او ډېروالي، د اسیایي شورا په لوبلړیو کې د افغانستان د لوبڅارانو د ګډون، د یادې شورا له لوري د افغان تخنیکي مسولینو د روزنې، او د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې د افغان کرېکټ بورډ د تخنیکي مسولینو د ګډون په تړاو خبرې اترې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف او دغه راز د یادې ادارې اجراییوي رییس نصیب خان هم په یاده ناسته کې ګډون درلود.
د دوی په وینا؛ دغه ناسته افغانستان کرېکټ بورډ ته له هره اړخه له لاسته راوړنو ډکه وه او هیله من دي، چې افغان کرېکټ بورډ به له دې ډېرو موخو ته ورسوي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د ګربز ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر پر مهال د ګربز ولسوالۍ په مرکزي مدرسه کې يو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

یادو قومي مشرانو اسلامي امارت ته د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ ویلي، د ګربز قوم ځوانان هر ډول خدمت ته تیار دي.

هغوی د روغتيا، پوهنې او بيارغونې په برخو کې خپلې ستونزې شريکې کړې او د مرکزي مدرسې کيفيت لوړولو ته يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه کړې.

دغو قومي مشرانو او علماوو همداراز ویلي، په خوست ولايت او ځانګړي ډول ګربز ولسوالۍ کې ټول قومي تړونونه د اسلامي امارت اصولو سره سم ترسره کېږي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د ګربز ولسوالۍ اوسېدونکو د اشغال پر وړاندې د جهاد په ملاتړ کې مهم رول درلود او تل يې د مجاهدينو خدمت کړی دی.

د رياست الوزرا مرستيال دغو قومي مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړی، چې د امکاناتو په چوکاټ کې به يې ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه وشي.

د شیخ شهاب الدین دلاور او د یوې چینايي کمپنۍ رییس لیدنه؛ افغانستان کې د کاني زېرمو په شته فرصتونو خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د یوې چینايي کمپنۍ له رییس او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې یې د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې کړي او په هېواد کې د سرتاسري امنیت په اړه بحث او نظرونه شریک کړي دي.

 د دغې کمپنۍ رییس د هېواد د نفتو د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې او ويلي يي دي؛ کمپنۍ یې د عصري وسایلو او متخصصو کارمندانو په درلودو سربېره د پراختیا په برخه کې د مډرنو وسایلو او د 2013 کال راپه دېخوا د قرغزستان هېواد د نفتو د ویستنې او پروسس په برخه کې په کار بوخت دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد شرکت څخه غوښتي، چې خپله طرحه او پروپوزل دې وړاندې کړي.

سرپرست وزیر ورسره په یاده برخه کې د همکارۍ ژمنه هم کړې.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس د پوهنې وزارت له سرپرست سره لیدنه کړې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لوى رییس مفتي شهزاد نور رشید او ورسره مل پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله آغا سره لیدنه کړې او د ادارې اړوند پر یو لړ مهمو مسایلو یې خبرې کړي.

 مولوي حبیب الله آغا د پوهنې وزارت د کړنو او تشکيلاتو په اړه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړي.

 د پوهنې وزارت مشرتابه ته د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ګمارنې د پروسې د ساده کولو د کړنلارې په اړه معلومات وړاندې کړي او د هغې د پلي کولو په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه کړې.

 پلاوي د خپلو ستونزو او وړانديزونو د وړاندې کولو پر مهال د پوهنې وزارت له سرپرست څخه غوښتي، تر څو د مرکزي او ولايتي ادارو په ګډون په ياد وزارت کې د آزادې سيالۍ له لارې د ګمارنې بهير پرمخ يوسي او د اداري او ملکي خدمتونو د اصلاحاتو په برخه کې دې اړوند استازي اغېزمن رول ولوبوي.

 سرپرست وزیر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له ريیس او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې د یادو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت او یاد کمیسیون ترمنځ یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

 همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې ياد وزارت د روڼتيا او د فساد له منځه وړلو ته ژمن دى او په راتلونکي کې به هم له دغه کمېسیون سره د همکار په توګه پاتې شي.

 نوموړي دغه راز ژمنه کړې، چې د کارکوونکو د ګمارنې د پروسې د ساده کولو په پروسه کې د اداري اصلاحاتو د استازي د ارزښتناک رول په تړاو به د پوهنې مسولینو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ادعاوو په اړه د اسلامي امارت ویاند څرګندونې!

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې تور پوری شوی، چې ګنې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شتون لري او یا د اسلامي امارت په واکمنۍ کې په افغانستان کې ځينې ډلې فعالې شوې دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ناسم تور په کلکه ردوي، متأسفانه د ملګروملتونو له ادرس څخه د افغانستان په اسلامي امارت باندې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی، چې تل پروپاګند کوي.

دا د ملګروملتونو له آدرس څخه سو استفاده ده، چې متأسفانه غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي، چې دغه ډول استفاده دوام وکړي.

موږ پوهیږو، چې د امنیت شورا ځينې غړي هېوادونه په افغانستان کې له شکست سره مخ شوي، هغوی به طبعا خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي، خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښيې دي، باید اجازه ورنکړي، چې د دغه لوی نړیوال نهاد حیثیت خراب شي او پریکړې یې د څو هېوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخيږي.

په افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک شتون نه لري او نه هم اسلامي امارت  چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د چا په ضد استفاده وکړي.

متأسفانه د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي، چې ۲۰ کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنګ ولاړ وو او د افغانستان له آزادۍ، ابادۍ او امنیت سره حساسیت لري.

هيله کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا پرېنږدي راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعت‌طلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار له سوال سره مخ کړي.

د يادونې ده، چې د وروستي ۲۰ کلن ناورين يو اساسي لامل د دغه ډول بې‌بنياده معلوماتو پر اساس قضاوتونه وو.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۹/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۱/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۳۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۴۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۷۵۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۱ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، اووه تنه حافظان، ۴۰ تنه غریبکار او ۳۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۸۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۶۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۵ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۹۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۴۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۷۷ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه دیني عالمان، ۳۰ تنه غریبکار او ۲۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۱۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نېمروز کې ۴۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۵۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۵۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۰۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۵۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۴۶ کورنۍ ۴‍۱۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۷ کورنۍ ۷۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۹۰ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۴۳کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۱۰۰۲ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۷۰ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

مولوي عبدالسلام حنفي: علمای کرام د یووالي په پیاوړتیا کې رغنده رول لري

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د علماوو شورا ریيس محترم شیخ حیات الله حلیم سره لیدنه کړې.

شیخ حیات الله حلیم د فاریاب ولایت د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت د مسولینو او مجاهدینو په هڅو د دې ولایت خلک په امنیت، ارامي او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنه فضا کې ژوند کوي او خلک له امارتي مسولینو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول مجاهدینو څخه د امنیت د ټینګښت په برخه کې خوښ دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د امنیت ټینګښت او د خلکو ارامي د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسولین په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو رسولو او د امنیت په تامین کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ښوونې او روزنې په رول ښه پوهېږي او د امکان ترحده د هغه د کیفیت او کمیت لوړولو کوښښ کوي او علمای کرام د یووالي او اتحاد په ساتلو او پياوړتیا کې مهم رول لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت متوازن پرمختګ د هېواد ټولو سیمو ته رسوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست کې د پکتیکا د نکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

د نکې ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه او ملاتړ یې د دوی مسولیت دی.

دوي په نکه ولسوالۍ کې ځایي اوسېدونکیو ته د ځمکې د وېش، روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو او سړکونو د رغولو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د جهاد په کلونو کې د پکتیکا په ځانګړي ډول د نکې ولسوالۍ د قومونو ونډه او رول خورا مهم وو.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په اسلامي نظام کې د سیمې، ژبې او قوم له اړخه توپیر نشته او له دې وروسته ټولو لرې پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د نوموړي په وینا، د محرومو او غیر محرومو په نوم ولسوالۍ او سیمې شتون نلري او اسلامي امارت متوازن پرمختګ ټولو ولسوالیو او سیمو ته رسوي.

د مولوي محمد یعقوب مجاهد او د ازبیکستان سرحدي ځواکونو رییس لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو خبرې شوي

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ازبیکستان هېواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رییس عبدالسلام عزیزوف او ورسره مل پلاوي سره د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو ګاونډيو او اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او ښه والي يادونه کړې او ویلي يي دي؛ موږ په تېر یو کال په سرحد کې ډیر کار کړی او تصمیم لرو، چې په راتلونکي کې د هېواد د سرحداتو کارونه نور هم پیاوړي کړو.

همدا رنګه نوموړي ازبیکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو برخو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

ازبیکستاني لوري هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.